د صالح او مصلح ترمنځ توپیر؟

?صالح : د خپل ځان دپاره خیر وي .
?مصلح: د خپل ځان او نورو دپاره خیر وي.
?صالح : خلک مینه ورسره کوي .…
?مصلح: خلک دښمني ورسره کوي او الله محبت ورسره کوي .
وګوره او په سبب یې ځان خبر کړه !
? محمد ﷺ دبعثت څخه دمخه خپل قوم ته په دې سبب ډېر محبوب وو چې صالح وو.

?لكن کله چې الله تعالی په رسالت مبعوث کړ نو مصلح شو، قوم یې دښمني ورسره پیل کړه او داسي یې ویل: محمد ساحر دی ، دروغجن دی او لیونی دی.
څه سبب دی ؟
داځکه چې مصلح دهغه چا د خواهشاتو او باطلو غوښتنو سره ټکر کوي دچا چې داصلاح اراده لري..

?په همدې سبب لقمان حکیم خپل زوی ته ددعوت په لار کي دصبر او زغم توصیه کوي: الله تعالی فرمایي:
يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ ﴿۱۷﴾لقمان
ای زویه لمونځ کوه، أمر باالمعروف او نهي عن المنکر کوه او کوم څه چې درته رسیږي پرهغه صبر کوه.
او په دې پوه شه چې پر یوقوم او ښار چې کله هم الله تعالی یو مصیبت او عذاب نازلوي نو یواځینی کس چې نجات پیداکوي هغه مصلح دی، او په یوه ټولنه، قوم او وطن کي د مصلحینو موجودیت د الله دعذاب څخه دخلاصون ذریعه ده!… الله عز وجل فرمایي:
وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ) هود، ایت ۱۱۷)
ژباړه : او ستا رب له سره نه دى ( ددې اراده كونكى ) چې د قريواو سېدونکي (ددوی ) په ظلم او کفر سره هلاک کړي او حال دا چې اهل ددې قريو ( نيكان ، مؤمنان ) مصلحان وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب