اوبو ته د روژتي اړتيا

اوبه هغه حياتي ماده ده چې انسان ورته تل اړ دی. اوبه برسيره پردې چې تنده ماتوي د ويني جريان او دماغو سره مرسته کوي، د انسان بدن نه اضافي مواد هم د خولو او بولو له لارې باسي.

نورمال حالت کې انسان د ورځې دوه ليتره اوبو ته اړتيا لري، خو د ګرمۍ موسم کې او يا ورزشي انسان ته اړتيا لدې مقدار څخه تر درې ليترو پورته کيږي ترڅو د ګرمۍ له وهلو او يا بدن کې د اوبو کمي څخه وژغورل شي.

داکتران وايې: کوم انسانان چې د اوبو پر څښلو ډېر ټنګار کوي د هغو روغيتايې حالت نسبت نورو ته ښه وي، او دهغو کسانو په اړه کوم چې اوبو څښلو ته پوره پاملرنه نکوي اويا يې له یاده وځي وايې: ښايې دا ډول خلک بايد د اوبو څښلو ته ځانګړی مهالويش جوړ کړي او زنګي سات قيد کړي ترڅو په ټاکلي وخت خبر ورکړي، دا رنګه روژتي هم بايد دې لورې ته پوره پاملرنه وساتي ترڅو د اوبو د کمي ښکار نشي، ځکه ټوله ورځ چې تقريبا څوارلسونه تر شپاړس ساتونو پورې رسيږي ‌ډېر وخت دی او د دې خاليګا پوره کول ورته اړين دي.

خو روژتي ته د دې مقدار اړتيا پوره کول او بيا د ګرمۍ موسم کې بدن ته پوره اندازه اوبه رسول او هلته ذخيره کول ډېرو ته ګرانه بريښي، او يقينا ګرانه ده؛ ځکه که په يوځل ډېرې اوبه وڅښي نو بيرته ژر د بولو او خولو له لارې خارجيږي، که داسې نکوي تږی پاتې کيږي او د پيشنمي او روژه ماتي وخت کې لږې لږې اوبه څښل ستړې کونکي پابندي ده.

څيړونکي وايې: دې لپاره چې روژه کې د خپل جسم اوبه نورمال وساتو نو ښايې چې نه يواځې د اوبو څخه مستقيما استفاده وکړو بلکې هغه خوړو ته خپله پاملرنه زياته کړو کوم چې په کافي مقدار اوبه لري، لکه: ټماټر، هندواڼه، مستې، شيدې او بادرنګ او ورسره نور غير خواږه مشروبات هم وڅښل شي، ترډېره بريده بايد کوښښ وکړو ترڅو ځانونه په ځانکړي ډول کوچنيان د ډېرو خوږو او يخو او غازي شربتونو څخه وژغورو ځکه که له يوې خوا مو غاښونو ته زيان رسوي نو له بل لوري د معدې هاضمي توان هم اغيزمن کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب