د غاښ ایستلو تر مخه او وروسته باید څه وکړو؟

که دغاښ ایستلو وروسته ډیره وینه توییږي، مونږ باید څه وکړو؟ د تورو چایو او غاښ ایستلو تر منځ ربط څه دی؟ د پاړسوب مخه څرنګه نیولای سو؟ په کومه ورځ چې مو غاښ ویستلی، په هغه ورځ لوبي او ورزش وکړو کنه؟ او ځیني نوري پوښتني به دلته جواب شي.

کله چې یو انسان غاښ وباسي، نو طبیعي ده چي په خوله کي به یو زخم جوړیږي، او د هغه سره تړلې ده چي وینه به ډیره کوي، پاړسوب به کوي، درد به کوي، او دا ټول تر ۳ ورځو پوري طبیعي بلل کیږي، خو که تر دې زیات شي بیا باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

عموما د درد څخه د خلاصون لپاره ډاکټر دواوي ورکوي، او همداسي نوري لاري چاري مریض ته ورښيي، چي عمل باندي کول لازمي دی، دلته یو څو داسی لاښوني درته ښيو چې عموما یې ډاکټر خپل مریض ته توصیه کوي، او هم یې باید مریض په پام کي ولري.

۱- خوله وینځل

په کومه ورځ چې غاښ وویستل شي، په هغه ورځ د خولې پرې منځلو څخه باید ډډه وشي، او نه باید ډیر وتوکل شي، او نه باید په خوله کي نور سوائل غړغړه شي، بلکي باید په خوله کي چي کوم لعاب راځي، هغه تېر کړه شي، که څه هم په اول کې به لږ د وینو خوند ورسره ګډ وي، خو ددغه لعاب تیرول لازمي دي، ځکه چي د توکلو سره هغه زخم چي د غاښ ویستلو وروسته جوړ شوی، بیا بیا تازه کیږي، او دوینو بهیدنه همداسي دوام کوي، او کیدای شي وروسته د شدید درد لامل هم شي.

۲- د زخم په ځای کي پمبه ايښودل

کله چي غاښ وایستل شي، ډاکټر د زخم په ځای کي پنبه ایږدي چي د نیم ساعت لپاره یې پر زخم باندي ټینګ نیول لازمي دی، او باید د زامي په مقابل اړخ باندي ټینګ زور وکړه شي.

۳- خوراک

د غاښ ویستلو وروسته باید تر دوو ساعتونو پوري د هر قسم خوراک څخه ځان وساتل شي، او د هغه وروسته باید نرم ، یخ او ساده خوراک وشي، د ګرم خوراک څخه باید جدي اجتناب وشي، او همداسي په خوراک کي باید داسي واړه واړه سخت اجزا نه وي، لکه په آیس کریم کي وړوکي چاکلیټ، او یا بادام او پسته، خو که ساده آیس کریم وي، نو ډیره ګټه لري، ځکه یو خو نرم خوراک دی او بل یخ دی، چی د وینو په دریدلو او د خولې خوند په ښه کولو کي مثبت رول لوبولای شي.

۴- سګریټ څکول

هسی خو سګریټ باید هیڅ کله هم ونه څکل شي، خو که څوک په اخته وي، نو هغوی باید د غاښ ویستلو وروسته اقلا تر ۳ ساعتونو پوري باید سګریټ ونه څکوي، او ډیره ښه خبره به وي که تر یوې مکملې ورځي (۲۴ ساعته) پوري ځیني ډډه وکړي.

۵- لوبي او ورزش

په کومه ورځ چې غاښ ویستل شوی وي، په هغه ورځ د بدني سختو ورزشونو لکه ځغاسته، سایکل چلول، لامبو وهل او یا نور ورته ورزشونو څخه باید ډډه وشي، او همداسي باید د لمر څخه ځان وساتل شي او ډیر وخت په لمر کي تیر نه کړل شي.

۶- توري چاي

که د غاښ زخم څخه یو ځل بیا وینه بهېدل پېل شول، نو ښه خبره داده چي په تورو چایو لړلې پمبه او یا هم خپله دتورو چایو هغه وړه خلطه چي په ګلاسونو او ترموزونو کې اچول کیږي، د خپل تارونو او نور شیانو څخه جلا کړل شي، په اوبو کي ډوبه کړل شي، تر څو یې توري چايې لمدې شي، او بیایې د تورو چایو سره د زخم ځای ته واچول شي، او دمقابلې زامي له خوا غاښونه باندي را کلک کړل شي، د نیم ساعت لپاره که داسي ونیول شي، امید شته چي وینه بهېدنه یې ختمه شي.

په تورو چایو کي داسي مواد شته تر څو د وینو په رګونو تاثیر وکړي، او د وینې بهېدنه کمه یا بنده کړي.

۷- یخۍ

او همداسي که زخم وینه کوي، نو که خوله په ارامه سره په یخو اوبو ومینځل شي، او بیا په یو پلاستیک یا ټوکر کي پيچلی یخۍ د بهر له خوا د زخم پر ځای د لسو دقیقو لپاره کېښودل شي، او بیا لس دقیقې لیري کړه شي، او بیا د لسو دقیقو لپاره کیښودل شي، په دې سره به هم وینه بهېدنه کمه شي، او هم به زامه د پاړسوب څخه خوندي شي.

۸- خوله پرې منځل

په کومه ورځ چی غاښ ویستل شوی، په هغه ورځ د خولې پرې منځل ممنوع دي، خو په دوهمه ورځ یې په ارامه او ساده اوبو باندي چي مالګه په کښي اچول شوي وي، د هر خوراک وروسته او د خوب تر مخه پرې منځل ښه کار دی، اقلا باید په ورځ کي دوه یا درې ځله داسي پرې منځل تکرار شي.

۹- مصنوعي غاښونه

که چا د غاښ ویستلو سمدستي وروسته بدل یا مصنوعي غاښونه ایښي وی، نو د اولو ۲۴ ساعتونو لپاره هغه باید له ځایه ونه خوځول شي، او نه باید د وینځلو لپاره را وباسل شي.

۱۰ – بیړنۍ حالت

د غیر عادي او بیړني حالتونو او مشکلاتو سره د مخامخ کېدو په صورت کي باید روغتون ته ځان ورسول شي، او همداسي باید هغه ټولي لارښوني عملي شي چي د ډاکټر له خوا مریض ته ښودل کیږي، ځکه هر مریض ځانته ځانګړي خصوصیات لري، او ډاکټر هغو ته په کتو سره هغه ته ځانګړي لارښوني هم کولای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب