د عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه د ژوند آخري لمحې

د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه د وفات وخت رانژدې شو، هغه وخت له هغوی رحمة الله علیه سره مسلمه بن عبدالملک ، د هغوی رحمة الله علیه محترمه زوجه فاطمه او یو خادم و، هغوی رحمة الله علیه وفرمایل : له د ې ځایه ولاړ شئ ، زه یو مخلوق وینم چې د هغوی شمیر پر له پسې زیاتیږ ي، هغه نه پیریان دي نه انسانان. مسلمه وایي: موږ له هغه ځایه ولاړ شولو او یو طرف ته شولو، موږ واوریدل چې هغوی رحمة الله علیه دا آیات لوست:
«تلک الدارالاخرة نجعلها للذین لایریدون علوا فی الأرضولافسادا والعاقبة للمتقین» [القصص : ۸۳] ژباړه: دا دآخرت کور موږ (خاص) ګرځوو هغوته چې نه په ځمکه کې لوړ والی غواړي اونه فساد. او ښه انجام پرهیزګارانو لره دی.

بیا آواز بند شو، موږ چې دننه ورغلو نو ومو لیدل چې هغوی رحمة الله علیه رحلت کړی دی، سترګي یې پټي دي او جسم مبارک یې په ټوکر پټ دی.

درنو لوستونکو! دا یو بل کرامت د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه د کراماتو څخه دی. هرکله چې د یو چا عمل خاص د خدای پاک جل جلاله لپاره وي د هغه به په دنیا کې کرامات د مرګ څخه مخکې او ورسته څرګندیږي. دا حال و د مسلمانانو د ریښتینو امیرانو.
بل خواکه موږ وګورو د خپل ولس پرسر مشرانو او واکمنانو ته، چې په یوه عامه جلسه کې پر معصومو او د سپین قرآن پرحافظانو، او یا هم د عامه ودونو پر مراسمو په دې بهانه یهودو او نصاراوو ته د بمبارونو حکمونه او اجازې ورکول کیږي چې دا غه ترهګر دي.

تاسو خپله په خپل سوچ، او فکر سره فیصله وکړئ چې دا واکمنان، او مشران زموږ د مظلوم ولس دوستان، او غم خواران دي، او که زموږ د مظلومو مؤمنانو او معصومو بچیانو د وینو ساقیان دي؟

لیکوال: مولوي عبدالغني حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب