د امام ابو حنیفه رح حکیمانه استدلال
کوفه کې یو مشهور او مخور سړی و، هغه په سیمه کې ډېر منلی او خلکو یې خبرو ته غوږ نیو؛ دې سړي د امیر المؤمنین عثمان بن عفان رضي الله عنه په اړه خورا بد نظر لاره، هغه په دې فکر و چې عثمان (رضي الله عنه) اصلاً یهودي و او له اسلام منلو وروسته هم په یهودیت ولاړ و!
امام ابو حنیفه رحمه الله چې خبر شو هغه سړي ته ورغی، هغه سره یې ولیدل او ورته ویې ویل: ستا فلانۍ لور زما یوه ملګري ته راکړه؟ هغه ورته وویل: ولې نه، خامخا یې درکوم، خو دا راته ووایه چې ستا ملګری څنګه سړی دی؟ امام ابو حنیفه ورته وویل: زما ملګری پخپل قوم کې خورا عزتمن او دروند سړی دی، هغه خورا شتمن دی او تر ټولو سخي هم دی، د قران کریم حافظ دی او ټوله شپه لمنځونو کې د قران تلاتونه کوي، الله نه سخت وېریږي او ډېر حياناک سړی دی.
هغه سړي امام ابو حنیفه ته وویل: ماشاء الله! دومره صفتونه چې څوک لري هغه خو د وخت د امیر المؤمنین د لور وړ ځوان دی او زه بېخي تیار یم. امام رحمه الله ورته وویل: خو یو عیب لري! سړي وویل: څه عیب؟! امام ورته وویل: هغه دا چې دا ځوان یهودي دی! سړي وازه خوله ونیوله او امام ابو حنیفه ته یې په ترخه لهجه وویل: زه به مې خپله لور یهودي ته ورکوم؟! په الله قسم چې هر څومره ښه صفتونه ولري که خپله لور یهودي ته ورکړم. امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل: ګوره خپله لور یهودي ته ورکولو خبره څومره بد درته تمامه شوه او هلته بیا خلکو کې لګیا یې خبرې کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې دوه لوڼه یهودي ته ورکړې دي؟!
سړی د امام رحمه الله په دې له حکمت ډکه خبره او حکیمانه استدلال هک حیران او لړزې ونیو، له څه ځنډ غور او فکر وروسته یې وویل: زه له الله نه بښنه غواړم، زه ډېر خطا شوی وم، ما د عثمان په اړه زیاتی کړی دی او زما توبه ده. شذرات الذهب لابن عماد الحنبلي.
حامد افغان