د انګورو پروسس د ممیزو په بڼه

د میوه جاتو پروسس، د بزګر د اقتصاد په لوړولو کې مهم رول لري. ځکه زیاتره وخت د میوه جاتو په موسم کې د میوو نرخونه ټیټږي او زیاتره بزګرانو لپاره حاصلات ښه ګټه نه کوي. داسې هم شوي دي چې بزګرانو هغه مصارف چې په محصول باندې کړی، د ټیټ نرخ له امله بیرته خپل مصارف ندي پوره کړي او په راتلونکي کال کې بیا حاصلاتو ته زړه نه ښه کوي، چې دا د هیواد په کرنیز سکتور باندې ډیره منفي اغیزه لري.
د دې لپاره که چیرې دولت، د بزګرانو ټولنې (کوپراتیفونه) او بزګران خپلو محصلاتو پروسس او ذخیره کولو لپاره غوره پلان ولري، نو د خوښې وړ ګټه ترلاسه کولی شي.

د دې لپاره چې محصولات مو مخکې له پروسس څخه او وروسته له پروسس څخه ښه مارکیټ ولري، نو محصول مو باید په معیاري ډول راټول، درجه بندي ، مارکیټ ته انتقال او پروسس شي.
اکثره وخت به مو لیدلي وي چې ځینې ممیز (کشمیش) پاک سوتره نه وي او په هغوی پور ې د خاورو بڅري نښتي وي، نو زیاتره مصروف کوونکي یې نه خوښوي یا یې په ارزان نرخ تقاضا کیږي. کچیرې پروسس یې معیاري شي نو ښه داخلې او خارجي بازار موندلی شي.
د کشمیشو په برخه کې که دا ډول (عکس) کشمیش خانې جوړې شي، نو تر یوې اندازې پورې به د محصول معیار لوړ شوی وي.

دا کشمیش خان د کرنې او ابو لګولو وزارت لخوا د هیواد په شمالي ولایاتو کې د ځینو پروژو له طریقه جوړې شوي دي. خو نوموړی وزارت دا ډول سیستمونه د هیواد په نورو ولایتونوکې لکه جنوبي ولایتونه او جنوب ختیځ ولایتونه په کومو کې چې زیات انګور کیږي هم تاسیس کړي.
یا هم هغه بزګران چې اقتصاد یې ښه دی کولی شي چې ځانته یا د بزګرانو ټولنو لخوا چې اقتصادي مصارف یې خپله بزګران کوي، جوړ کړل شي.
دا هره يوه کشمش خانه ۱۰ متره اوږده، پنځه متره پلنه او پنځه متره لوړه ده.
لاندې تل یې سمنټ او پاک وي یا پرې کوم فرش غوړیدلی وي چې ممیز د خاورو سره په تماس کې نه وي.
تر دې دمه د لوستلو څخه مو مننه!
لیکنه: م. ا. مقبل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب