د حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ژوند لیک

د حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ژوند لیک

حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه د مالک(ابي وقاص) زوی او د أهیب لمسی دی، په خټه قریش او له هجرت څخه ۲۳ کاله دمخه په مکه مکرمه کې پيدا شوی دی، له عشره مبشره( په ژوندانه د جنت په زیري نازول شوو) صحابه کرامو څخه دی.

نوموړی صحابي چې له ماشومتوب څخه پاک خویه او نیک انسان ؤ د ځوانۍ په عمر (۱۷ کلنۍ) کې په اسلام مشرف شو، خو د خپلې مور او نورو خپلوانو سره له سخت مخالفت سره هم مخ شو، لیکن په خپل  اسلام او عهد ټینګ پاته شو، چې وروسته یې مدینې منورې ته د هجرت ویاړ هم په نصیب شو.

څرنګه چې حضرت سعد رضي الله د ځوانۍ په وخت کې د لیندو او غشو جوړولو په برخه کې کار کړی ؤ، له همدې امله په غشي ویشتلو کې سخت ماهر ؤ چې د دغه فن په برکت یې د رسول الله صلی علیه وسلم په ژوندانه او د هغه له وفات نه وروسته په اسلامي غزواتو کې سترې کارنامې ترسره کړلې.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څوکیداري

حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ددې ترڅنګ چې د الله په لاره کې د لومړني غشي ویشتونکي فضیلت یې حاصل کړی ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څوکیدارۍ(حراست) ویاړ یې هم په برخه ؤ.

عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَامِرِ بْنِ رَبِيعَةَ قَالَ: سَمِعْتُ عَائِشَةَ رضي الله عنها تَقُولُ: “كَانَ النَّبِيُّ سَهِرَ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ قَالَ: “لَيْتَ رَجُلاً مِنْ أَصْحَابِي صَالِحًا يَحْرُسُنِي اللَّيْلَةَ”، إِذْ سَمِعْنَا صَوْتَ سِلاَحٍ، فَقَالَ: “مَنْ هَذَا؟”, فَقَالَ: أَنَا سَعْدُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ، جِئْتُ لأَحْرُسَكَ. وَنَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم “. (رواه البخاري)

ژباړه: له عبد الله بن عامر بن ربیعة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي؛ ما له عائشې رضي الله عنها څخه  اورېدلي چې هغې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره د شپې خوب نه کولو، کله چې مدینې منورې ته راغی نو وه یې فرمایل: کاشکې زمونږ له ملګرو څخه یوه نېک سړي د شپې زما څوکیداري کوله، چې په همدې وخت کې مو د وسلې غږ واورېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکوله چې دا څوک دي، هغه وویل: زه سعد بن ابي وقاص یم ستاسو د څوکیدارۍ لپاره راغلی یم، له هغه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ویده شو.

د احد په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته وویل: د کفارو په لور غشي ووله؛ زما مور او پلار درنه ځارشه، په دغه سخته ورځ حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله ۱۰۰۰ دانې غشي د مشرکینو په لور وویشتل او د رسول الله صلي الله علیه وسلم له مبارک ذات څخه یې په کلکه دفاع وکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځانګړې دعاء په برکت الله جل جلاله د سعد بن وقاص رضي الله عنه دعاء قبلوله او د هغه نښه به هم په هدف لګېدله.

ځوان صحابي حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه د اسلام په تاریخ کې د فارس امپراتورۍ په خلاف د اسلامي پوځونو د سترې او برخه لیک ټاکونکې(قادسیې) جګړې د رهبرۍ له امله ډیر مشهور دی.

په دغه تاریخي جګړه د الله تعالی له فضل وروسته د نوموړي ځوان صحابي رضي الله د ښه عسکري پلان پر مټ د شمېر له پلوه لږو صحابه کرامو رضوان الله عنهم اجمعین په وسلو او وسایلو مجهزو شاوخوا ۲۰۰زره فارسي(ایراني) لښکرو ته تاریخي ماتې او شکست ورکړ، چې له همدې جګړې وروسته فارسیانو(ایرانیانو) د اسلامي لښکرو په وړاندې پښې ټینګې نه شوې، بلکې مسلمانان به یې دیوان بلل چې مقابله ورسره ناشونې ده او تېښته به یې کوله تردې چې د کسری(فارس) امپراتورۍ پلازمینه مدائن ښارهم د مسلمانانو په لاس فتحه شو.

د دعا قبلېدو یوه نمونه

د معاویه رضي الله د امارت پرمهال یوه کس حضرت علي، طلحه او زبیر رضوان الله علیهم ته ښکنځلې کولې، حضرت سعد رضي الله دغه ښکنځلمار کس ته وویل چې زما ورونو ته ښکنځلې مه کوه، خو هغه کس منع نه شو. حضرت سعد رضي الله دوه رکعته لمونځ وکړ او دعاء یې وکوله. چې ورسره یو اوښ راغلو د خلکو ترمنځ یې لټون کولو ترڅو یې هغه ښکنځلمار کس پیدا کړ او تر خپلې سینې لاندې يې کړ؛ تر هغو یې له ځمکې سره سولاوه چې مړ شو.

زمونږ د ننۍ کیسې اتل او ځوان صحابي حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه چې له ځوانۍ څخه د غشو اونیزو تر سیورو لاندې رالوی شوی ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور په څوکیدارۍ، د احد غزا په ورځ د مشرکینو د غشو باران، د قادسیې تاریخي غزا په ټولو سختو او هیبتناکو جګړو او لسګونو نورو غزواتو کې د جګړې له ډګرونو څخه روغ راووت؛ شهید نه شو.  د هجرت په ۵۵ کال مدینه منورې څخه پنځه میله لرې العقیق سیمه کې په خپل کور کې په داسې حال کې وفات شو چې شاوخوا ۳۰ اولادونه ورڅخه پاتې وو.

د جنت په زیري نازول شوی صحابي حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته دې الله جل جلاله په جنت کې عالي درجات نصیب کړي او اسلامي امت دې الله پاک تل په داسې ځوانانو ښاد لري. آمین

ژباړه: قدرت الله «تنها»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب