د لمانځ فرضونه

د لمانځه فرضونه:

دلمانځه ديارلس فرضونه دي  چه اوه دلمانځه څخه بهر او شپږ  په لمانځه  کښې  د ننه دي  کوم چه دلمانځه نه بهر دي هغه ته دلمانځه شرطونه وايي  اوکوم چه په لمانځه کې دننه دي  هغه ته دلمانځه ارکان وايي .

د لمانځه شرطونه:

پدې شرطونو کې که يو هم پاتي  شي لمونځ نه صحی کيږي .
۱- په وخت لمونځ کول : دوخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحی کيږي .
۲- دبدن پاکوالی : يعنی دلمونځ کونکي  بدن به دحقيقي او حکمي ناپاکی نه پاک وي که اودس نلري  اودس به کوي او که غسل نلری عسل به کوي  او که په بدن يې  پليتی وي هغه به مينځي .
۳- دجامو پاکوالی : جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي  هغه به پريمنځي .
۴- دلمانځه  دځای پاکوالی: که فرش ،جاينماز  او يا ځمکه وي  هغه به پاک وي .
۵- ستر عورت  : بدن به په جامو پټ وي دنر لپاره کم نه کم  دزنګون  څخه تر نامه پورې  او دښځی ټول بدن بغير  لاسونو ،مخ او پښو نور ټول  بدن عورت دی  چه جامه به نازکه نه وي  چه دبدن  کوم ځای ورڅخه ښکاره نشي   دګاج  ټکري سره لمونځ نه کيږی ځکه دهغه نه ويښتان اونورځايونه  ښکاريږي  .
که دنر دپښو ښنګري پټ وي  لمونځ يې مکروه  دی اوکه دښځی ښنګري  ښکاره شې  لمونځ يی مکروه دی .
۶- مخامخ قبلی دريدل :
۷- دلمانځه نيت کول : نيت خو همغه دزړه اراده ده  خوپه ژبه کول بهتره دی.

د لمانځه ارکان:

د لمانځه ارکان شپږ دي . 

۱-  تکبير تحريمه  – يعنی دنيت تړلو په وخت کښې الله اکبر .

۲- قيام – يعنی د سبحان  اللهم – الحمدالله او سورّة لوستلو لپاره په ولاړه دريدل .
۳- قرآئت – يعنی د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو سورت يا کم نه کم دری آيته  لوستل .
۴- رکوع
۵- سجده
۶- په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل .
که له شرطونو اوارکانو  يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ  نه صحی کيږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب