د کرنې (Agriculture) څانګې!

کرنه د مختلفو اهدافو په اساس په بیلا بیلو څانګو باندې ویشل شوی دی چې عمده برخې یې په لاندې ډول دي.
1. نباتي علوم (Crop husbandry) کوم چې د نباتاتو د روزنې سره سر او کار لري.
2. حیواني علوم (Animal husbandry) کوم چې د حیواناتو د روزنې سره سر او کار لري.
په داسې حال کې چې ځینې پوهان بیا د کرنې علم په شپږو څانګو ویشي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو.
1. اګرانومي (Agronomy): د کرنې هغه څانګه ده چې د خاورې او کرنیزو نباتاتو د تولید سره سر او کار لري.
2. هارتیکلچر (Horticulture): د کرنې هغه څانګه ده چې د میوو، سبزیجاتو او زینتي نباتاتو د روزنې سره سر او کار لري.
3. کرنیز اقتصاد (Agricultural economics): د کرنې هغه څانګه ده چې د کرنې اقتصادي اړخونه څیړي او د تولیداتو د تجارت او بازارموندنې سره سر او کار لري.
4. کرنیز اینجنري (Agricultural engineering): د کرنې هغه څانګه ده چې د کرنیزو ماشین الاتو، سیستمونو او تکنالوژي سره سر او کار لري.
5. حیواني علوم (Animal science): د کرنې هغه څانګه ده چې د حیواناتو د روزنې، د غوښو، شیدو او نورو موادو د تولید سره سر او کار لري.
6. بوټو ساتنه (Plant protection): د کرنې هغه څانګه ده چې د نباتي ناروغیو او افتونو مطالعه او د هغوئ د مخنیوي سره سر او کار لري.
د یادونې وړ بولم چې مقاصدو ته په کتو سره د کرنې نورې څانګې هم شته چې د ضرورت په وخت کې کولی شی ورته مراجعه وکړی.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب