د حضرت خباب بن الارت (رض) تکليفونه

حضرت خباب بن الارت(رض) دهغه مبارکو هستو څخه دئ  چي خپل ځان يې و سختو امتحانونو  ته وړاندي کړى دئ او دالله(ج) په لاره  کي يې  ډير زيات تکليفونه تېر کړي دي نوموړى  هغه مسلمان  صحابي دئ چي د پنځو يا شپږو کسانو وروسته  دستي مسلمان سوى دئ  . دهمدې وجهي څخه ده مبارک ډېر تکليفونه  ګاللي دي . حضرت خباب> ته به د اوسپني  زغره  ور واغوستل سوه بيا به د غرمې په سختو ګرميو کي و غورځول سو  او د زحمت څخه به زياتي خولې  ترې بهېدلې کله به داسي وسوه چي ستوني ستخ  به پر ګرمو  ډبرو وغورځول سو چي د ډېره زحمته څخه به يې د ملا  غوښي ورستې سوې او توى به سوي  حضرت خباب(رض) د يوې  ښځي  مريى و کله چي  يې باداره خبره  سوه  چي خباب> د رسول الله(ص) سره ملا قات  کوي  نو دې به اوسپنه ګرمه کړه بيا به يې په دغه اوسپنه سر ورداغي  . يوه ورځ حضرت عمر فاروق> په خپل خلافت  کي د خباب(رض) څخه دده دتکليفونو پوښتنه وکړه  چي د اسلام  په لومړيو کي کافرانو  باندي تېر کړي وه  ده مبارک خپله ملا ښکاره کړه او وې ويل تاسو زما ملا و ګورى  عمر> چي دده  ملا وليده  وې ويل ما خو داسي  ملا تر اوسه  نه ده ليدلې  خباب> ورته وويل: کافرانو به زه پر اور وغورځولم کله چي به يې را پورته کړم  زما د ملا په وازګه   او وينو به  اور مړ سو ، دا داصحابو کرامو  ژوند ليک و دومري سختۍ يې تېرولې  ددې ددومره سختيو سره ـ سره  کله چي اسلام  ترقي حاصله کړه  دغه مبارکو اصحابو به ژړل  او ويل به يې چي هسي نه چي دغه  ترقي  زموږ  دتکليفونو بدله  وي او آخرت  ته مو شى  نسي پاته  ،  حضرت خباب> فرمايي : يوه ورځ  رسول الله(ص) د عادت خلاف  ډېر اوږد لمونځ وکړى  موږ پوښتنه ځني وکړه  چي يارسول ا لله(ص) !  دا څومره اوږد لمونځ و ؟ رسول الله(ص) راته وفرمايل  :  دا دويري او رغبت لمونځ و  پدې لمانځه کي ما و الله(ج) ته درې دعاوي  وکړې  دوې دعاوي قبولي سوې يوه نه سوه   قبوله  لومړۍ دعا مي  دا وه  چي يا الله(ج)زما امت  په قحط سالي سره مه هلاکوې  ، دا دعا قبوله سوه ، دوهمه دعا مي  داوه چي يا الله(ج)زما  پر امت باندي داسي ظالم آمر  مه مقرروې چي زما پر امت  دومره ظلمونه  وکړي چي بيخي يې ختم کړي ، دا دعا مي هم قبوله سوه ، دريمه دعا  مي دا وکړه  چي يا الله(ج) زما په امت کي خپل منځۍ جګړې مه اچوي  دا دعا نه سوه قبوله .

حضرت خباب> د اوه ديرشو کالو په عمر وفات سو  دى لومړى صحابي و چي په کوفه کي دفن سو  دده د مړيني وروسته حضرت علي(رض) دده وقبر ته ودرېدئ او وې فرمايل : پرحضرت خباب (رض) دي الله (ج) رحم وکړي په خپله خوښه مسلمان سو  په خپله خوښه يې هجرت وکړى  ژوند يې په جهاد کي تېر کړى او ډېر تکليفونه يې پر ځان  تېر کړل هغه څوک مبارک دى چي قيامت  ياد ساتي او د حساب لپاره تياري کوي  ، پر دومري مال  باندي صبر کوي چي  دده ګذاره  په کېږي  او خپل بادار يعني الله(ج) راضي کوي.([1])

فايده : په حقيقت کي د الله(ج) رضا ددغه کسانو  په برخه وه ځکه  دوى هر کار د الله(ج) د رضا لپاره کاوه .

([1] ) (اسدالغابة)

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب