شبکوی وسایل څه ته وایی؟ (?What are Network Devices)

شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی.

یو ترټولو عامه ډول د شبکې چی هر ځای کاریدلی شی هغه محلي ساحوې شبکه ده چی په انګلیسی اصطلاح بیا ورته Local Area Network  یا LAN هم وایی.

شبکه - شبکوی وسایل - انترنت - موبایل - کمپیوټر - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

یوه محلي ساحوې شبکه LAN له هاب، روټر، کیبل یا رادیویی ټکنالوژې، د شبکې کارت، او که چیری بیا په آنلاین ډول وکارول شی یو لوړ سرعت لرونکي موډیم ته هم اړتیا لرې.

په خوښی سره ویلی شو هغه څوک چی نوي دی برخی ته راغلی وی دا ډیره ساده برخه ده چی ورسره به مخامخ وی.

your ads

په یوې شبکه کی، یو کمپیوټر د سرور په حیث او نور بیا د کارن یا Clients په حیث دنده ترسره کوی. سرور له بهرني هاب سره نښتي وی، هغه ډول چی کارنونه هم نښتي وی.

اوس د هر کارن کمپیوټر له هاب سره یو ور (door) لري هغوی د هاب په وسیله کولای شی د سیګنل لیږد رالیږد ترسره کړي.

د همدی سګنلونو د لیږد لپاره بیا له هاب سره یو بل ډیوایس چی روټر نومیږی وصلیږی روټر هغه برقی ډیوایس (آله) ده چی سیګنل د دوه مشخصو کمپیوټرونو ترمنځ تبادله کوی.

ښه خبرونه دی، خو دا چی روټر څنګه دوه کمپیوټرونه پیژني چی ترمنځ یی معلومات تبادله کړی؟ ځواب یی دا دی چی هر کمپیوټر په خپل ځان کی یو د شبکی ځانګړي کارټ یا NIC لری چی بیا همدا د شبکی کارټ یوه ځانګړې پته هم لرې.

شبکه - انترنت - شبکوی - معلومات - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - LAN

په یوی کیبلي شبکه کی، مخصوصه کیبلونه چی ایډرنیټ Ethernet هم ورته وایی له نیټورک کارت څخه هاب سره وصلیږي. خو په یوې نه سیم لرونکې یا بیسیم شبکه کې د شبکې کارت، هاب او روټر بیا له رادیویې موجونو په وسیله یوله بل سره نښلې.

د شبکې کارتونه خپل ځانونه په شبکه کی د خپل ځانګړې لرونکې پتې په وسیله معرفی کوی، او روټر ته ټول غوښتنلیکونه د خپل نه بدلیدونکې پتی په وسیله ورپیژنې، دلته بیا روټر د چاته (To) او له چا (From) پتې تشخیصوې او د ترافیک لیږد رالیږد په دوامداره توګه ساتي.

په نورو ډول شبکو کی بیا ټول غوښتنلیکونه په سیمه ییزې شبکه کی د روټر په وسیله ټولو ډیوایسونو ته ویشل Broadcast کیږي خو یواځي هغه ډیوایس (PC) ښه راغلاست ورته وایی او ور ورته پرانیزی چی د روټر په To لیست کی نیول شوی وي خبره همدلته پای نه مومی بلکی هغه نور ماشینونه چی غوښتنلیکونه ورته لیږل شوې په خپل ور لاره نه ورکوې ترڅو وردننه شی ځکه چې غوښتنلیک د هغوی اړوند نه وی.

LAN - internet - شبکه - شبکوی - انترنت - زدکړی - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

آنلاین لاسرسي په سیمه ییزی شبکې کی اختیاری ده، خو که چیری اړتیا وی بیا یو سیګنل په آنلاین کارن کی په ټوله شبکه کې نشریدلی شي. کله چی آنلاین لاسرسی شتون ولری، روټر یوازی په سیمه ییزه شبکه کی محدود نه پاتې کیږی بلکی له بهرنیو شبکو سره هم راکړه ورکړه ترسره کوی.

روټر په انترنټ کی د یوې لارې Gateway په ډول کار کوی، او هم د یوه ساتونکی اورلرونکي Firewall دیوال په حیث غیر ضروری یا مضرو غوښتنلیکونو د مخنیوی سبب ګرځي او نه پریږدی چی مخربه پاکټونه شبکې ته له بهره رادننه شي.

شبکه - انترنت - شبکوی - سیمه ییزه شبکه - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - LAN - Firewall

که یوڅوک وغواړی بهرنیو سیمه ییزو شبکو LAN سره وصل شی نو یو موډیم چی یوه هاب/روټر سره وصل وی ګټه اخیستلی شې یا هم له یوه موډیم څخه چی په خپل تشکیل کی روټر/هب ولرې هم کولای شی ګټه پورته کړی.

لوړ سرعت لرونکي موډیم اړینه ده چی له آنلاین خدماتو سره هغمږي وی، ځکه ډیری موډیمونه په ځانګړي ډول د DSL او نوری فایبر شبکو لپاره طراحي شوی.

که وغواړو یوه سیمه ییزه شبکه LAN جوړ کړو نو له هغه مخکی اړینه ده ټول هغه ډیوایسونه چی غواړو په دی شبکه کی وکارول شی د همدی شبکې د وړتیاوو ځانګړتیا لرونکي اوسې.

شبکه - شبکوی - انترنت - سیمه اییزه شبکه - معلومات - دستګاه - افغانستان - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

لکه که غواړو چی یوه ګیبل لرونکې شبکه جوړه کړو اړتیا ده چی ټول ډیوایسونه د شبکې کارتونو او پورټ لرونکي اوسې. او که غواړو یوه بیسیم Wireless شبکه جوړه کړو نه یواځې چی ډیوایسونه د بیسیم نښلیدونکې وړتیاوې ولری بلکی په هغو اړینو پروتوکولونو پیژندلو وړتیاوو هم سمبال وی چی په یوی بیسیم شبکه کی د کاریدلو وړتیاوی ولری. لکه د ۲۰۰۹ میلادی کال 802.11n پروتوکول چی اوس هم کارول کیږې، لکه زاړه پروتوکولونه چی اوس هم پراخ کارن لری لکه 802.11g پروتوکول.

شبکه - انترنت - شبکوی - نټورک - دستګاه - بیسیم - کیبل - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

بیاهم دا مسئله د یادولو وړ بولم چی هر هغه روټر، هاب یا شبکوې کارتونه چی وغواړي په یوی شبکه کی وکارول شی اړینه ده د هماغی شبکې اړوند ځانګړتیاوو لرونکې وی.

نننې بیسیم Wireless شبکوې توکې کولای شې د وایفای WiFi سرټیفیکیټ لرونکې اوسی او د هغې ګرنټې څخه برخمن وی چی په شبکو کی د وصلیدلو امکانات ولرې هغه ډول چی د پروتوکولونو او ستنډردونو یوه مجموعه په کی نغښتې وې.

شبکه - انترنت - دستګاه - کیبل - کیبلنګ - نړی - تکنالوژي - ټکنالوجی - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - WiFi - internet - Technology

په آخر کی اړینه ده دا هم ذکر شې چی یوه سیمه ییزه شبکه که د لوی سوداګریز کاروبار لپاره جوړیږی کیفیت او ګرنټی ته یی ځانګړې پاملرنه وشې خو که د کور یا واړه کاروبار لپاره وې بیا په ساده ډول هم د کاریدلو وړ ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب