دغه مشروبات مو خیټه او اضافي وزن کموي

 که غواړئ له کوم ورزش او یا پرهیز پرته ځانګړی اندازه وزن په ځانګړی ډول خیټه کمه کړئ نو دغه درې مشروبات په دې برخه کې معجزه کوي او لږه موده کې زیاته اندازه وزن کمولی شي.

د نعنا یا ویلنې چای: د ویلنې پاڼې انسان د ګرمۍ په موسم کې تازه او فعال ساتي چې له دې سربیره د خیټې وزن کمولو کې هم ځانګړی اثر لري. د ویلنې چای له انسان سره مرسته کوي تر څو اضافي وزن له منځه یوسي او وزن زیاتوونکي خواړه په ښه ډول هضم کړي. د ویلنې چای وزن زیاتوونکي خواړه هضموي او وزن زیاتوونکی اثر يي له منځه وړي. د شپې لخو د ویلنې پاڼې په اوبو کې وایشوئ، له سړیدو وروسته يي په یخچال کې کیږدئ. د سهر لخوا جوړ شوی چای له بورې پرته وڅښئ.

د اناناس ځانګړی مشروب: یو اناناس د جوس جوړونې په ماشین یا جوسر کې واچوئ، لږه اندازه سړه اوبه هم په کې زیاته کړئ. دغه مشروب کې وزن کموونکي ځینې نور مواد لکه د کتان دانې یا زړي هم زیاتولی شئ. د کتان تخم یا زړي ځانګړی ډول مواد لري کوم چې کولی شي د بدن اضافي وزن په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

اناناس زیاته اندازه بروملېن (Bromelain) نومې انزایم لري کوم چې د پروتین په هضم کې مرسته کوي او د هضم شوي خواړه وزن زیاتوونکی خاصیت له منځه وړي.

شین چای: شین چای د ګټورو مشروباتو پاچا یا سلطان ګڼل کیږي. د شین چای ورځنۍ استعمال د سرطان خطر کموي او د زړه د مختلفو ناروغیو مخه نیسي. د ځینې څیړنو پر بنسټ دغه مشروب د اکسیډنټ ضد (Antioxidant) ځانګړی خواص لرلو سره د خیټې د غټیدو مخه نیسي. که یو ګیلاس شین چای له ورزش څخه وړاندې وڅښئ نو د ورزش پر مهال به ډیره چټکی سره اضافي وزن کم کړئ.

your ads

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب