پښتو لنډۍ ۵- پیل په الف

اشناپۀ سمه زۀ پۀ سوات يم ~ سمه دورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه
اشناپۀ ماپسې رنځوردی ~ طبيبان خوشې خپل دارو خاورې کوينه
اشناپۀ نورو ګلو مست دی ~ دکوټې شاته يې وراسته شول زېړ ګلونه
اشناپۀ تلو کې بېرته ګورې ~ پۀ پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه
اشناټپوس نسته دباز که ~ زه کم نصيبه يې پۀ ناسته غولېدمه
اشناچې تلو ماته يې ووې ~ چې ترقيامته پورې نشته ديدنونه
اشناچې هسې مخ ښکاره کړي ~ دبېلتانۀ پۀ تياره لمر وخېژوينه
اشناچې ماسره پۀ خولا وی ~ زه دغمازانو دلمسون څۀ پروا لرمه
اشنادتورلحدبندي شو ~ ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه
اشنادبل وطن سړی دی ~ پۀ تش ديدن بۀ يې زړګی ولې ښۀ کومه
اشنادلارې نه هېرېږي ~ زۀ بۀ دعمراشناڅنګه هېرومه
اشنادموروپلاره خوږ دی ~ ځکه مې اوښکې دجانان له غمه ځينه
اشنادې تل خوشاله اوسي ~ که زماعمروي پۀ غم کې تېر بۀ شينه
اشنادې تل خوشاله اوسي ~ خېردی که ما غمازان دارته خېژوينه
اشنازماپۀ ژړاخاندي ~ بې قدره اوښکې مې پۀ مخ څپې وهينه
اشنازماسره پۀ خولا ؤ ~ پخلااشنارانه بېلتون مرور کنه
اشنازمانه مخ پناکړ ~ لکه سيسۍ د بې وسۍ نارې وهمه
اشنازماپۀ سفرلاړی ~ ياقوتي اوښکې پۀ توښه پسې لېږمه
اشناسورګل دکوه طور دی ~ زه مرغلره ددرياب دغاړې يمه
اشناسورېږي روانېږي ~ زماورانېږي دمحکم زړګي برجونه
اشنانوکردی راتلای نۀ شي ~ سپينه خولګۍ بۀ پۀ پاکټ کې ورلېږمه
اشناچې پټ سفرته ولاړئ ~ خدايه زمازړګی ترې صبرکړې چې مرمه
اشنامې بياپۀ ژړاراغی ~ چې ظالمانوورته څۀ ويلي دينه
اشنامې پاتې پروطن شو ~ زۀ مسافرپۀ لارې ځم سلګۍ وهمه
اشنامې پېژنم دلرې ~ ملايې نرۍ ده خيال يې ټول پۀ زنګنونه
اشنامې توت لاندې ويدۀ ؤ ~ لکه باښه پرې شرنګېدم راويښ مې کنه
اشنامې تورو خاورو وخوړ ~ ماته مې خوله شه چې خندابۀ پرې کومه
اشنامې جنګ کې سرورکړی ~ ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه
اشنامې ځي نه راستنېږي ~ که ورته کېږدم دسورکوشونډوسورنه
اشنامې سر پۀ وطن کېښود ~ پۀ تورو زلفو بۀ کفن ورته ګنډمه
اشنامې کډې دغويو کړي ~ زمايادېږي دسرو اوښو کتارونه
اشنامې ګل دکابل جان دی ~ زۀ يم بلبل دکندهار نغمې کومه
اشنامې ګل دلاسه نه اخلي ~ داسمان ستوري بۀ جرګه ورته لېږمه
اشنامې ګل زۀ يې بلبل يم ~ بلبل مدام ژړا پۀ ګل پسې کوينه
اشنامې ولاړی اسماني شو ~ اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب