که په نړۍ کې يوازې سل کسان اوسېدل؟

نن سبا د نړۍ د وګړو شمېر څه باندې اووه زره ميليونه کسان تشکيلوي، د نړۍ د نفوسو داسې په تېزي سره ډېرېدل د ځمکې د کرې او د نړۍ د هېوادونو لپاره په يوه ستره معضله بدلېدونکې چاره ده. په دې سره ځينې هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو وګړو نفوس کنترول کړي.
د بيزنيس اينسايډر په نامه مشهورې مجلې داڅېړنه کړې چې که د ټولې نړۍ د اوسني نفوس پرځای يوازې سل کسان په ګرده نړۍ کې اوسېدل او ځانګړنې، اسانتياوې او پرمختګونه یې د نننۍ نړۍ د انسان وې ، ځمکې به څه حال کې وه؟

شمېرې ښيي چې که په نړۍ کې سل نفره اوسېدل ،۵۹ به یې په اسيا کې اوسېدل، يو په استرالیا، لس په اروپا،شپاړس په افريقا ، شپږ کسان په لاتينه امریکا کې او يوازې ۸ کسان به په شمالي امریکا کې اوسېدل،موټرې به هم ډېرې کمې پيدا کېدې ،چې يوازې ۱۵ کسان به د موټرو څښتنان وو، او ۸۵ نورو به له نورو ټولو نقيله وسيلو کار اخيست، يوه کس به د ټولې نړۍ ۵۰ فيصده پپسې په کنترول کې وې، ۱۵ کسانو به د ورځې امدن له دوو ډالرو څخه کم و، او ۵۶ کسانو به د ورځې له دوو تر لس ډالرو د ورځې ګټلې، شپږو کسانو به د ورځې ۵۰ تر ۹۰ ډالره د ورځې بچت کول، او يوازې يوه کس به له ۹۰ ډالرو د ورځې ډېرګټل . په دې سل کسيزه نفوس کې به يوويشت ډېر چاغ و، ۶۳ به ښه روغتیا لرله، ۲۳کسانو به سرپناه ځای نه درلود او او ۱۳ کسانو به بيا پاکو اوبو ته لاس رسی نه وه . په دې سل کسيزه نفوس کې به يوازې ۷ کسانو پوهنتون ويلی و، ۱۷ کسان به په خاورو هم نه پوهېدل او نورو به بيا ليک لوست کولای شوای. ۷۸ کسانو به برېښنا لرله ۲۲ نورو به نه لرله، جالبه دا وه چې ددې سل کسيز نفوس ۸۰ کسانو به موبايل ټليفون ته لاس رسی درلود.
په دې سل کسيز نفوس کې به ۳۳ عيسويان و، ۲۲ به مسلمانان،۱۴ هندوان،۷ بودايان،۱۲ به په نورو دينونو باور درلود، او ۱۲ نور به په مذهب نه پېژندل کېدل.
۲۶ کسان به تر ۱۴ کلنۍ پورې رسېدل،۶۶ به له ۱۵ تر۶۴ پورې عمر درلود،او ۸ کسان به له ۶۵ کلنۍ څخه پورته وو.
—–
۲۰۲۱ ز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب