د خوب کموالی مو په لاندې ناروغیو اخته کولی شي

یو شمیر خلک د مصروف ژوند او یا ځینو عادتونو له امله ډیر لږ خوب کولو عادت لري خو ایا په دې پوهیږئ چې یوه اونۍ لپاره دغه عادت خپلول انسان د زړه او فلج په ناروغیو اخته کولی شي؟

د فنلینډ په هیلنسکي نومې پوهنتون کې ترسره شوې دغې څیړنې کې ویل شوی چې هغه خلک چې لږ خوب کوي د هغوي په وینه کې د مضر کولیسټرول اندازه زیاتیږي کوم چې د زړه او فلج د ناروغیو خطر زیاتولی شي.

په څیړنې کې ثابته شوې چې لږ خوب کوونکو خلکو کې د بدن مختلفو برخو ته د کولیسټرول انتقالوونکی جینونو سیسټم غیر فعاله کیږي.

له پایلو څخه څرګندیږي چې هغه خلک چې د شپې ۷ یا ۸ ساعته خوب نه کوي په هغوي کې د وینې د شریانونو ناروغي لکه د زړه حمله، فلج او د زړه د نورو ناروغیو خطر زیاتیږي.

یوه اندازه کولیسټرول په وینه کې پیدا کیږي کوم چې د بدن مختلفو حجراتو او برخو لپاره ډیر زیات اړین وي. د کولیسټرول یو ډول د انسان روغتیا لپاره ډیر اړین او دوهم ډول يي مضر دی.

د کولیسټرول مضر ډول د وینې شریانونو دیوالونه زیانمنولو سره هغوي کلک کوي چې له دې سره د وینې جریان په وړاندې خنډ رامنځ ته کوي او د یو شمیر ناروغیو لامل ګرځي.

د وینې په شریانونو کې دغه خنډ د زړه لور ته د وینې جریان اغیزمنوي کوم چې د زړه د حملې خطر زیاتوي. له دې سربیره اعصابو ته هم د وینې جریان اغیزمنولو سره د فلج لامل هم ګرځي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب