د حضرت اليسع علیه السلام ژوندلیک

وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِنَ الْأَخْيَارِ. (سورة ص الاية ٤٨)
ژباړه : او ياد کړه اسماعيل علیه السلام اليسع علیه السلام او ذاالکفل علیه السلام ټول دنېکانو څخه وه.

په قرآنکريم کي د اليسع علیه السلام يادېدل

اليسع علیه السلام الله جل جلاله دوه ځلي په قرانکريم کي ياد کړى دئ چي يو ځلي دسورة انعام په لاندي آيت کي ذکر سوى دئ:
وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ.( سورة انعام الاية ٨٦)
ژباړه : او هدايت مو کړى وو اسماعيل علیه السلام ته ، اليسع علیه السلام ته ، يونس علیه السلام ته او لوط علیه السلام ته دوى ټول مو پر عالميانو باندي بهتر ګرځولي وه.
داليسع علیه السلام نوم دوهم ځل په سورة صاد کي ذکر سوى دئ چي په پورتني ايت کي يې ذکر وسواوموږ ددې سپېڅلي پيغمبر بحث په همغه ايت سره پيل کړى.

د اليسع علیه السلام نسب

په تاريخ طبري کي داليسع علیه السلام دنسب په اړه راغلي دي چى دى داخطوب زوى وو. داسي هم ويل سوى دي چي اليسع علیه السلام دالياس علیه السلام داکا زوى وو.
حافظ ابن عساکر رحمة الله علیه دده دنسب په اړه داسي ويلي دي : داليسع علیه السلام نوم اسباط دئ ، دعدي زوى دئ ، عدي دشوتلم زوى دئ ، شوتلم دافرائيم زوى دئ ، افرائيم ديوسف علیه السلام زوى دئ.

اليسع علیه السلام د بني اسرائيلو د نبيانو له ډلي څخه دئ . قرآنکريم دده مبارک دژوند په اړه څه نه دي فرمايلي بلکي يوازي يې په دې بسنه کړې ده چى دى دهغه نبيانو په ډله کي بيان کړى دئ چي پر هغو باندي تفصيلي ايمان واجب دئ.

د اليسع علیه السلام دعوت

کله چي الياس علیه السلام نقل سو نو اليسع علیه السلام دالله جل جلاله په امر سره په بني اسرائيلو کي دعوت پيل کړى . دده په زمانه کي بدعتونو ،جرمونو دپاچاهانو ظلمونو زور اخيستى وو. ظالمو پاچهانو دالله جل جلاله ددين دعوت کونکي نبيان وژل . مؤمنان به يې دوطن څخه شړل .اليسع علیه السلام دوى ته دعوت پيل کړى . دوى يې دالله جل جلاله دعذاب څخه وبېرول. بني اسرائيلو دده دعوت ته هيڅ پاملرنه ونه کړه ،دده دعوت يې نه مانه تر هغه وخت پوري چي اليسع علیه السلام وفات سو . ترده وروسته لکه الله جل جلاله چي موږ ته بيان کړى دئ الله جل جلاله پردوى باندي يو کس مسلط کړى چي پر دوى يې ډېر سخت عذاب راوستى اوډول ، ډول تکليفونه يې په وليدل.
ځينو مؤرخينو ليکلي دي : داليسع علیه السلام دعوت دشام په ښارونو کي په يوه ښار کي وو چي دانياس په نامه يادېدئ . دغه ښار اوس هم موجود دئ چي دالاذقية ښار ته نژدې واقع دئ.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب