رښتیا ویل (په زړه پورې کیسه ګۍ)

 

یو ځوان د غلو له وېرې ځنګل ته وتښتېده، کله چې ځنګل ته ورسېده یو تن یې ولیده چې لرګی پرې کوي او خاشک را ټولوي، له هغه څخه یې د غلو نه د پټېدو پټڼځای وپوښته، هغه د لرګو بارې (وری) ته اشاره وکړه، کله چې ځوان هلته پټ شو، پدغه وخت کې غله په منډو منډو ځنګله ته را ورسېده، د لرګو والا څخه یې د هغه ځوان په اړه وپوښتل چې لږ مخکې پدې لاره راغی، څه شو؟ د لرګو والا ورته وویل: د لرګو په باره ( وری) کې پټ دی، غلو خپلو کې وویل: دغه تن له مونږ څخه د آځوان د نیولو هڅې شنډوي.
غله پرته له ځنډه د آځوان د نیولو لپاره مڼډی کړې…
پدغه وخت کې ځوان د لرګو له منځه د ډېرې غصې په حالت کې را ووت، د لرګو والا ته په قهرجنې لهجه کې وایي: غلو ته دې ولې زما ځای ور وښود؟
لرګو والا وویل: ای ځویه! واوره نجات همیشه په رښتیا ویلو کښې دی.

عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب