د الله ﷻ له رحمت څخه مه ناهېلې کېږئ!

 

د ژوند ۲۳ پسرلي مې تېرشول، په ځان باوري شوم چې اوس نکاح کولای شم، په ډېره مینه مې واده وکړ.

د خوشاله ژوند شپې ورځې تیرېدې خو الله ﷻ زه د اولاد له ستر نعمت څخه بي برخې کړم.

زه او مېرمن مې روغتون ته ولاړو ، هلته مو معاینات وکړل د معایناتو پایله کې داخبره جوته شوه چې مېرمن مې ناروغه ده، ډاکټرانو راته مشوره راکړه او راته يې کړه: که غواړې د اولاد له نعمت څخه برخمن شې باید ستاسو مېرمن عملیات شي، البته د عملیات له امله به ستا د مېرمن صحت ته زیان ورسیږي، پرته له عملیات د حل لاره نشته !

مېرمن مې هم تېنګار کاوه چې باید عملیات شي تر څو د زیږون وړتېا پكې پیدا شي.

ما د دمېرمن او د ډاکټر په ځواب کې وویل: زه داسې اولاد نه غواړم چې له امله ېې زما د کور ودانې صحت ته زیان ورسږي.

ډېر ځلې زما کورنۍ ، مور پلار او نږدې ملګرو راباندې ټینګار کاوه چې ته باید بل واده وکړې. ما به دوی ته منفې ځواب ورکاوه چې ما په مينه واده کړی دی که له همدې ښځې راته الله ﷻ اولاد راکړ نو د الله ﷻ ستاینه به وکړم او شکر به ادا کړم او که الله ﷻ راته له همدې ښځې څخه رانصیب نه کړ بیا هم د الله ﷻ حمد وایم او شکر باسم.

ځوان وایې: بس شپې ورځې کلونه تېر شول خو په زړه کې مې دا آرمان و چې کله خپل اولاد په غېږ واخلم بله دا چې د خلکو له پېغورونو او تانو ډېر سټری شوم خو بیا مې هم په الله ﷻ بشپړ باور درلود چې خامخا به مې د اولاد په نعمت نازوي.

يوه ورځ له ملګرو سره ناست وم، بنډار مو کاوه چې یو ملګري راته كړل: ته ډېر ښه انسان یې او کله چې د کوم کار لپاره تکل وکړې په سم ډول یې ترسره کولای شې، په همدې خبرو کې وو چې یو ماشوم زمونږ خواته راغی او د خپل پلار ترڅنګ کېناست، نو یو بل ملګري راغبرګه کړه: چې هو ته ډېر ښه انسان یې هر کار کولای شې خو داسې ماشوم نه شې پیدا کولی او له پسخنده یې راباندې ښه په لوړ غږ وخندل.

ما ملګري ته کوم ځواب ورنه كړ، یوازې له خونې په وتلو مې بسیا وکړه ، شپه وه په لاره روان وم پورته اسمان ته مې وکتل او له خولې مې داسې چېغه ووتله : څښتنه ﷻ ! که زما مېرمن د زېرون وړتیا نه لري، ته خو په هر څه قادر ذات یې، څښتنه! له تا اولاد غواړم… په چېغو چېغو تر کوره راورسېدم.

ځوان وایې: څښتن تعالی زما غوښتنه ومنله، دوه میاشتي لا وتلې نه وې چې زما ښځې حمل واخېست او د حمل موده پوره شوه الله ﷻ راته یو لور را کړه چې د هغې لپاره مونږ “مریم” نوم کېښود !

درنو لوستونکو: د الله جل جلاله له رحمت څخه مه ناهېلې کیږئ !

‏(لاتقنطوا من رحمة الله)

ژباړه : فرمـــان الله نجرابوال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب