د شپې په رڼا کې خوب کول دماغ ته نقصان رسوي

ساینسی تحقیق دشپې په رڼاکې خوب کول ودماغ ته نقصان رسوی
خوب دلله جل جلاله یوله بې مثله نعموتونوڅخه یونعمت دی اوالله جل جلاله فرمایی؛ چی خوب ستاسو لپاره ارام اوسکون دی، داچی اوس داخوب په رڼاکې ښه دی اوکه په تاریکه کې ساینس پوهانوپردې باندی څیړنه کړېده، ځینې خلک خوب دتاریکۍ پرځای په رڼاکې ښه بولی اوخوښوې یی، اوساینس پوهان بیاپه دې انددی چی په رڼاکې خوب ودماغ ته نقصان رسوی د (سوسایټی فارنیوروساینسز) په کلنۍ غونډه کې یولوی نظرداورکول شوچی هغه کسان چی په رڼاکې خوب کوی په هغوکی دروحی تکلیف اوفشار (Tension, Depression) زیات دی، اونښې نښانې ئې له ورایه معلومیږی، اوهغه کسان چی داتوساعتونولپاره په تارېکه کی خوب کوی، په دې کسانوکی هیڅ دروحی تکلیف اوفشارنښې نښانې معلومېږی اوداخلک نسبت وهغوخلکوته چی په رڼاکې خوب کوی ددماغ له پلوه ډېرپه استرحت باندی دی اوداتجربې ډېرې شوی دی اوڅېړنې ئې پایلوته رسېدلې دی۔
دانسان دماغ په رڼا اوپه تاریکه کی مختلف هارمونونه پیداکوی، هغه هارمونونه چی په رڼاکی پیداکوی هغه ترهغوهارمونونوچی په تاریکه کی ئې پیداکوی ډېرګټوردی ۔ اوبل داچی په تاریکه کې دخوب حرکت (Cycles) ډېرښه دی نستب ورڼاته، اوپه رڼاکې سترګې داسی اشارې وماغ ته لیږی چی دماغ وپوره ارام ته نه پرېږدې، که څه هم سترګې پټې وې، اوسترګې ئې وارام ته نه پرېږدې۔
داخبره په (بیهیویرل برېن رېسرج) څیړنیزه جرېدې کې نشرشویدی۔

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب