د حديبې صلح (دروغې جوړې تړون) د ابوجندل او د ابو بصير(رض) کیسه

رسول الله(ص) د هجرت  په شپږم کال دعمرې کولو  اراده وکړه  دمکې مکرمي پر لوري روان سو  دمکي کافران  چي خبر سوه نو د رسول الله(ص) راتګ يې ځان ته شرم او ذلت ګاڼه  ځکه دوى دکبر اوغرور په نشو مست وه نو له همدې امله  يې د مقابلې لاره خپله کړه رسول الله(ص) چي حديبه نومي ځاى ته ورسيدئ  په همدغه ځاى کي بند سو د رسول الله(ص) سره سرتيري اصحاب(رض) ملګري وه چي پر رسول الله(ص) باندي يې ځان قربانونه خپل افتخار باله ، دستي جنګ کولو ته تيار سوه  خو رسول الله(ص)د مکې دمسلمانو اوسېدونکو له امله (چي هغوى ته ددوى له وجي تکليف پېښ نسي) ــ د جنګ اراده نه کول بلکي  دروغي جوړي کوشش يې کاوه سره ددې چي اصحاب(رض)  په پوره مېړانه وجنګ ته تياروه مګر رسول الله(ص) د کافرانو دومري لحاظ وکړى ، چي دهغوى ټول  شرطونه يې ومنل که څه هم اصحابو(رض) ته داسي تر زور لاندي روغه  جوړه  دمنلو وړ نه وه  مګر دوى د رسول الله(ص)تابع وه  او ځانونه يې ترې قربانول نو دوى بيا ددومري ميني سره څه کولاي سواي ؟ (چي درسول الله(ص) روغه يې نه واى منلې خامخا يې منل ) آن تر دې چي د حضرت عمر(رض) په څېر مېړنيو لا ومنل .

[irp][irp][irp]

په روغه جوړه کي يو شرط دا و چي،که دکافرانو څخه يو څوک مسلمان سي او دمکې څخه ومدينې منورې ته هجرت  وکړي نو مسلمانان به نوموړي کس  بېرته و کافرانو ته په لاس ورکوي او که خداى مه کړه د مسلمانانو څخه يو څوک مرتد ( کافر ) سي نو کافران به  دغه کس مسلمانانو ته په لاس نه ورکوي  د روغي جوړي دغه پرېکړه ليک  لا نه و ليکل سوى چي د ابو جندل> په نامه يو صحابي راغلى چي د اسلام د راوړلو  وروسته  کفارو ډېر تکليفونه پر تېر کړي وه او په ځنځيرانو يې  تړلى و دمسلمانانو د مرستي په هيله پرېواتى چي ګوندي مسلمانان زما مرسته وکړي  او ددې تکليفونو څخه به خلاص سم خود هغه پلار (سهيل) چي دکافرانو له خوا وکيل واو تر دغه وخته پوري لا مسلمان سوى نه و بلکي د مکې دفتحي په وخت کي مسلمان  سو ــ ابو جندل(رض) يې په چپلاخه وواهه او پر بېرته بيولو يې ټينګار وکړ ، رسول الله(ص) ورته وفرمايل: چي تر اوسه خو لا پرېکړه ليک نه دئ ليکل سوى پر موږ باندي لازمه  نه ده چي مسلمان تاسو ته وسپارو ، کافرانو نه منل بيا رسول الله(ص) ورته وفرمايل  : دغه يو سړى ماته په خواست را پرېږدئ ،کافران د پخوا په څېر  پر ضد ولاړ  وه  هيڅ يې نه منل او ابو جندل(رض) و مسلمانانو ته د مرستي  نارې وهلې فرياد يې کاوه  چي اې مسلمانانو ! زه مسلمان سوى يم  او دې کافرانو پر ما ډيري خوارۍ تيري کړي دي  تا سو مي بېرته په لاس ورکوى ؟  په دغه وخت کي چي دمسلمانانو پر زړونو باندي څومره زحمت تېريدئ و الله(ج) ته معلوم دئ ويل اوليکل يې دبيان توان نه لري ، وروسته د خوږ نبيr په امر بېرته په لاس ورکړل سو . رسول الله(ص) تسلي ورکړه او ورته وې فرمايل چي الله(ج) به ډېر ژر  ستا مرسته وکړي او تاته به د خلاصون لاره خلاصه کړي .

د روغي جوړي د بشپړکېدوڅخه وروسته يو بل صحابي> د ابو بصير(رض) په نامه  هم مسلمان سو او مدينې منورې  ته راورسېدئ  کافرانو دستي دوه کسان پسي را واستول او رسول الله(ص)ته يې وويل :چي ،و تړون دوفا له مخي  دغه کس په لاس راکړئ  رسول الله(ص) نوموړي صحابي  بېرته په لاس ورکړئ  ابوبصير> نارې کړې چي زه مسلمان سوى يم  تاسو مي بېرته په لاس ورکوئ ؟  او بېرته مي ددغه ظالمانو ومنګلو ته سپارئ ؟ رسول الله(ص)ډاډ ورکړى چي الله(ج) به  ژر تا ته د خلاصون لاره  خلاصه کړي . ابوبصير(رض)د هغه دوو کافرانو  سره يو ځاى و مکې ته روان سو . پر لاري ابو بصير(رض) ويوه کافر ته وويل چي دا ستا  توره ډېره ښه معلوميږي ( دا چي صفت خوښونکى سړى ډير ژر غوليږي)  نو دستي هغه کافر  خپله توره و مسلمان ابو بصير>  ته  دتيکي څخه را وايستل  ورښکاره يې کړه ابوبصير> چي توره په لاس کي واخستل سمدلاسه يې پر دغه کافر باندي وچلول مړ يې کړى  هغه دوهم کافر چي داحالت وليدئ د تيښتي لاره يې خپله کړه وتښتېدئ مدينې منورې ته يې ځان  ورساوه  رسول الله(ص) ته يې وويل : يا رسول الله(ص)! ابو بصير>(رض) زما ملګري وواژه اوس زما وارى دئ وژني  مي په دغه حالت کي  ابو بصير(رض) هم راورسېدئ رسول الله(ص)ته يې وويل : يا رسول الله(ص) !ستا د دوى سره وعده او تړون و تا هغه پوره کړئ زما او د دوى تر منځ خو هيڅ تړون نسته  رسول الله(ص) ورته وفرمايل : ته جنګ تازه کونکى يې  کاشکي ستا يو ملاتړ کونکى واى ابو بصير(رض) پوه سو چي که اوس څوک راسي ما به بېرته  په لاس ورکړي نو دستي ددغه ځاى څخه ولاړى او د يوه درياب پر څنډه يې ژوند کول پيل کړه  دمکې خلګ په دې پېښه  خبر سو ه . ابو جندل(رض) ته چي حال ورسېدئ تر توان يې ووتل  په پټه يې ځان ور ورساوه دابو بصير(رض) سره يو ځاى سو ، آخر  داچي هر څوک چي  به مسلمان  کېدئ  د دوى سره به يو ځاي کېدئ په ډېر لنډ وخت کي د دوى څخه يوه کوچنۍ ډله جوړه سوه (دالله(ج)درښتيني دين سره دميني په موخه په يوه ډيري سختۍ په يوه ځنګله کي تېرولې ځکه)په دغه ځنګله کي چي دوى اوسېدل د خوراک او چيښاک هيڅ انتظام نه و  دالله(ج) د دين په خاطر چي پر دوى باندي د لوږي او تندي څخه کوم تکليفونه تېرېدل والله(ج) ته معلوم دي مګر  د کومو ظالمانو د لاسه  چي دوى سرګردانه او لالهانده وه  او د دوى د لاسه  تښتېدلي وه  د هغوى لاره يې بنده کړه  کومه قافله چي  به دکافرانو راتله  دوى به جنګ ورسره کاوه ، آخر دا چي د مکې کافران  دمسلمانانو ددغه کوچنۍ ډلي څخه تنګ سوه او رسول اللهr(ص) ته يې يو سړى وليږى او په ډېر عذر او زارۍ يې خواست ورته وکړى  چي د الله(ج) په خاطر  دغه بې سره (بې ادارې) ډله ځان ته  راوبوله  او په تړون کي يې  داخله کړه  تر څو  زموږ ته د تلو  او راتلو  لاره خلاصه سي .

ويل سوى دي :  چي کله  و ابو بصير> ته د رسول الله(ص) اجازه ليک  ورسېدئ چي  ومدينې ته  د راتلو اجازه  پکښي ليکلې وه  ابوبصير(رض) د مرګ په حال کي و په لاس کي يې دغه ليک ونيوى وفات سو . رَضِيَ اللهُ عَنْهُ وَ اَرْضَاهُ .([1])

فايده : کوم څوک چي پر خپل دين ټينګ ودريږي  په دې شرط چي دين يې ريښتني اوحق دين وي يعني مسلمان  وي نو لوى ، لوى طاقتونه يې هم  دخپل  دين  څخه  نه سي اړولاى .

([1] ) ( بخاري –  وفتح )

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب