د بې خوبۍ زیانونه

 

که يوه شپه ويده نه شوئ، د تمرکز او حرکت ځواک به مو لږ سوکه شي، او د خلکو په څېرو له خبرو به کله،کله ناسم برداشت کوئ، او د مغزو په LTP کې به مو چې د خاطرو په جوړولو او را ژوندي کولو کې مهم رول لري سخت اختلال رامنځ ته کېږي.

که دوه شپې پرلپسې ويده نه شوئ، هغه اکسيجن چې د تنفس له لارې يې ترلاسه کوئ په بدن کې کمېږي، او هغه انرژي چې د عضلو او غړو په چټک کار کې مرسته کوي سوکه سوکه ختمېږي، کېدای شي ځينې وخت مو ژبه هم په خبرو کې سمه ونه چلېږي، او هغه خبرې چې غواړئ ويې کړئ له ياده مو وځي.که دری شپې پرلپسې ويده نه شوئ، په کارونو باندې تمرکز او سوچ چې لا له وړاندې درته جذابيت نه لري، سختېږي، له پخوا څخه ژر پرېشانه کېږۍ، د زړه درزا مو ډېرېږي، حتی په ۲۰۱۵ زېږدي کال کې يو سړی چې دری شپې پرلپسې ويښ پاتې شوی و، زړه کې يې مشکل پيدا شو او مړ شو.که څلور شپې پرلپسې ويده نه شوئ، په داسې حال کې چې تاسې به ويښ یئ خو ماغزه مو کله،کله ويده کېږي، دا کوچنی خوب ۵، تر ۱۰ ثانيو وخت نيسي، ډېر به ډارېږئ او وېره به درته درېږي، او د سر په برخه به سخت فشاراحساس کوئ.

که پنځه شپې مسلسل ويده نه شوئ، د مغزد فکر کولو او تمرکز برخه موبېخي کم کار کوي، او داسې فکر به کوئ چې څوک درپسې دي او تاسې تعقيبوي مو.

په شپږ ورځې پرلپسې بې خوبي سره د کم خوب په لېونتوب اخته کېږئ، او بيا به د واقعيتونو درک نشئ کولای هرڅه او هرکار به درنه ګډوډېږي، د ځان توازن به نشئ ساتلی چې کېدای شي د مړينې لامل مو هم شي.

خو پوره او ۷ تر ۸ ساعته منظم خوب کول مو له دې ټولو مشکلاتو ساتي.

سرچينه: BBC NEWS

ژباړه ‎: ډاکټر مجتبی عزیزیار

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب