د تازه ماهي ګټې روغتیا لپاره

ماهی د ځمکی پرمخ یوله سالمو خوړو له ډلی څخه شمیرل کیږی.  د ماهی تازه غوښه د پروتین یوه ښه منبع ده چی په خپل ترکیب کې ګڼ شمیر مهم غذای مواد لری، چی د انسان د بدن او اعصابو پیاوړتیا لپاره خورا مهم ګڼل کیږی. د بیلګی په ډول، اومیګاه ۳ اسیدونه یا Omega-3 fatty acids د ماهیانو په غوړو کی ډیر موندل کیږی چی د زړه ناورغی په مخنیوی او خطر کمولو کې مرسته کوی. همدا ډول د وینی غوړ یا کلسترول او د وینی فشار نورمال ساتی، خفګان یاDepression ، وسواس یا  Anxiety اود بندونو دردونه او نورو ناروغیو په مخنیوی کې ډیره مرسته کوی.  د ماهی غوښه ګڼ شمیر ویټامینونه لری ولی ویټامین ډی چی په غوړو کې منخل ویټامین دی په زیاته پیمانه شتون لری. ویټامین ډی د ماشومانو د هډوکو په وده او دبدن د معافیتی سیتیم په پیاوړتیا کی مهم رول لوبوی. سربیره پردی منرالونه او ایوډین هم په ماهی کې شته، چی د وجود سلامتیا لپاره اړین دی. له دی امله هر انسان باید په اونی کې یو یا دوه ځله د ماهی غوښه وخوری.

په عمومی ډول د ماهیانو ټول ډولونه په خپل ترکیب کې په لوړه کچه ارزښتناکه غذای موادی لری، چی د بدن د سلامتیا لپاره اړین دی. څیړنو او تجربو ثابته کړی چی د ماهی غوښه ډیری ګټی لری او د یوی سالمی ټولنی په رامنځته کولو کی مهم رول لوبوی. داچی څه ګټی لری په خپله یی ولولی:

۱. که غواړی د زړه ناروغی څخه په امن کې پاتی شی نو د ماهی غوښه خوړل پخپل دستراخوان ډیر کړی.

۲. که غواړی سالمه کورنې ولری او کوچنیان مو زیرک او هوښیار وی ماهی خوړل مه هیروی ځکه د ماهی په غوښه کې ټول هغه غذای مواد چی د بدن او مغزو په وده کی پوره ونډه لری شتون لری.

۳. دا چی ماهی خوړل د ماشومانو د بدن او مغزو په وده او انکشاف کې مهم رول لری نو هغه امیندواره ښځی چی په اونی کې ۳۴۰ ګرامه ماهی خوری ماشومان به یی روغ رمټ او هوښیار وی.

۴. د عمر په تیریدو سره د انسان بدن او مغز کمزوری کیږی ولی هغه کسان چی په منظم ډول د ماهی غوښه خوری د قوې حافظی او عاطفی لرونکی وی.

۵. ماهی خوړل انسان تندرسته او خوشحال ساتی او د خفګان او وسواس په له منځه وړلو کې ورسره مرسته کوی.

۶. د نړی ۴۰ سلنه خلک د ویټامین ډی د کمښت سره مخامخ دی، ماهی د ویټامین ډی یوه بډایا منبع ده.

۷. ماهی په لویانو او کوچنیانو کې د خوږی ناروغی (شکر) په کنترول کی مرسته کوی.

۸. ماهی په کوچنیانو کې د سالنډی یا نفس تنګی ناروغی په مخنیوی او کم ساتلو کې مرسته کوی.

۹. ماهی خوړل په ښځینه او نارینو کې د سترګو د لید یا دید قوه پیاوړی کوی.

۱۰. بی خوبی نن سبا یوه عامه ستونزه ده، ماهی خوړل د ښه خوب کولو لامل ګرځی.

۱۱. ماهی یو خوندور او په اسانی سره تیاریدونکی خواړه دی.

وروستی روغتیایی ګټه نده خو بیا هم مهمه ده. هغه ماهیان چی په ازاد ډول له سیندونو او دریابونو نیول کیږی په زیاته اندازه اومیګاه ۳ لری. ماهی که تازه وی او د فارم څخه ونیول شی خوندور او خواږه وی. که چیری ماهیان په سمه توګه وساتل شی او حفظ الصحه په پام کې ونیول شی ماهی نه خرابیږی او خپل غذایی ارزښت زر له لاسه نه ورکوی. خو که د نیولو، بسته بندی، انتقال او پلورولو په وخت کې یی حفظ الصحه او د ساتنی معارونه په پام کې و نه نیول شی بیا ډیر زر ککړ او خرابیږی.

ماهی کولای شو هروخت په هرځای کې په متخلفو ډولو پوخ او تیار کړو. لکه په سکروټو وریت یا کباب کول، په ګازی یا برقی تنور (داش) کې پخول او په غوړیو یا تیلو کی سور کول. ولی په یاد ولری غوړی یا تیل باید یو ځل استعمال شی تر څو د ماهی په خوند او مزه پوه شی. همدارنګه د نړی په مختلفو هیوادونو کې د ماهی شوربا، یخنی او نور ډول ډول پخول هم مروج دی.

ډاکټر محمد قیاس خان

د کب پالنی د بخش مسؤل

د بڼوالی او مالداری ملی پروژه/ د کرنی اوبولګولو او مالداری وزارت

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب