د پښتو خاص شعر ډولونه

د پښتو د شعر ډولونه :

د پښتو شعرونه چي د سېلاب له رويه سگره جلا كيږي د ځانه مخصوص نومونه لري دا بايد د بديع دعلم په لفظي صنايع كي درته ويل شوي واى مګر څنګه چي تقطيع په دې علم اړه لري دلته ئې راوړو او هغه دادى : (8)

 

(1) لنډۍ :

د پښتو د ملى ادب يو مهم ركن لنډۍ دي او په پښتنو كي بيخي ډېر شهرت لري د پښتو په اشعارو كي خاص وزن او سېلابونه ټاكل شويدي، د لنډۍ لومړۍ مصراع نهه سېلابه او دوهمه مصراع ديارلس سېلابه ده چي ټوله لنډۍ ګويا دوه ويشت سېلابه ده او په آخر كي ئې هرومرو “ميم” او “هـ” يا “نون” او “هـ” راځي او لنډۍ اكثر د ښځو له خوا ويل شويدي. مثلاً دا دوې لنډۍ :

دا پېغلتوب مي د غم دود كړې
خيالي ځوانان راپسي مگري خونكاره شومه
اوس به دي يو موټى ايرې كړم
ملالي سترګي كه در واړوم مينه
دا پورته لنډۍ هم د ښځو له خوا دي او هم د يوې په آخر كي “ميم” او “هـگ” او د بلي په آخر كي “ن” او “هـ” راغلي دي. فقط دومره دى چي دواړي لنډۍ عشقي دي او په لنډيو كي حماسي مضامين هم ډېر ښه ځاى شويدي مثلاً : يوه نجلۍ زلمى ته داسي تشجيع وركوي :
ته په سگنګر كي ځان شهيد كړه
زه به خپل شال ستا پر زيارت وغوړومه
يا ورته وايي :
توري به نه كړي نو به څه كړي
چي سپين مړوند دي زه تر سر لاندي كومه
يا دا چي :
ټوټې ټوټې په وينو راشې
چي پرهارونه دي ګنډم خوله دركومه
بيا پسله مرګه خپل مين داسي ستايي :
جانان مي سر پر وطن كښېښود
په تار د زلفو به كفن ورته ګنډمه
د لنډيو يوه لو مميزه او خصوصيت دادى چي يوه لنډۍ د موسيقۍ پر اصولو تقريباً پر پنځوس قسمه ويله كيږي يعني په جلا جلا سر او جلا جلا آهنګ اداء كيږي، او دا مزيت بېله لنډيو بل شعر نه لري.
لنډۍ د كندهار او غزني په شاوخوا كي لنډۍ بولي ځكه چي اوله مصرع ئې تر دوهمي لنډه ده د يوسفزو او پېښور خواته مسرۍ يا ټپه ورته وايي، د ننګرهار شاوخواته ئې ټكۍ بولي. (9)

تبصره :
د پښتو هر شعر چي دغه سېلابونه درلوده هغه “لنډۍ” بولي.

 

(2) نارې يا ږغونه :

نارې او ږغونه د ملي اشعارو هغه شعرونه دي چي په ملي افسانو كي راوړل كيږي، او دا شعرونه عموماً دبيت په ډول وي مګر تر بيت اوږده وي او د هري افسانې د نارو سېلابونه بېل بېل دي ځيني ډېر او ځيني لږ دي كوم ټاكلى سېلاب نه لري، خو دومرى دي چي د هري افسانې د نارو سېلابونه پخپله منځ كي يو شى دي او هيڅ فرق نه سره لري دا نارې د عربي اشعارو په څېر په كوم بحر كي مقيدي نه دي بلكي د اروپايي آزادو شعرو په شان ويلي شويدي، لكه د فتح خان په نقل كي دا ناره چي رابيا د فتح خان محبوبه د جنګ پر وخت دده پر كرنګ آس باندي كړې ده :

د فتح كرنګه نال به دي زرين كړم
كه دي دا وار فتح راوړ،خپل امېل به دي د غاړي لونګين كړم
لومړۍ مصراع 12 سېلابه ده او دوهمه مصراع 20 سېلابه ده ددې افسانې ټوله نارې همدا سېلابونه لري ځكه چي ملي افسانې ډيري دي او نارې ئې هم ډيري دي نو نوري افسانې ستاسي مطالعې ته پرېږدو.

(3) نيمكۍ :

نيمكۍ د پښتو يو قسم مركب شعر دى چي له دوو جزو څخه جوړ شويدى يو هغه جزو چي څو واره تكراريږي، دې جز ته “سر” وايي او بل هغه جز دى چي په منځ كي ورلويږي دې جز ته “ټكۍ” وايي.
په نيمكۍ كي اول سر ويل كيږي دغه سر عموماً يو بيت يعني دوه مسرۍ وي مګر دا دوې مسرۍ كه څه هم په قافيه كي سره يو شانته وي مګر په سېلاب كي برابري نه وي يعني د مستزاد په شكل لومړۍ مسرۍ ئې اوږده او دوهمه لنډه وي. عموماً لومړۍ مسرۍ 13 سېلابه او دوهم 7 سېلابه وي، تر سر وروسته يوه يوه ټكۍ ويله كيږي او سر پكښي تكراريږي، او د ويلو صورت ئې داسي دى چي ټكۍ د اولي مسرۍ تر ويلو وروسته د سر لنډه مسرۍ ورسره تكراريږي، بيا چي د ټكۍ دوهمه اوږده مسرۍ وويله شي د سر دواړي مسرۍ ورسره بيا تكرار ويلي كيږي دا ډول نو هر قسم ټكۍ په نيمكيو كي ويلي كيږي په نيمكيو كي هر يو تن د مجلسيانو څخه حق لري چي يو يو بند وار په وار د غزلچي سره ووايي سر خوئې يو وي صرف هر يو تن له ځانه ټكۍ ور اچوى. نيمكۍ اكثر د مسابقې په ډول ويلي كيږي.
د نيمكۍ نمونه داده :

سوركى پېزوان دي په كنډو ختلى لمر دى
چا وې چي مازديګر دى

منګى دي كېده خوله دي راكه
چا وې چي مازديګر دى

مور ته دي وايه چي په پوله ولوېدمه
چا وې چي مازديګر دى

سوركى پېزان دي په كنډو ختلى لمر دى
تر پايه

په پورته نيمكۍ كي سر همهغه اول مستزاد بيت دى.

 

(4) بګتۍ :

د پښتو د ملي اشعارو يوه غوره نوعه بګتۍ ده، بګتۍ په مجلس كي تر رباعي، غزل او چاربيتو وروسته بلكي د غزلو او چاربيتو تر منځ په ورو او چابك آواز ويله كيږي. آوازونه پكښي اوچتيږي، بګتۍ هم “سر” لري او غالباً يو بيت وي، چي ددې بيت ددواړو مسريو قافيه سره برابره وي. تر سر وروسته بندونه لري چي هر بند ئې څلور مسرۍ وي درې اولي مسرۍ ئې پخپل كور كي ځانته قافيه لري اود څلرمي مسرۍ قافيه ئې د سر سره برابريږي، مګر د هر بند په پاى كي د بګتۍ سره ورسره اخيست كيږي. د بګتۍ نمونه داده :
دا توري سترګي رانه تېريږي
د حاله زما كله خبريږي
دا توري سترګي سره ئې لاسونه
په بام ولاړه كوي سيلونه
اوربل كې ايښي تازه ګلونه
موزي دله خان به ترې جاريږي
دا توري سترګي …………………
……………….. تر پايه

 

(5) چاربيته :

چار بيته دپښتو دملى اشعارو خورا برجسته نوعه ده، او ډېر شهرت لري ځكه چي په چاربيته كي د قصيدې او مثنوي په شان ډېر اوږده اوږده مضامين او لويي لويي قيصې ويلي كيږي، د چاربيتي ويل په تندۍ او چالاكۍ وي. چاربيته هم يو سر لري چي هغه ته “پيرو” يا “كسر” هم وايي، د چاربيتي مسرۍ اوږدې وي اوعموماً چاربيته دوه قسم ده، يو هغه چي هر بند ئې دوه بيته يعني څلور مسرۍ ولرى بله هغه چي هر بند ئې څلور بيته يعني اته مسرۍ وي، په اول صورت كي ورته مجازاً چاربيته ويله كيږي، كله چاربيته په مستزاد شكل هم راځي، مګر په هغه كي هم اوږدې مسرۍ وي د چاربيتي د هر بند آخر بيت د سر سره همقافيه دى.
مثالونه د اول قسم :
څوك به پيدا نه شي د فرهاد او شرينۍ په شان
يو ځاى به څوك نه شي د آدم او درخانۍ په شان
يو ځاى به څوك نه شي لكه وْ عاشق فرهاد
بل به ئې كولو په آشنايي پسي فرياد
وئې كړه خوارى ځكه حاصل ئې شه مراد
كړي به ئې خبري د طوطا د ښارونۍ په شان

دوهم قسم : دا دوهم قسم درې ډوله لري يو دا چي د هر بند اول درې بيتونه پخپل كور كي سره يو قافيه وي او آخر بيت ئې د سر سره په قافيه كي يو وي، دوهم دا چي د هر بند د اولو درې بيتونو اولي مسرۍ ئې پخپل منځ كي په يوه قافيه وي او آخري مسرۍ په بله قافيه وي، دريم دا چي ټوله مقفي وي يعني هر بيت ئې پخپل منځ كي قافيه داره وي بلكه هره مسرۍ ئي. دغى چاربيتې ته “زنځيري” چار بيته وايي.
اول مثال :
شاګرده او نص د الهى پروردګار دى
استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دى
شاګرده په جهان كي جبرائيل نومى ملك دى
استاذه خاص مقام دده په اووم آسمان فلك دى
شاګرده ټول وجود ئې د حجر حديده كلك دى
استاذه سر ترپايه په وزرو باندي چك دى
شاګرده د رحمت په ډنډ كي ډوب لكه سمك دى
استاذه ما په دې خبره هم ويستلى شك دى
بېحده ښايسته د نور په شان شعله انګار دى
د باد په شان ته ګرځي په هوا باندي اوچت دى
ترپايه …………… (مياګل)
دوهم مثال :
د ښايست آواز دي ولاړئ په عالم كي لور په لور
زه دي سوى يم په اور ټيك دئ كوز كه له جبينه
د ښايست آواز دي لاړه په كابل په هندوستان
ځكه ناست يمه حيران ، را رسېږي يا نصيبه
عاشقي ده ډېره ګرانه ځي د اوښكو مي باران
پرې لوند مي شو ګگريوان پوه نه شوم په ترتيبه
په هر چا باندي تيريږي دفاني دنيا دوران
څوك راځي څوك تري روان، كاندي ياروته قريبه
باري خپل دي كه پردي دي راكوي راته پېغور
سترګي نشمه نيولى ګوره ډوب يم ستا په مينه
ترپايه ……………. (محمد دين)
دريم مثال :
كله به راشي په پوښتنه د ملنګ كړي څنګ
لري كړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت كي
كله به راشي چي دي وكړمه ديدار سهار
زړه مي پرهار د يار دلاسه ډېر دى
شومه په غم كښي ستا د ميني ګرفتار په جار
وسوم په نار آنګار راته چاپېر دى
آخر به تېر شي د نيمكړي دنيا وار په خوار
مه اخله آزار بيمار په زلفو ګير دى
مخ دي څراغ دى پرې راځم لكه پتنګ په شرنګ
لري كړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت كي
ترپايه …………. ( محمد دين)

(6) رباعى :

د پښتنو په عامه طبقه كي كوم شعر ته چي رباعي وايي هغه د پارسي رباعى په شان نه ده، بلكي كوم شعر ته چي خاصه طبقه غزل وايي د پښتو بې سواده او عوام شاعران ورته رباعي وايي، كه څه هم عوامه طبقه شاعران چي ملي اشعار وايي له ځانه جلا غزل هم لري او فرق ئې دا كوي چي په رباعي كي اكثره د پند او نصيحت خبري وي او په غزل كي عشقي او په وزن كښي هم فرق سره لري غزل په چست او تند آواز ويل كيږي او رباعي په آرام او اوږده ږغ كوم وخت چي مجلسيان مجلس شروع كوي نو رباعي تر غزل او چاربيتي دمخه وايي او مجلس ملتفت كوي. تر كومهځايه چي زه په دې باره كي معلومات لرم هغه دي
د رباعي نمونه :
خدايه څه شوه هغه ښكلي ښكلي خلك
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلك
هيڅ خندا مي ددې خلكو سره نه شي
ژړه وي مي هغه تللي تللي خلك
خبر نه يم چي وكومي خواته لاړل
ليده نه شي هغه ما ليدلي خلك
دريغ يو ځلي خو بيا په دنيا راغلي
له جهانه په ارمان وتلي خلك
“رحمان” هسي ګوښه خوند له خلكو بيا موند
چي هر ګز نه دى دا خوند موندلي خلـــــــــك
(رحمان بابا)

(7) غزل :

د پښتو غزل او رباعي څه نور فرق نه لري فقط په رباعي كي د پند او نصيحت خبري وي او غزل عشقي كلام وي، رباعي ورو ورو ويله كيږي او غزل چسته او تنده.
د پښتو غزل له پنځو بيتو تر پنځلسو پوري وي او دپښتو په ټولو دېوانو كي غزلي زياته برخه لري او هغه ته عام شاعران كتابي غزل وايي. څنګه چي د غزلي مثالونه ډېر او هر چاته معلوم دي له مثاله ئې صرف نظر وشو.

(8) بدله :

بدله په پښتو كي ځانته ځانته معناګاني لري، د كندهار په اصطلاح كي يوازي د ښځو آوازو ته بدلي وايي، د نارينه آوازونو ته بدلي نه وايي د جنوبي او مشرقي او ځينو نورو پښتنو په اصطلاح كي د بدلو اطلاق عام دى، هم د ښځو او هم د نرو آوازو ته هم بدلي ويل كېداى شي.
ځني پښتانه لا لنډۍ ته هم بدله وايي.

(9) لوبه :

په لوبه كي ډېري اصطلاح ګاني موجودي دي په ځينو اصطلاح ګانو كي لوبه لكه د بدلو يو عام نوم دى. او داسي يوه خاصه نوعه نه لري بلكي په ټولو اشعارو يې اطلاق كېږي دا اصطلاح په كندهار او جنوبي كي نشته، بلكي دا د كوزي خوا د پښتنو اصطلاح ده، او په ځينو اصطلاح ګانو كي لوبه هم لكه د بګتو او د غزلو يو خاص نوم دى اود شعر په يوه خاصه نوعه ئې اطلاق كيږي.
بيا په دې كي هم دوه اصطلاح ګاني دي په يوه اصطلاح كي د لوبي اونيمكۍ هيڅ فرق نشته بلكي دواړه يو شى دى، او هغه نيمكۍ چي مخكي تېره شوه، دغي ته بعينه لوبه هم وايي، او په بله اصطلاح كي د نيمكۍ او دلوبي په منځ كي هم فرق شته هغه دادى چي د نيمكو په منځ كي ټكۍ رالويږي، اود لوبي په منځ كي ټكۍ نه رالويږي بلكي عليحده د لنډو لنډو مصرو بندونه لري، سرئې د نيمكۍ په شان وي او په منځ كي ئې د ټكيو په غير نور بندونه راوړلي شي او دهر بند آخره مصره ئې د مطلع سره په قافيه كي موافقه وي او دمطلع هغه لنډه مصره هم ورسره تكراريږي.
دلوبي نمونه داده :

د حكيم جاني خلك ډېر ډېر صفت كوي
توري سترګي خاري
حكمه ئې سيند ته كړه ګزاره
بيا يې پرې تيږي كړه انباره
چي راو نه وځي دوباره
تقدير له ګوره چي
اوبو، اوبو كړه سرسري
توري سترګي خماري

 

(10) سندري :

دا تسميه يا دا نوم هم په پښتنو كي مشهور دى، او اكثر پښتانه ئې استعمالوي سندري هم لكه د بدلو يو عام نوم دى، او كمه يوه خاصه نوعه نه لري د سندرو او د بدلو فرق صرف دومره دى چي د بدلو اطلاق په يوه اعتبار سره د سندرو نه هم عام دى ځكه چي سندري يوازي د ښځو آوازونو او بدلو ته وايي، او بدلي د نارينه وْ آوازنو ته هم وايي، او د ښځو هغې ته هم ، د سندرو اصطلاح يوازي په مهمندو او باجوړ كي وجود لري، او په بل محيط كي دا اصطلاح دومره مروجه نه ده، څنكه چي د كندهار خلك د ښځو آوازونو ته بدلي وايي اود نارينه وْ آوازنو ته غزل وايي دا رنګ دا خلك د ښځو آوازونو ته سندري واي او د نارينه وْ هغې ته يا بدلي وايي او يا لوبي، د مهمندو په محاوره كي داسي ويلى شي چي ښځي سندگري وايي او داسي نشي ويلى چي فلاني ځايكښي سړي سندري وايي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب