ابوطلحه الانصاري رض؛ له زرو کسانو غوره انسان

نسب یي:

زَيْد بن سَهْل بن الأسْوَد بن حَرَام بن عُمَر بن زيد مَنَاة بن عدِيّ بن عَمْرو بن مالك بن النجار أبو طلحة الأنصاري الخزرجي النجاري.

زوکړه:

۳۶کاله مخکې له هجرت څخه په مدینه منوره کې زېږېدلی دی، د ام سلیم (الرمیصاء بنت ملحان النجاریه) په واسطه په اسلام مشرف شوی دی، ام سلیم یوه فاضله، هوښیاره، ځیرکه، مسلمانه بي بي وه، دا چې یوه ښځه د خلقت (پیدایښت) او اخلاقو په لحاظ تر ټولو غوره وي او د کمال ټول صفتونه پکې راټول شوي وي، نو دا څومره غوره ده، حال داچې دا ټول اوصاف پکې موجود وو، او د ښې ښځې په اړه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ. (رواه مسلم)
ژباړه: دنیا متاع ده او د دنیا غوره متاع نېکه ښځه ده.

کله چې د یو مسلمان سړي صالحه ښځه نصیب شوه، نو ده ته د دنیا غوره مال ورکړل شو او چا ته چې د دنیا غوره مال ورکړل شو نو دی د دنیا سردار شو. دا ځکه چې داسې ښځې بیا خپل خاوندان د نېکو او ښو چارو ته متوجه کوي او له بدیو څخه یې ژغوري نو ام سلیم هم د دغسې ښځو له جملې څخه وه، په هرحال کله چې هغه کونډه شوه نو زید بن سهل ترې د واده غوښتنه وکړه، هغې ورته شرط کېښود که چېرې اسلام قبول کړې نو زه به درسره واده وکړم او مهر به هم درنه وانخلم ستا اسلام به زما مهر وي.

کله چې دغې مبارکې بي بي زید ته د اسلام بلنه ورکړه هغه یې بلنه ومنله او اسلام یې قبول کړ او بت پرستي یې پرېښوده، اسلام یې ښایسه شو او په دویمې عقبې کې ګډون کړی (العقبة الثانیة) کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دویمه عقبه کې د یثرب (مدینې منورې) د مسلمانانو لپاره نقیبان ټاکل په هغو دولسو کسانو کې یو هم زید بن سهل ؤ. له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په ټولو غزاګانو کې ګډون کړی دی او یو د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د احد په غزا کې ثابت قدمه پاتې شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې قوي دفاع کوله او ځان یې ورته سپر جوړ کړی ؤ. دغه مبارک صحابي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دفاع کې د احد په غزا کې درې لیندۍ ماتې کړې او له رسول لله صلی الله علیه وسلم څخه یې په ډېره مېړانه دفاع وکړه. یقینا چې ابوطلحة انصاري رضي الله عنه ډېر زړور او بهادر صحابي ؤ.

دغه جلیل القدر صحابي د عثمان رضي ترخلافته ژوندی ؤ او د اسلام لپاره یې ډېرې منډې کړې دي او په مختلفو جګړو کې یې د الله تعالی د کلمې د اوچتوالي لپاره هلې ځلې کړي دي. کله چې د عثمان بن عفان رضی الله عنه په زمانه کې مجاهدینو د یوې بحري جګړې لپاره تیاری نیوه، نو زید بن سهل رضی الله عنه هم د سفر لپاره ځان تیار کړ، زامنو یې ورته وویل: (ای پلاره! الله تعالی دې پر تا رحم وکړي، ډېر بوډا شوی یې، تا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په غزاګانو کې ګډون وکړ، بیا دې له ابوبکر او عمر رضی الله عنهما سره په جنګونو کې ګډون وکړ، اوس ته استراحت ته اړتیا لرې مونږ ستا پر ځای جنګ ته ځوو) پوهېږئ چې هغه خپلو زامنو ته څه ځواب ورکوي؟ ځکه د هغه زړه غوښته چې په بحر کې جهاد وکړي.

خپلو بچیانو ته وایي: الله جل جلاله فرمایي: {انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ} [التوبة : 41]

ژباړه: (تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ).

او بالآخره یې د هجرت په ۳۴ کال له دې فاني نړۍ څخه په داسې حال کې سترګې پټې کړې، چې د جهاد په سنګر کې ؤ، ډېر سپین‌ږیری شوی ؤ او په یوې بحري جګړه کې په جنګ بوخت ؤ، چې خپل رب ته یې روح وسپاره او بیا له ۷ ورځو څخه وروسته په یوه جزیره کې خاورو ته وسپارل شو. په یو حدیث شریف کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د زید بن سهل په هکله فرمایي: (لصوت أبي طلحة في الجيش خير من ألف رجل)
ژباړه: د ابوطلحه غږ چې په کوم لښکر کې وي هغه له زرو سړیو څخه غوره دی.

لیکنه: سردارمحمد دیندارخېل /اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب