د حضرت عباس رضی الله عنه نصيحت
وهب بن منبه رضی الله عنه فرمايي: د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د سترګوديد لمنځه ولاړى يوه ورځ ما کعبې شريفي ته بوتى هلته چي ورسېدئ د يوې ډلي خلګو څخه د جګړې اواز راتلى ماته يي وويل ما دغه طرفته بوزه نو ماهلته بوتى ده مبارک درسېدو سره سم سلام ووايه هغو خلګو دده څخه د کښېناستلو غوښتنه وکړه ده انکار وکړى او وې فرمايل تاسو ته معلومه نه ده چي د الله جل جلاله د خاصو بنده ګانو ډله هغه خلګ دي چي د الله جل جلاله د ويري څخه خاموشه وي حال داچي هغه خلګ نه عاجزه او نه ګونګيان وي بلکي ښه پاکي خبر ي کوونکي وي، ويونکي وي، پوهه لرونکي وي خو د الله تعالي جل جلاله لوى ذکر ددوى زړونه حيران کړي وي ددغه و جهي څخه يې زړونه مات وي او ژبي يې خاموشه وي کله چي دوى ته په دغه حالت کي پوخوالى پيدا سي نو نېک کارونه په چابکۍ سره کوي. ( اې خلګو ! ښه کسان خو داسي وي لکه چي ومي ويل) نو تاسو و لي دومره لېري سوي ياست ؟ يعني اوازونه مو پورته کړي دي .
وهب بن منبه رضی الله عنه فرمايي ددې څخه وروسته مادوه کسان هم يو ځاى ونه ليدل.
فايده: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه به د الله جل جلاله د ويري څخه دومره ژړل چي هروخت به يې په مخ کي داوښکو دبهېدو له امله دوې نښي د نالو په څېر معلومي وي .
په پورتنۍ قصه کښي عبدالله بن عباس رضی الله عنه د نيکو کارونو لپاره يوه اسانه تګلاره وښودل هغه دا چي هر څوک د الله جل جلاله د لويي فکر وکړي د هغه لپاره هر ډول نېک کار اسانه وي او بيا هغه يقناً د اخلاصه ډک وي که موږ په شپه او ورځ کښي يعني ٢٤ ساعته کښي په دغه ډول يولږ فکر وکړو نو دغه ګران کاردى ؟
[irp][irp][irp]