د خټکي غذایي گټې!

١: خټکی د ویټامین A درلودونکی دی، چي د بدن د حجرو په ترمیم او نوښت کي اړین رول لري.
٢: خټکی د ادرار راوړلو او پتاشیم په لرلو سره د پښتورګو او مثانې د ډبرو په ناروغیو کي ګټور تمامېږي.
٣: خټکی په ډېره اندازه  د A,D,C ویټامینو او سلولز درلودونکی دی.
٤: خټکی د ښځو د شېدو د زیاتوالي لامل ګرځي.
٥: خټکی د کمخونه ناروغانو لپاره ګټور دی.
٦: خټکی د قبضیت د درملني لپاره هم وړاندي کېږي.
٧: خټکی د پوستکي رنګ روښانکوي او د دايمي تندي (تږي) د درملني سبب ګرځي.
٨: خټکی د غذا په هضم کي مرسته کوي او د سوی هاضمې په کمولو کي رول لري.
٩: خټکی د زیاتو اوبو په درلودلو سره، قندي مواد په وینه کي ژر جذبوي، په نتیجه کي خستګي او ستوماني له منځه وړي.
١٠: خټکی د قندي او معدني موادو په منځ کي د ځانګرو انزایمونو درلودونکی دی، د هاضمي سرعت زیاتوي په کوچنیانو کي اشتها او فزیکي فعالیت زیاتوي او د بدن د حجراتو د ودي سبب ګرځي.

خټکی د ویټامین A درلودونکی دی

د خټکي په استعمال کي لازم احتیاط: ١_ د خټکي زیات مصرفول د معدې او کلمو د درد لامل کېږي. خټکی باید د غذا څخه وروسته مصرف سي، که نه د اسهال لامل کېږي. هغه کسان چي معده یې کمزوره وي، د خټکي خوړل یې د اسهال لامل ګرځي. په خټکي کي موجود قند د ګلوکوز له کورنۍ څخه دي چي په وینه کي ژر جذبېږي او ډېر ژر د ویني قند لوړوي، نو هغه کسان چي په شکره اخته وي یایې وزن ډېر وي باید د خټکي د مصرفولو څخه ډډه وکړي. پیاد ولرئ: د خټکي د مصرفولو تر ټولو ښه وخت د دوه وخته غذا خوړلو منځ دی.
[irp][irp][irp]

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب