د خپلې کوژدې سره ناسته ولاړه ..روا دي ؟

سوال : دواده نه مخکې  ما دخپل خاوند چې کوژده مې ورسره شوې ده ليدل کتل او حتى يو بل به مو مچي کول هم او ځيني داسې نور کارونه به مو هم کول ، مګر جماع مو نه ده ترسره کړې .
له واده نه وروسته ما په سورة النور کې وليدل ، چې زاني سړى د زنا کارې ښځې سره واده نه شي  کولى نو اوس زمونږ دواده څه حکم دى سره ددې ، چې زمونږ د واده ډېر وخت تېر شوى دى ؟

بله خبره داده ،چې  زمونږ په پاکستان کې ځيني خلک بغير د څه شرعي وجې نه نکاح تازه کوي (تجديد نکاح کوي) آيا سره ددې چې د نکاح عقد صحيح وي او څه عذر په کې نه وي دنکاح تازه کول مباح او يا جايز دي ؟

جواب : الشيخ صالح محمد المنجد
د نکاح د عقد په صحيح موجوديت کې د وهم او شک بر بنياد د نکاج تجديد ناروا دى.
د کوژده  شوي په باره کې جواب دا دى ، چې که تاسو د نکاح دعقد نه مخکې داسې کړي وي نو دا بالکل حرام دى او يا داسې نور کارونه لکه ګپ شپ لګول يا د هغه په څنګل ډډه وهل دا ټول حرام او ناروا دي .
او که د نکاح د تړلو نه پس داسې شوي وي نو بيا څه پروا نه کوي
د زاني او زناکارې ښځې په باره کې بايد ووايو ،چې زنا کار او زناکاره ښځه که الله پاک ته توبه وباسي او ښځه عدت پوره کړي نو بيا په کې څه خبره نشته نکاح يې جايز ده .

الله تعالى فرمايلي دي (( خبيثې ښځې د خبيثو سړيو لپاره دي او پاکې ښځې دپاکو سړيو لپاره دي))
د زنا نه توبه کول يو حتمي خبره ده چې هر وخت دواړه په خلاص نيت الله تعالى ته د زنا نه توبه وکړي  خو  د نکاح کول د عدت د پوره کېدو نه پس کېږي، ترڅو دعدت پوره کېدو سره معلومه شي ، چې ايا ددې زنا له لامله ښځه حامله شوې ده او کنه ؟ که حامله شوې نه وه نو بيا نکاح روا ده او څه پروا نه لري.

او چې تاسو په خپل سوال کې ويلي دي ، چې مونږ د واده نه مخکې يو بل سره ګپ شپ او نور کارونه کړي دي نو په دې کې د نکاح تجديد ته ضرورت نشته او که د نکاح د تړلو نه مخکې مو داسې کارونه کړي وي نو حرام کارونه مو کړي دي او له دې څخه بايد په کلکه توبه وباسئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب