د حضرت ابو طلحه رضی الله عنه په لمانځه کښي د فکر راتلو په وجه باغ وقف کول

حضرت ابو طلحه رضی الله عنه يوه ورځ په باغ کښي لمونځ کاوه نو يو مرغه والوتى نو څرنګه چي باغ ډېر ګڼ و او مرغه ته ژر د وتلو لار پيدانه سوه مرغه به يوې اوبلي خوا ته الوتى او د وتلو لار به يې لټول دده مبارک نظر د مرغه په لوري پرېواتى او فکر يې د مرغه په لوري بند سو کله چي يې د لمانځه تورو ته فکر راجمعه کړى تېروتى چي کوم رکعت دئ نو ډېر خوابدى سو چي ددې باغ په و جهه دا غم راپيښ سو چي په لمانځه کښي تېروتنه راڅخه وسوه ژر د نبي صلی الله علیه وسلم و حضور ته ورغلى او ټوله قصه يې ورته وکړه او غوښتنه يې ځني وکړه چي ددې باغ په وجه دا مصيبت ماته راپيښ سو نو له همدې امله دغه باغ زه  د الله جل جلاله په لاره کښي ورکوم، کوم ځاى چي ستازړه غواړي هلته يې ولګوه . همدا ډول يوه بله قصه د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کښي هم پېښه سوې ده چي يو انصاري په خپل باغ کښي لمونځ کاوه د خرماوو د پخېدو وخت ښه په وده وو د خرماوو غونچې ډېري ښې ورته معلومي سوې فکر يې د خرماوو په لوري ولاړى او داځني ورکه سوه چي څو رکعته مي کړي دي نو ډېر غم او خفګان ورته پېښ سو ددې غم په وجه يې دا ټينګه اراده وکړه چي داسي باغ به ځانته  ونه ساتم چي په وجه يې ماته دومره لوى غم پيښ سو او لمونځ يې راڅخه ورک کړى نو د حضرت عثمان رضی الله عنه وحضورته  ورغلى او ورته وې ويل: چي دا باغ زه د الله جل جلاله په لاره کي خرڅوم تاسو چي څه په کوى هغسي ورسره وکړى عثمان رضی الله عنه په پنځوس زره خرڅ کړى او پيسې يې پر ديني کارونو ولګولې.([1])

فايده: دا ايماني غيرت دئ چي د لمانځه په ډول يو مهم شي کي چي د بل شي فکر بند سي نو د پنځوسو زرو باغ يودم صدقه کړي. زموږ حضرت شاولي الله رحمه الله  په قول جميل نومي کتاب کښي د صوفيانو د نسبت ډولونه ليکلي دي ددې په اړه يې داهم ليکلي دي چي دانسبت دالله جل جلاله په اطاعت کښي پر نورو باندي مخکي والى او په دې کي د غيرت کولو دئ دوى مبارکانو ته پردې کار باندي غيرت دريږي چي د الله جل جلاله  په اطاعت کښي يې فکر بلي خواته ولاړ سي.

مأخذ: د صحابانو قصې

([1] ) موطا امام مالک رضی الله عنه

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب