د نامزادۍ د دورې شرعي پولې؟

خپل سلامونه د جمعیت اصلاح ټولنې ټولو کارکوونکو او د دې سایټ ټولو لیدونکو ته وړاندې کوم.

یوه پوښتنه لرم، هیله کوم چه د دې ټولنې تکړه علماء په پوره حوصله او تفصیل سره د دې ځواب راکړي تر څو ټولو ځوانانو ته پوره معلومات حاصل شي او د دنیا او آخرت نیکمرغي یې په برخه شي. پوښتنه ځکه په تفصیل سره لیکم، چه ډیره مهمه موضوع ده تر څو ټول ځوانان ورته ښه ځیر شي. مهرباني وکړی د ځواب ورکوونکي درانه عالم نوم هم ولیکی.

پوښتنه:

کله چه د یو هلک او نجلی نامزادي اعلان شي: طبیعي خبر ده چه د هلک له لوري نجلی ته مرکه لیږل کیږي او بیا د نجلی د پلار ګنۍ له خوا ورته د هو ځواب ورکول کیږي.

اما شرعي نکاح نه وي تر سره شوې یعنې شاهدان، ایجاب او قبول نه وي تر سره شوي، خو ټول خلک په دې خبر وي چه فلانۍ هلک د فلانۍ نجلی سره نامزاد دی او د دواړو کورنیو لخوا تحفې او سوغاتونه هم تبادله شوي وي او دغه نامزادي د هلک او نجلی په خوښې تر سره شوي وي، چه هیڅ ډول اکراه او زور نه وي. په دې صورت کې چه یواځې د هلک د کورنی او د نجلۍ کورنۍ لخوا توافق شوی چه د دې نامزادانو د توافق ښکارندویي کوي او شرعي نکاح نشته، دغه هلک او نجلی یو له بل سره جنسي اړیکې نلري، خو نور ټول هغه کارونه چه د میړه او ښځې له پاره شرعي ممانعت نلري دوی تر سره کوی نو د دوی دغه تعلقاتو ته اسلامي شریعت څه ډول حکم لري.

توصیه مې درنو والدینو ته دا ده چه د خپلو اولادونو شرعي نکاح د دوی د نامزادی په پیل کې تر سره کړي، ځکه شیطان او نفس ډیر ظالمان دي، خدای مه کړه چه د شریعت خلاف کوم کار یې له اولادونو نه تر سره نشي چه بیا به د دوی غاړه هم په کې بنده وي.

په درناوي

ځواب:

قدرمنه وروره وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته

ستا د نيک احساس او دا چې د خپل مسلمان ملت غم او فکر درسره دى مننه کوو.

قدرمنه وروره! نامزادۍ ته په عربي کې خطبه يا خطوبه ويل کېږي او دا عبارت يوازې له يوې وعدې څخه ده چې په دواړو لورو باندې د دې احترام او عملي کول ضروري دي.

البته په نامزادۍ کې سنت دا دى چې پټه وساتل شي، ځکه که چېرې دواړه لوري بيرته سره مخالف شي نو ښه به دا وي چې نور خلک نه وي خبر شوي او په دې کې د پیغلې عزت او ابرو هم ساتل کېږي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم په دې اړه فرمايي (اعلنوا النکاح و اخفوا الخطبة) د نکاح اعلان وکړئ او نامزادي پټه وساتئ، دا حديث ديلمي روايت کړى او سيوطي تصحيح کړى دى نو په داسې قسم نامزادۍ کې د خاوند او ښځې سره يو ځاى کناستل جواز نلري، البته يوازې د مخ ښکاره کول ورته جواز لري او هغه هم په دې شرط چې نوره ټوله په حجاب کې وي او له دې نه علاوه نور هېڅ هم نه دي روا، بلکې داسې رفتار به ورسره کوي لکه څرنګه چې د بيګانه ښځې سره يې کوي.

او که چېرې په نامزادۍ کې پوره نکاح وتړل شي او شاهدان موجود وي، بيا خو هغه مسنونه خطبه (نامزادي) نشوه بلکه مکمله نکاح شوه او له نکاح څخه وروسته ښځه او خاوند يو بل ته روا کېږي، نو سړي په هغه حالت ته ګوري چې صرف موافقه شوې او نور هيڅ نه دي شوي نو په دې صورت کې هيڅ هم جواز نلري او که له موافقې وروسته نکاح هم تړل شوي نو بيا لکه څرنګه چې له ښځې سره کوم څه جواز لري له دې ښځې سره يې هم لري.

والله اعلم

په عربي او شريعت کې خواستګاري او نامزادي سره بيل نه دي که چېرې د خواستګارۍ په وخت کې صرف موافقه وشي او بيا د واده تر وخته پورې نکاح وتړل شي نو په دې وخت کې بيا د ښځې او خاوند ملاقات جواز نلري او که چيرې د خواستګارۍ څخه وروسته او له واده څخه مخکې مسنونه نکاح وتړل شي نو بيا يې ملاقات او د ښځې او خاوند تر منځ نور مناسبات جواز لري

والسلام

ځواب: مولوي مجيب الرحمن عاصم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب