د خاوند راخپلولو جادویي تعویز

 

د نړۍ نورو هیوادونو په څیر افغانستان کې هم خلک له کورني تاوتریخوالي او میړه سره له جنګه سر ټکوي، ښځې اول شکایت خپلې مور ته کوي، بیا یې خپلو خویندو ته، همداسې پسې قیصه مخته ځي تردې چې درست کلی خبر شي.

د حل لاره یې ځینې خلک دا ګڼي چې خپل زوم ته نصیحت وکوي، کم خلک خپلې لور ته نصیحت کوي، خو زیاتره مورګانې سمدستي لاړه شي او خپلې لور ته داسې تاویز راوړي چې په مټ یې میړه خپلې ښځې سره نور جنګ نه کوي.

د کورني جنګ ډیر لاملونه کیدای شي، کله کله د دریم اړخ(خواښې خسر، لیورونو، شیطانتونو) له کبله د ښځې میړه اوقات تریخ وي. خو زیاتره وخت د ښځې او میړه څخه یو یا دواړه لږ او زیات ملامت وي، لاندې کرښو کې د یوې امریکایۍ ښځې طریقه ده چې څرنګه یې خپل کورنی مشکل حل کړ:

د کلیفورنیا اوسیدونکې کیتي مرې وایي چې هغې کله د خپل میړه ګونډه کولو کوښښ پریښود نو د خپل واده ژغورلو کې کامیابه شوله.

ځان د ښځو د حقوقو غوښتلو علمبردار ګڼلو سره سره، هغه د لانجمن کتاب«دَ سَرینډَرد وایف» مشوره ورکوي او خپله هم پرې عمل کوي. دې کتاب کې ښځو ته ویل شوي چې خپل میړونه په هره خبره ځورول بس کړي او په درناوي ورسره وچلیږي.

کیتي مرې خپله قیصه داسې بیانوي:

کله چې زه اول وار واده شوم نو تر ۲۶ کلنۍ پورې طلاقه شوې وم. ۳۲ کلنۍ کې ما بل واده وکړ، خو لږ وخت کې مې ځان خپل میړه سره سختو جنګونو کې وموند.

زمونږ د جنګ اصلي لامل زیاتره وخت دا وه چې زما په فکر میړه مې د اولاد روزنه کې بیخي بیعقل ؤ. مونږ د دندو په اړه هم جنګونه کول. تردې چې زمونږ په دې هم جنګ کیده چې مونږ باید څو واره یو بل سره څملو.

زه یوه شخصي مکتب کې د مالي چارو مشره وم او د خپلو اولادونو پاللو ته به مې هم په خپله خوښه لږ وخت ویسته. زما میړه یوه تعمیراتي شرکت کې سلیزمین یا پلورونکی وه. خو د کور «روزي ګټونکی» زه وم او ما داسې رویه کوله لکه زه چې د کور مشره/واکمنه یم.

ما هیچا ته هم نه ویل چې زه هر وخت خپل میړه سره جنګ کوم. خجالت او په قهر به وم.

زما میړه زیاتره وخت تلویزون ته کیناسته یا به یې زمونږ کورنیو څارویو/سپیو او پیشوګانو سره لوبې کولې او په دې کې د هغه لخوا زما اړتیاوې له پامه غورځولو له کبله به ما په هغه شر شور جوړوه. سړي خو نو تنها کوروالی غواړي کنه؟ خو زما میړه هغه هم نه غوښتل. دا بیخې ترخې ورځې وې.

څومره چې به ما میړه ته ویل چې باید دغسې وي، هغومره به هغه کم کوشش کوه. بل وخت مې په زوره د حکومت کورنیو چارو مشاوریت ته بوته، هغه هم څه فایده ونکړه.

بیا زه یواځې مشاوریت ته لاړم او هلته مې د خپل میړه شکایتونه کول. زرګونه ډالر مصرفولو وروسته ما بیا هم ځان طلاق ته نزدې وموند.

ما ژړل، چیغې مې وهلې، جنګونه مې وکړل او دا هیله مې لرله چې هغه سم شي خو داسې ونشول. ما ورزش شروع کړ خپل وزن مې کم کړ، نورو نارینه وو راته مخه کړه. خو ماته مالومه وه چې زه له دې نه هیڅ ګټه نشم اخیستلی، لدې وجې ما تل خپل ځان مظلومه ګڼه.

زه د خپل واده له منځه وړلو کې وم چې ما «دَ سَرینډَرد وایف The Surrendered Wife» کتاب راواخیست. ګوره ښوونځي کې خو تاته دا نه وایي چې کامیاب واده څرنګه مخته وړل کیږي او زما ژوندانه کې نورو ښځو هم راته خپل راز نه وایه.

زما د واده ناکامۍ کې زما هم لاس دی!، دغسې فکر کولو زما سترګې پرانستلې اوزما کبرجن توب زیانمن شو. خو په دې حقیقت پوهیدو کې ځواک وه.

زه خبره هم نه وم چې ما د خپل میړه سپکاوی کوه، یا دا چې ما د هغه د ګونډه کولو کوه یا مې په هغه ملنډې وهلې.

ما ګڼله چې زه هوښیاره او سمه ښځه یم. ماته دا نه وه مالومه چې سړیو ته درناوی د اکسیجن په څیر وي، له دې وجې خو زما میړه ما سره څملاستو ته هم تیار نه وه.

زه به هغه ورځ هیڅکله هیره نه کړم چې په لومړي وار ما خپل میړه سره د بدچلن کولو له کبله ترې بښنه وغوښتله یا مې د اولاد ترمخه هغه سینګاروه. او نه به مې هغه ورځ هیره شي چې ما هغه خپل واک ته پریښود چې هرڅه کوي، له دې مخکې خو زما سخت دریځ وه چې هغه به هرڅه زما په خوښه کوي.

ما خپل میړه په دې عادت کړی وه چې له ما څخه په هره خبر کې اجازه واخلي. او بیا به ما دا ګیله کوله چې پخپله د هیڅ کار کولو جرات نه لري.

ما د خپل میړه د کړنو څارل پریښودل او د هغه په ځای ما د هغه په خوشالولو توجه وکوله. زه لږ برخه د هغه د مور او زیاته برخه د هغه ملګرې شوم.

زمونږ جنګونه بیخي کم شول او زما میړه کله کله زما لاس نیولو یا ماسره مینه کولو ته را نزدې کیدل شروع کړل.

ما سره هیڅ دا فکر نه وه چې زه خپل ځان خوشالولو کې زه خپله ونډه لرم. ما ګڼله چې زما میړه باید ما خوشاله کړي.

ښځې له ما پوښتنه کوي چې آیا زما کړه وړه خپل ځان بیعقل جوړول یا «بلې صاحب» ښځه جوړول دي. زه وایم چې زه د ښځو د حقوقو بیرغ پورته کوونکې یم. دې جنګ کې د وسلې په ځمکه اچولو مطلب دا دی چې ماته دا په ډاګه شوه چې له ځان پرته بل څوک نشې بدلولی. او دغه احساس تا لا ځواکمن کوي.

قلموال: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب