د اوبو څښلو ګټي

 

د وزن کموالی:

د اوبو څښل د وزن په کمولو کې مهمه ونډه لري او د بدن غوړ او ناوړه ترکیبونه مینځي. د اوبو څښل اشتها کموي او له ډیر خوراک څخه مخنوی کوي.

د سر درد طبیعي درملنه:

د سر درد او ملا د درد د لمنځه وړلو په موخه باید ډیري اوبه وڅښل شي د سر درد اصلي لامل هم په بدن کې د اوبو کمولای ده.

your ads

د ډیرو اوبو په څښلو سره انسان ځوان او پوستوکی یې تازه پاته کیږي:

کله چې پوستوکی د اوبو لرونکی وي انسان ځوان ښکاري، او اوبه مرسته کوي د پوستکې جوړښت تازه وساتي.

د اوبو په څښلو سره د انسان ذهن ارامیږي:

د انسان د مغز ډیری حجم له اوبه څخه تشکیل شوی. سربیره پر دي چې اوبه د دي لامل کیږي چې تاسو ښه فکر وکړي او ورسره سره هوښیار واوسۍ او په خپل ځان او فکر ښه حاکم پاتي شۍ.

د بدن فعالیت زیاتوي:

د اوبو څښل د بدن ټول غړي تنظیموي او انسان د انرژۍ احساس کوي، کله چې د نرمښت په حال کې یاست د اوبو څښل مرسته کوي چې د بدن غړي په ښه توګه سره تغذیه وکړي.

د غذا په هضم کې مرسته کوي:

د اوبو څښل د بدن د متابولیسم په لوړولو سره په هضم کې مرسته کوي، او اوبه کولای شي د کلمو حرکات منظم کړي او هضم په ښه توګه سره تر سره شي.

رګ په رګ کیدل او د بدن د غړو نیول شوي حالتونه له منځه وړي:

بدن ته په سم ډول د اوبو رسول ددي لامل کیږي چې د بدن غړو او مفصلونو ته د غوړو رسول او د بدن د بیځایه دردونو مخنوی کوي.

انسان لیږ ناروغه کیږي او همیشه د سلامتۍ احساس کوي: د ډیرو او بو څښل د انفولانزا په وړاندي د بدن مقاومت لوړوي او ورسره په بدن کې د ډبرو د رامنځته کیدو او د زړه سکتي مخنوی کوي. د اوبو او لیمه کارول په تنفسي سیستم، کلمو، روماتیزوم او ارتروز د دردونو په درملنه کې تري کار اخستل کیږي.

د خستګۍ مخه نيسي:

هغه اوبه چې بدن ته دننه کیږي ددي لامل کرځي چې د بدن داخلي برخه ومینځې خراب او اضافه مواده له بدن څخه بهر کړي. که د یو انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي زړه په ډیري سختې سره د بدن ټولو غړو ته اکسیجن رسوي، نو د بدن ټول حیاتې غړي خسته کیږي.

ښه هوصله:

د اوبو په څښلو سره د انسان د بدن فعالیت ښه کیږي او د ښي هوصلي او ارامښت احساس کوي.

د سرطان مخنوی کوي:

د هضمي سیستم په اړه، څینو څیړنو ښودلي چې د ډیرو اوبو څښل د مثانې او لویو کولمو د سرطان مخنوی کوي.

باړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب