په اسلام کې د دعوت اهمیت

د  دعوت  لغوي معنٰى رسول دي په شرعي اصطلاح كې د الله ج احكام او د پاك نبي مباركې طريقې رسولوته تبيلغ وايي خواه مسلمانانوته دى اوكه كفاروته.
كفاروته  دعوت  دادى چې د اسلام بنيادي اصول په پوره وضاحت اوشفافيت د دوى په وړاندې كيښودل شي، چې د ډېر غور او فكر څخه وروسته د اسلام په حقانيت اعتراف ته مجبور شي، لكه چې په اوسني دور كې يې ډيرې بيلګې په خبري رسنيوكې ترسترګو كيږي.  مسلمان ته  دعوت  كولو كې بدعملي اواخلاقي كمزوري چې د مسمانانو په ټولنه كې كه خپرې وي اوياپه راتلونكې كې ورسره خلك مخامخ كيږي، د ترهيب او ترغيب په واسطه محوه اونابودې او د دين احكام وريادكړل شي.

د  دعوت  عظمت:

د قرآنكريم په حواله  دعوت  يو ډېرعظيم ركن بلل شوى دى.  نبي پاك ته الله ج  فرمايي: ژباړه اې رسول الله(۱) ستا درب له طرفه چې تاته كوم حكم نازليږي هغه نورو خلكوته ورسوه.
زموږ ايمان دى چې په نبي كريم د نبوت سلسله ختمه شوې ده نو د نبي پاك له رحلت وروسته دا فريضه د ده امت ته نقل شوې ده. الله ج ارشاد فرمايي: ژباړه (۲) تاسو بهترين امت ايستل شوى ياست چې خلكوته به په نيكى امركوئ اوله بديو څخه به يې منع كوئ. خداى مه كړه كه مسلمانان لدې فريضې بي نيازه شول، د دې امت بهتري هم ورسره له منځه ځي، ځكه چې د امت بهتري په دعوت باندې ولاړه ده.
د بل ارشادژباړه: (۳) په تاسوكې يوټولى ضروري دى چې هغه به په ښوكارونو امركوي اوله بدوكارونو څخه به خلك منع كوي او همداخلك كامياب دي. نو كاميابي همداراز په دعوت پورې تړلې ده.  په سوره  عصركې الله ج فرمايي: ژباړه (۴) قسم په زمانه چې يقيناً انسان په تاوان كې دى بې له هغوخلكو چې ايمان يې راوړى او نيك عملونه كوي په خپل منځ كې يوبل ته د حق وينا كوي او يوبل ته د صبرتوصيه كوي لدې ارشاد څخه داسې څرګنديږي چې يواځې د خپل ځان په اصلاح داسلام غوښتنې نه پوره كيږي ترڅو د نورو خلكود  نيك جوړيدو مهنت ونه كړل شي او له بديو څخه يې مخنيوى ونه شي.

د احاديثو په رڼاكې د دعوت اړتيا

ژباړه (۱)  ورسوئ زماله اړخه اګركه يوايت هم دى د حجة الوداع په موقع نبي پاك وفرمايل ژباړه (۲) پس ودې رسوي حاضرين غايبنوته.  ژباړه كه له تاسوچانه وړه كاروليد هغه په لاس منع كړئ كه د لاس زور يې نه و نو د ژبې په وسيله يې منع كړئ اوكه د ژبې همت هم ورسره نه و نوپه زړه سره يې بد وګڼئ او همدا ډېر كمزورى ايمان دى.   بل ارشاد دى تاسو د منكراتو په بندولوكې هپڅكله هم  ډيل مه كوئ تردې چې ظالم د لاسه ونيسي او حق ته يې راولي.

د دعوت نه كولو ناوړه اغېزې

 نبي پاك ارشاد فرمايي ژباړه كه په كوم قوم كې چا ګناه كوله او قوم سره له قدرته دغه سړى له كناه څخه منع نه كړ نو په دوى به له مرګ وړاندې په دنياكې عذاب مسلط شي. (۲) ژباړه خلكو د الله ج ارشاد دى چې تاسوبه په نيكى امر كوئ او له بدي منع كوئ كه نه داسې وخت به راشي چې تاسو به له ما دعا غواړيى او قبليږي به نه ، تاسو به د دښمن خلاف له مانه مرسته غواړئ زه به ستاسوكومك اومرسته نه كوم (۳) ژباړه : كوم وخت چې زما امت دنيالوى شئ وګڼي د اسلام محبت به يې له زړو خارج شي او كه امربالمعروف اونهي عن المنكر پريږدي د وحي له بركاتو څخه به محروم شي او كله چې تاسو په خپل منځ كې بيهوده خبرې رواج كړئ نودالله ج له نظر څخه به وغورځئ له پورتنيواياتونو او احايثوڅخه د  دعوت  اهميت او ضرورت پداسې شكل واضح  شو چې په پريښودلو يې د يني او اخروي تاوانونه اوړي له همدې كبله په مسلمانانو واجبه ده چې د دين د سربلندى د نيكۍ د خپرولو د فحاشيو او بدكاريو څخه د ټولنې پاكول اوله بېخه ايستل هغه لاملونه دي چې د  دعوت  له لارې صورت نيسي نبي پاك د  دعوت  اهميت لپاره يو ساده مثال بيان كړى دى فرمايي: د هغه چامثال چې په حدود  دالله ولاړ دى نسبت هغه چاته چې د الله له دين سره زياتى كوي دهغه دوه چته بحري بيړۍ دى چې په دواړو چتونوكې وګړي ځاى پرځاى دي د لاندينۍ طبقې خلك د اوبو دلاس ته راوړو لپاره پاسيني چت ته خيږي اخر د دې فيصله وكړي چې زموږ په باربار جګيدوكې زموږ لپاره هم تكليف دى  او دپاسيني چت د خلكو مزاحمت هم كوو، موږ تاسو بۀ د كيشتۍ په لاندينۍ برخه كې يو سورى وكړو د اوبو اړتيا به د بحرله اوبو كوو پدې صورت كې كه پورتني خلك لانديني خلك منع نه كړي نو د كيشتۍ د ډوبيدو په قضيه  كې دواړه ټولى خلك غرقيږي كه دوى منع كړې دواړه بچ پاتې كيږي.

ګټور دعوت كوم دى؟

داچې زموږ دعوت او  دعوت  ډېرګټور او موثر وي بايديوڅو ټكي په پام كې ونيسو.
(۱) اول حكمت  اوتدبر: الله ج فرمايي ژباړه: تاسو خلك د الله ج لارې ته په پوره پوهه او عمده نصيحت سره را وبولي او له دوى سره بحث او مناظره په ښكلې طريقې سره كوئ.
لدې مبارك ايت څخه درې عمده اصول چې
(الف)  حكمت اوتدبر (ب)  وعظ حسنه (ج) مناظره په احسنه طريقه،  دعوتګر  چې كله خپل پيغام خلكوته رسوي نو چاپيريال بايد ترنظر تېركړي په داسې انداز خپل مطلب بيان كړي چې اوريدونكي ته منل اسان شي،  عرض داچې دلايل اوبراهين راوړي او په حاكيمانه توګه د مخاطب ذهن خپل كړي په لنډ ډول موقع پيژندنه  او خلك پيژندنه ډېره ضروري ده.
عمده نصيحت د وعظ په معنىٰ دى اوپه اصطلاح كې د همدردۍ خيرخواهۍ سره سره د نيك كارپه لور بللو ته وايي د وعظ سره د حسنه قيد لګولوفايده داده چې نصيحت بايد نرم او دل نشين انداز كې وي. مثلاً كله سړى د همدردۍ او خيرخواهۍ طرف ته بلنه كوي خود هغه لهجه ترخه، سيكه او زړه ماتونكي ده نولدې سره دعوت بي اثره كيږي.

د مناظرې ضرورت

كه په حكمت تدبراو حسن وعظ كې د مناظرې اړتيا پيداشوه نو داهم بايد په ښكلې طريقې سره وي. د مثال په توګه په بحث كې بايدغصه نه وي خپل ځان بايد له مقابل لوري لوړ ونه ګڼې بلكې يواځې دالله ج  د رضاء  او دكلمة الحق د اوچتولو په خاطربايد هڅه وكړو د مخالف لوري دلايل  د منطقي او شرعي دلايلو ردكړى نه په كوتك اوسخته وينا.
۴- نرمي اوملاطفت :  دعوتګر  بايد نهايت په نرمۍ سره خبره وكړي كه مخاطب هرڅومره سركش وي نرمي به پكې ښه تاثيرپيداكړي.
الله ج د فرغون په شان سركش او مغرور انسان ته هم د موسى ع په توسط اشاد وفرمايه ژباړه: تاسو ووياست فرعون ته نرمه اوپسته خبره ښيي نصيحت قبول كړي يانې  له خدايه وډارشي.
دعوتګر  بايدنرمي  خپل  اصول جوړ كړي د سختې خبرې او د بدتاميزۍ نه دې په كلكه ځان وساتي ځكه د نبي پاك د نرمۍ په معجزانه كوششونو سره انسانان ډله ډله په اسلام كې داخليدل الله ج ورته وفرمايل  ژباړه: اى محمدص د الله ج د  رحمت په بركت ته دوى ته نرم مزاج يې كه ته سخت خويه او سخت زړى وى نو خلك به له تا نه تښتيدل.
 ۵-  دين په اسانه طريقه بيانول رسول اقدس ص معاذ بن جبل او ابوموسى الاشعري (رض) يمن ته د  دعوت  لپاره ليږل
لومړى نصيحت هغوى ته داوژباړه:
زيرى وركوى خلك مه متنفره كوئ، اساني كوئ او سختي مه كوئ دا اصول د  دعوتګر  د كاميابۍ روح دى.
۶- زيرى وركول د الله ج د رحم كرم شفقت د بيان څخه د خلكو زړونه د اميد څخه ډكيږي، خوشاليږي او په مينه دعوت قبلوي، برعكس د عذاب عتاب د دوزخ د سختيو په يادلوسره زړونه مايوسه كيږي او خوف زده كيږي.
۷- د زړونو محب:  دعوتګر  چې د اسلام طرف ته بلنه كوي نو اسلام  ته د خوش بين انسان سره په ډېره مينه اوشفقت او غمخورۍ سره سلوك وكړي د دې لپاره چې د ده شريفانه جزباتونه مشكوره شي عناد او ضد وغورځوي او د دعوت قبوليت ته تيار شي له همدې كبله له نورو مسلمانانوسره بايد همدارنګه مالي اوځاني مرسته وكړى شي چې زړونه يې اسلام ته مايل شي.
۸- عاجزي او بردباري:  د  دعوتګر  لپاره ضروري ده چې په هرنګه حالاتو كې د يوه پهلوان په شان تحمل اوعاجزي وكړي لدې نه بي غير د فساد او فتنې ګمان ډېر دى، الله ج فرمايي ژباړه: هغه چاته چې د الله سوا د بل چا عبادت كوي ( مشركينو ته) سپكې سپورې بدې مه وايى دوى به په نادانۍ كې ستاالله ته سپكې سپورې ووايي همداوجه ده چې  دعوتګر  نه يواځې خپل نفس او مال د خداى ج په لار كې خرچ كوي بلكې خپل عزت ابرو هم د الله ج په دين قربانوي چې دا د الله ج په نزد عظيمه قرباني ده.
۹- عملي نمونه:  د  دعوتګر  لپاره ترټولو ضروري دا ده چې د كوم شي دعوت بل ته وركوې نو لومړۍ بايد په هغې مسئلې دۍ مكمل عامل وي، كنه دعوت بي اثره كيږي، مطلب داچې داعي يواځې بايد د خبرو غازي نه وي بلكې د كردار او عمل مجاهد وي. نبي كريم ص هله خلكوته د فرايضود پوره كولو توصيه كوله چې خپلې مباركې پښې به يې په نوافلو وپړسيدې د الله په لاره كې به يې هله حكم كوو چې د ده په نغري كې به دوې مياشتې هم اور نه ؤ بل شوى، نبي پاك به د جهاد په ميدان كې د خپلې اتلوالۍ جوهر وښودو او يابه يې خلكوته د بهادرۍ   دعوت  كوو نو له دې وجې خلك د لمانځه پابند د الله په لار كې د خرچ كولو اود الله په لار كې سر په كف مجاهدين جوړ شول.
۱۰- يو عمده اصل د  دعوت  دادى چې  ټول احكام به په يو وار نه بيانوې بلكې نوبت په نوبت.  نبي پاك معاذ رض   يمن ته ليږلو په وخت وفرمايل ته يهودو اونصاراؤ ته له هرڅه وړاندې بلنه وركړه چې د الله ج سوا بل معبود برحق نشته او محمد ص د الله رسول دى.كله يې چې دا خبره ومنله، نو بيا ورته د  لمانځه حكم وكړه….
۱۱- په مشترك خبرو علم: كه چېرې غير مسلم قوم ته دعوت وركول كيږي نود خبرو پيل بايد په هغوخبرو وشي چې د اسلام او رابلونكي قوم په منځ كې شريكې وي، مثلاً په ال عمران   سورت كې الله ج ارشاد فرمايلى ژباړه: اى اهل كتابو تاسو هغې خبرې طرف ته راشئ چئ زموږ اوستاسو ترمنځ شريكه ده. چې موږ د الله ج نه سوا د بل چا عبادت نه كوو او له ده سره كوم شريك نه جوړوو اود الله نه علاوه بل رب نه منو.
د دعوت په وخت كې فوري بايد د بل مذهب ترديد ونه كړل شي بلكې د اسلام بنيادي اصول په واضحه توګه بيان شي چې مقابل په روحي لحاظ د اسلام قبوليت ته تيارشي.
۱۲- د مسلمان عزت:  دعوتګر  چې كله د نيكۍ تلقين كوي د دې لپاره چې نهايت اكرام ضروري دى خداى ج مه كړه چې يوانسان د بل انسان د بد عملۍ په وجه تحقير وګنل شي  مثلاً كه كوم ماشوم په ګندګۍ كې وغورځيږي نو موږ هغه حقير او ذليل نه ګڼو، بلكې هڅه كوو چې هغه پاك او ستراكړو عرض داچې د انسان ذات بايد په سپكه سترګه ونه كتل شي البته هغه اخلاقي نجاست چې د ده پربدن پورې يې تعلق نيولى د خيرخواهۍ په دعوت سره ليرې كړى شي.
۱۳- جبراوزور نه كارول:  دعوتګر  باندې د دعوت په وخت كې خپل پيغام په حكيمانه صداقت اونيك نيتى وړاندې كړي چون د  دعوت  اصلي مقصد د زړونو اصلاح ده نه د ژبې.
په زبردستۍ سره اقرار اخيستل طبيعي ده چې كله خبره په صداقت اوحقيقت د زړه له تله وړاندې شي هرو مرو اثركوي مثلاً يوه زوى مړي ښځه چې د هغې د زړه ټكړه په حق رسيدلي وي نو د دوى ژړا د زړه له تله رواځي نوموړې ته راغلي ميلمانه د دوى حقيقي غم له وجهې بي اختياره په ژړا كې درسره ګډون كوي برعكس د واده په خواږو كې هم يوه مثلي او رواجي ژړا اوريدل كيږي چې د همزولو د خندا سره بدرګه كيږي ځكه دا ژړا د غم نه ده كومه چې د زړه له تله راپورته كيږي.
۱۴- د  دعوتګر  صفات: ( ا) د  دعوتګر  لپاره دا ضروري ده چې پرخپله  وينا يې مكمل عمل دى.
( ب ) ښه اخلاق:  داعي يا رابلونكي ته لازمه ده چې كله خبرې كوي نو په خندا رويه نرمۍ او حكمت عملي سره دې د مخاطبينو رغبت د حق له خبرې سره پيداكړي غصه قهر يا تهديد بايدوه كړي.
( ج ) د داعي زړه بايدله اخلاص نه ډك وي:  دنياوي غرضونه اوچاپلوسي بايد ونه كړي.  بلونكى دې د اصلاح په نيت يواځې د الله د دين اطاعت په خاطر رابلونكي ته د دين دعوت وركړي.
( د ) علم دين: د دعوت د لازيات ګټور كيدو لپاره علم دين داسې مهم ركن دى چې داعي د خپل علم په زور كولاى شي چې په خاطب كې بنيادي اوښتون پيداكړي، د خلاف په صورت كې كيداى شي چې له ګټې نه نقصان زيات وكړي.
( هـ ) په نفسياتوپوه داعي چې هرنګه خلكوته دعوت وركوي كم تركمه بايد د دوى په افعالو او اخلاقو علم ولري پدې صورت كې دعوت ډېر ګټور ثابتيږي.
( و) ټولن پوهنه: په كوم قوم كې چې  دعوتګر  دعوت چلوي د هغه ځاى د حالاتو او رواجونو سره بايد بلد وي چې د دوى چاپيريال مثالونه وړاندې كوي چې هغوى ته پردى معلوم نه شي اود ده خبره په اخلاص او صداقت واوري.
( ز ) عاجزي او شكستګي:  دعوتګر  بايد په ډېره عاجزۍ او انكسارۍ سرد دعوت كاروكړي كه چېرې په زړه كې يې غرور پيداشو نو د اوريدونكوپه زړونو كې د حقارت جزبه پيداكيږي، او دابه د دعوت د كار لپاره په ضرر تمامه شي.


له پيوستون مجلې څخه په مننه-اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب