د شرابو د حکم او د صحابه کرامورضی الله عنهم اجمعين جذبه

د شرابو د حکم او د صحابه کرامو رضی الله عنهم جذبه:

دلومړی حکم سره سم هغوصحابه کراموچې شراب ئې دخپلوځانولپاره ایښی وه، هغه ئې دخاوروسره خاورې کړل، دحضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه بیان دی چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ چې شراب حرام دی دچاپه لاسوکی چې دشرابولوښی وه هغه ئې ټول وغورځول، دشرابومنګیان اوخُمان ئې ټوله دکوروڅخه دباندی مات کړل؛ حضرت انس رضی الله عنه په یوه مجلس کی ساقی ؤ، ابوطلحه، ابوعبیده بن جراح، ابی بن کعب اوسهیل رضی الله عنهم اجمعین هم هلته موجودوه کله چې ئې دشرابودحرمت اعلان واورېدی نوټول خُمان اومنګیان ئې مات کړل اوټول شراب ئې توی کړل.
په ځینوروایاتوکی راځی چې په دغه مهال دشرابوجامونه دخلکووشونډانوته رسېدلی هم وه، چې ټول ئې وغورځول، په هغه ورځ دمدینې منورې په کوڅوکې شراب دباران اوبوپه شان بهېدل، اووروسته چې به باران وشونودشرابودرنګ اوخونداحساس هرچاکولای شوای.
 دمدینې منورې په ښارکی چې کوم شراب دتجارت لپاره پراته وه دهغوټولودټولېدو حکم نبی کریم صلی الله علیه وسلم وکړ، چې صحابه کراموهغه راټول کړل اوپخپله نبی کریم صلی الله علیه وسلم پخپلومبارکولاسونوسره دشرابومنګیان اوخُمان مات کړل اوپاته نوروصحابه کراموله منځه یووړل، یوه صحابی چې دشام څخه ئې دشرابوتجارت کاوه، هغه شراب چې ئې دشام څخه راوړی وه هغه ئې پریوه غونډۍ کښېښودل ، بیائې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابودحکم په اړه پوښتنه وکړل، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې هغه ټول توی که!هغه صحابی هم په ډېره مینه سره هغه له منځه یووړل اوټول ئې توی کړل.
تفسیرمعارف القرآن، ټوک ۱، پاڼه ۱۹۵ـ ۲۰۵)

شراب په احاديثوکي:

دشرابوحُرمت لکه څرنګه چې په قرآنکریم کی په سختۍ سره بیان شوی دی په همدې ډول سره په احادیثومبارکانوکی هم په شدت سره منعه شویدی اوداسی داحادیثوکتاب به نه وی چې دشرابودحُرمت پوره بحث پکښې نه وی؛ ترپنځوسوپه زیاتو احادیثوکی دشرابوحرمت راغلی دی، دبخاری شریف په ۲۸ احادیثو کی ۳۹ ځله شراب راغلی ؛ دمسلم شریف په ۵۳ احادیثو کی ۷۲ ځلی شراب راغلی ، دترمذی په ۲۸ احادیثو کی ۵۰ ځلی شراب راغلی دموطا‌ء امام مالک رحمة الله علیه کی په ۱۰ احاديثو کی ۱۷ ځلی شراب راغلی دی اوداسی نور..یوڅه احادیث ددې لیکنې په مختلفوبرخوکی ذکرشوی دی اوڅه زه اوس غواړم چې ذکرئې کړم.
۱: وعن عایشة قالت سُئل رسول الله صلی الله علیه وسلم عن البتع وهونبیذالعسل فقال کل شراب اسکرفهوحرام (متفق علیه)
 له عایشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د(بتع) په اړوند پوښتنه وشوه اودادعسلونبیذدی نووئې فرمایل چې هرهغه دڅښلوشی چې نشه راولی هغه حرام دی.
۲: وعن ابن عمرقال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کل مسکرخمروکل مسکرحرام ومن شرب الخمرفی الدنیافمات وهویُدمنهالم یتب لم یشربهافی الاخرة. (رواه مسلم)
له ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هرنشه راوستونکی شی خمر(عقل پټونکی دی) دی، اوهرنشه راوستونکی شی حرام دی اوچاچې په دنیاکی شراب وڅیښل اوهغه ئې همیشه څیښل اوتوبه ئې ونه ایستل اومړشو هغه به ئې په آخرت کی نه څیښئ.
۳: وعن جابران رجلاقدم من الیمن فسال النبی صلی الله علیه وسلم عن شراب یشربونه بارضهم من الذرة یقال له المزرفقال النبی صلی الله علیه وسلم اومسکرهوقال نعم قال کل مسکرحرام ان علی الله عهدالمن یشرب المسکران یسقیه من طینة الخبال قالوایارسول الله وماطینة الخبال قال عرق اهل الناراوعصارة اهل النار(رواه مسلم)
له جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې دیمن څخه یوسړی راغی هغه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابودڅښلوپوښتنه وکړه هغه په یمن کی څیښل اوهغه به له جواروجوړیده هغه ته ئې (مزر) ویل نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ایاهغه نشه لرونکی دی؟ هغه وویل چې هو! نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې په الله تعالی باندی داوعده ده چې کوم سړی نشه راوستونکی شی څیښئ نوالله تعالی به په هغه (طینة الخبال) وڅیښئ، اصحابوکرامورضی الله عنهم اجمعین عرض وکی چې یارسول الله صلی الله علیه وسلم (طینة الخبال) څه شی دی؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې داددوږخیانوخوله ده،اویاددوږخیانوزوي دی.
۴: وعن وآئل الحضرمی ان طارق بن سویدسال النبی صلی الله علیه وسلم عن الخمرفنهاه فقال انما اصنعهاللدوآءفقال انه لیس بدوآء ولکنه دآء.(رواه مسلم)
 له وآئل حضرمی رضی الله عنه نه روایت دی چې طارق بن سُویدله نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابوپه هکله پوښتنه وکړل نبی کریم صلی الله علیه وسلم ئې دڅیښلومنعه وفرمایل، طارق وویل چې زه ئې ددارودرمل په توګه څیښل غواړم نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا(شراب) درمل نه بلکې ناروغې ده.
۵: عن عبدالله بن عمرقال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من شرب الخمرلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحافان تاب تاب الله علیه فان عادلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحا فان تاب تاب الله علیه فان عادلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحافان تاب تاب الله علیه فان عادفی الرابعة لم یقبل الله له صلوة اربعین صباحا فان تاب لم یتب الله علیه وسقاه من نهرالخبال.
(رواه ترمذی ورواه النسآئی وابن ماجه والدارمی عن عبدالله بن عمرو)
له عبدالله ابن عمرنه روایت دی چې ویلی ئې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې څوک چې شراب وڅیښئ الله تعالی دهغه څلویښت ورځې لمونځ نه قبلوی، که چیری توبه وکړی نوتوبه ئې قبلوی، که ئې ددوهم ځل لپاره شراب وڅیښل نوالله تعالی دهغه څلویښت ورځی لمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړل نوالله تعالی ئې توبه ورقبلوی، که ئې بیاوڅیښل نوالله تعالی ئې څلویښت ورځې لمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړل نوالله تعال ئې توبه قبلوی اوکه چیری ئې په څلورم ځل شراب وڅیښل نوالله تعالی ئې دڅلویښتوورځولمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړه نوالله تعالی ئې توبه نه قبلوی اوپه ده باندی به ددوږخیانوزوي وڅیښل شی.
۶: وعن جابران رسول الله صلی الله علیه وسلم قال مآاسکرکثیره فقلیله حرام.
(رواه الترمذی وابوداود وابن ماجه)
دجابررضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دکوم شی زیات څیښل نشه راولی دهغه لږڅیښل هم حرام دی.
۷: عن ام سلمة قالت نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن کل مسکرومفتر.(رواه ابوداود)
دام سلمه رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهرنشه راوستونکی اوهرمفتر(په قوت کی سستی راوستونکی) منعه وفرمایل.
۸: وعن دیلم الحمیری قال قلت یارسول الله انابارض باردة ونعالج فیهاعملاشدیداوانانتخذمنه شرابامن هذاالقمح نتقوی به علی اعمالناوعلی بردبلادناقال هل یسکرقلت نعم قال فاجتنبوه قلت ان الناس غیرتارکیه قال ان لم یترکوم قاتلوهم.(رواه ابوداود)
ددیلم حمیری رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې ماوویل چې ای دالله رسول صلی الله علیه وسلمه! موږدیخی سیمی استوګن یوموږپکښې سخت کارکواوموږدغنموشراب جوړوو موږپخپلوکارونوکښې په دې قوت زیاتوواودخپلی علاقی دیخنۍ نه ځان ژغورو، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایاهغه نشه راوستونکی دی؟ماورته وویل هو! نوبیائې راته وفرمایل چې ځان ورڅخه وساتی، ماورته وویل چې خلک ئې نه پریږدی، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل که چیری خلک ئې نه پریږدی نودهغوی سره جنګ وکړی.
۹: وعن عبدالله بن عمروعن النبی صلی الله علیه وسلم قال لایدخل الجنة عآق ولاقمارولامنان ولامدمن خمر(رواه الدارمی)
دعبدالله بن عمرورضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دموراوپلارنافرمانی کونکی، قمار(خمار) کوونکی، احسان زیاتونکی اوهمیشه شراب څیښونکي به وجنت ته داخل نشی.
۱۰: حدثنااحمدبن صالح حدثناابن وهب قال اخبرنی یونس عن ابن شهاب قال سمعت اباسلمة بن عبدالرحمن ابن المسیب یقولان قال ابوهریرة ان النبی صلی الله علیه وسلم قال لایزنی الزانی حین یزنی وهومؤمن ولایشرب الخمرحین یشربهاوهومؤمن ولایسرق السارق حین یسرق وهومؤمن. (بخاری)
احمدبن صالح ابن وهب یونس ابن شهاب ابوسلمه بن عبدالرحمن اوابن مسیب دواړودحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوی، چې هغه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زناکوونکی زنانه کوی په داسی حال کی چې هغه مؤمن وی، اوشراب څیښونکی شراب نه څیښئ په داسی حال کی چې مؤمن وی، اوغلاکونکی غلانه کوی په داسی حال کی چې هغه مؤمن وی.
دټولواحادیثونقل کول اودلته راوړل ناشونی کاردی، داځکه چې زښته ډیراحادیث دشرابوپه هکله شتون لری، همدومره کفایت کوی انشآ‌ء الله تعالی.
۱۱: وقال هشام بن عمارحدثناصدقة بن خالدعبدالرحمن بن یزیدبن جابرحدثناعطیة بن قیس الکلابی حدثناعبدالرحمن غنم الاشعری قال حدثنی ابوعامراوابومالک الاشعری والله ماکذبنی سمع النبی صلی الله علیه وسلم یقول لیکونن من امتی اقوام یستحلون الحروالحریروالخمروالمعازف ولینزلن اقوام الی جنب علم یروح علیهم بسارحة لهم یاتیهم یعنی الفقیرلحاجة فیقولواارجع الیناغدافیبیتهم الله ویضع العلم ویمسخ اخرین قردة وخنازیرالی یوم القیمة(بخاری کتاب الاشربه)
هشام بن عماروایی چې ته صدقه بن خالد په واسطه دعبدالرحمن بن یزید بن جابر، عطیه بن قیس کلابی، عبدالرحمن بن غنم اشعری، ابوعامریاابومالک اشعری بیان کوی، اوپه خدای چې هغه درواغ نه وایی اوهغه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل، ډیرژربه زماپه اُمت کی داسی خلک پیداشی چې زنا، وریښم، شراب اوباجې به حلال ګڼی اوځینی قومونه به داسی وی چې دغره برابربه اوسیږی اوکله چې ماښام دخپلی رمې سره واپس راځی هغه وخت به دوی ته فقیردڅه ضرورت لپاره راشی نوهغوی به ورته ووایی چې سباسحرراشه نوالله تعالی به دشپې هغوی هلاک کړی اوغربه ورباندی راوغرځوی اوپاته خلک به دبیزواوخنزیزانوپه بڼو سره مسخ کړی اودوی په ترقیامته پوری په دغه حالت کښې وي.

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب