
د حمل ضد درملو د كارولو حكم؟
پوښتنه:
که چیرې د ميرمنې د ژوند او صحت په نظرکې نیولو لپاره بعضې درمل او یا هم هغه نورې وسیلې وكارول شی د اسلامي شریعت له نظره چه حکم لري؟ ډیره مننه.
د یوه ښه ځواب په هيله ځواب په هیله
ځواب:
د اسلامی شریعت له نظره د ښځې د ژوند او روغتيا د پاملرنې لپاره د درمل او یا داسې نورو وسایلو كارول چې د ولادتونو په منځ كې وقفه راولی د ماهر مسلمان ډاګټر په مشوره چې ميرمنې ته د شنډوالي او یا بل څه زيان د رسولو لامل نه شي، جایز دي. ځکه چې په صحيح بخاري کې له جابر رضی الله عنه څخه داسې روايت راغلى دى:
(كُنَّا نَعْزِل القران ينزل) (صحیح البخاری)
ژباړه: مونږ به عزل کاوه او قرآن کریم د نازلیدو په حالت کې وو (یعنې که دا کار منع او ناروا وای نو مونږ به ترې منع شوی وای) د عزل د مانا دا ده چې نارينه د انزال پر وخت خپلې اوبه د میرمنې د رحم نه د باندې توی کړی.
نو عزل هم یو له دغو وسیلو څخه دی چې د ولادتونو تر منځ د وقفې په موخه کارول کیده.
خو دا بايد پدې عقیده نه وي چې که اولاد مې زیات شي نو روزي رسول ورته ګران دي. او يا هم د اوسنيو استعماری قوتونو د اوږدې استراتیجۍ د خدمت په موخه هڅه وشي نو بيا پدې صورت کې دا مساله د تنظیم النسل په ځای د تحدید النسل بڼه غوره کوي او پدې توګه د اسلام دښمنان غواړي چې په راتلونکې كې د مسلمانانو نسل کم شي.
لنډه دا چې د نسل تنظیم یا په بل تعبیر د روا موخو لپاره د اولادونو تر منځ وقفه کول روا او د نسل تحدید یا بندول د استعماري موخو لپاره یا د عقیدې د کمزورۍ له کبله ناروا او حرام کار دی.
مفتي: مولوي محمد امان رسولي