د هندوراس حکومت یو چرګ زندان ته اچولی

د هندوراس حکومت پولیسو په یوه بیخې بېساري کړنه کې یو چرګ د دوو نفرو ترمنځ د شخړې د را پیدا کولو په جرم زندان ته اچولی او وایي د دواړو کسانو تر پخلاینې وروسته به دا چرګ هم خوشي کېږي.

ویل کېږي دا جالبه او خورا حیرانونکې پېښه وروسته له هغې را منځته شوه، چې دغه چرګ د تروخیلو د ښار په اړونده سیمه کې د یوه نفر باغ ته ورننووت او په لوړ غږ یې آذان وکړ،کله چې د باغ خاوند خپل ګاونډي ته د چرګ شکایت وکړ ،نو د هغوی دواړو ترمنځ لانجه رامنځته شوه.

د سیمې اوسېدونکو چې د چرګ له امله د دواړو کسانو لانجه او اخ و ډب ولیده او هغوی یو بل ته د وژلو ګواښ هم وکړ، نو پولیس راغلل او د معلوماتو له کولو وروسته یې چرګ زندان ته واچوو او دواړو کسانو ته یې وخت ورکړ، چې سوله وکوي او سره پخلا شي کنه نو چرګ به یې تر هغو بندي وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب