که غواړئ د وینې لوړ فشار مو ټیټ کړئ!

په ژوند کې زمونږ ځینې غیر صحي شوقونه مونږ په ډیرو مهلکو ناروغیو اخته کولی شي. د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي له سگریټ څښلو، حرامو مشروباتو څښلو، غوړ لرونکو خواړو خوړو او منظم فزیکي بوختیا نه لرل. د کورنۍ تاریخ، ارثي خواص او عمر هم کولی شي مونږ په ځینو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار اخته کړي.

وینې لوړ فشار د وینې شریانونه زیانمنولو سره زمونږ ژوند گواښي. مونږ کولی شو له طبیعت څخه د دې ناروغۍ درملنې لپاره گټه پورته کړو.

لاندې ځینې دارويي بوټې درپیژنو چې د وینې لوړ فشار په ټیټولو کې ډیره مرسته کوي.

۱ـ ساعت گل (Passion Flower): دغه گل خپل جوړښت په اساس په دغه نوم نومول شوی. د دغه گل استعمال به مو له ذهني فشار او تشویش څخه وژغوري چې له دې سره به د وینې لوړ فشار هم ټیټ شي.

دغه گل د خوب طبیعي درملنې لپاره هم استعمالیږي.

your ads

د دغې گل پاڼې باید په اوبو کې وخوټول شي او له خوټیدو وروسته يې له اوبو څخه د فشار او خوب لپاره استفاده کولی شئ.

۲ـ سنبل (Lavender): خپل بدن ته د سنبل څخه لاسته راغلو تیلو په وسیله مساج ورکول به د وینې فشار تر ۵۰٪ را ټیټ کړي.

سنبل د بدن رگونه خلاصولو سره شریانونو ته ارامتیا وربښي چې په دې وسیله د وینې لوړ فشار کموي.

تاسو کولی شئ چې د سنبل له تیلو څخه او یا هم له گل څخه د غسل کولو په وخت کې استفاده وکړئ. همدا رنگه کولی شئ چې د سنبل پاڼې او گل وخوټوئ او د چای په ډول يي استعمال کړئ چې له دې سره به مو د فشار سربیره د خیټې درد او انسومنیا (insomnia) (بې خوبي یا کم خوبي) له ناروغیو به مو هم وژغوري.

۳ـ ریحان (Basil): ذهني فشار او خپگان ستاسو د روغتیا اصلي دښمنان دي او ریحان د ذهني فشار او خپگان څخه بدن ته رسیدلی ضرر دفعه کوي.

په بدن کې له غیر صحي تغییراتو څخه مخنیوی کوي، د بدن انرژي او استقامت زیاتوي او د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کولو کې عمده رول لوبوي.

د وینې له ټینگیدو څخه مخنیوی کولو سره د وینې دوران ښه کوي چې له دې سره د زړه ناروغیو چانس کمیږي. له ورځني استعمال سره د وینې لوړ فشار د کولیسټرول کنټرولولو په وسیله ټیټوي.

۴ـ والرین (Valerian): یو همیشه شین بوټی دی چې سره گلونه لري او ریښې يې د درملو لپاره استعمالیږي. دغه بوټی د بدن عضلات اراموي او د وینې لوړ فشار ته ډیره زیاته گټه لري. له ورځني استعمال سره د خپگان مخه نیسې چې له دې سره د وینې لوړ فشار هم ټیټیږي.

۵ـ پودینه یا نعنا (Oregano): پودینه د کرواکرول (carvacrol) په نامه مواد لري چې د فشار په ټیټولو کې ډیر مثبت اغیز لري. دغه بوټی د زړه درزا کموي یعني د وینې فشار په رگونو او زړه کې کموي. تاسو کولی شئ د مالگې پر ځای خپلو خوړو کې له پودينې څخه استفاده وکړئ؛ ځکه چې په مالگه کې موجود سودیم د وینې فشار لوړوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب