څرنګه کولای شو خپل کوچنيان له قرآن کريم سره آشنا کړو؟

 

دا چې د قرآن کريم تلاوت او د هغه پوهه د مسلمان يوه اساسي دنده ده، او هر مسلمان بايد ورسره له وړکتوبه آشنا اوسي، د دې لپاره بايد داسې لارې چارې وسنجول شي تر څو مور يا پلار وکولای شي خپل اولاد له وړکتوبه د قرآن کريم سره آشنا کړي، د دې طريقو د بيانولو هدف دا دی چې ماشوم له قرآن کريم سره محبت پيدا کړي او د قرآن کريم حفظ او تلاوت ورته آسان شي.

دغه طريقې په لاندې ډول تر نظر لاندې نيسو:
۱/ مخکې له دې څخه چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي، مور ته پکار ده چې قرآن کريم لولي او هغه ته غوږ نيسي، ځکه قرآن کريم سره انسان له نفسي راحت او آرامۍ څخه برخمن کيږي او دا په طبيعي ډول په جنين باندې ښه اغېزه لري.

۲/ کله چې ماشوم دنيا ته تشريف راوړي نو پکار ده چې ماشوم ته د شیدو رودلو تر آخري مرحلې پورې قرآن کريم اوری، په دې وخت کې د ماشوم د سامعې حس کار ورکوي او د قرآن کريم الفاظ اوري خو بيرته يې تکرارولی نشي، که دغه کار هره ورځ د لسو يا پنځو دقيقو لپاره وشي نو ماشوم په ذهن کې به څه الفاظ کښينې البته ويلای به يې نشي.

۳/ د پی ورکولو مرحلې وروسته د خپل ماشوم په مخ کې قرآن کريم وايه چې دا د هغه په نفس باندې ډېره مثبته اغېزه کوي، هغه پرې تشويقيږي.

your ads

۴/ کله چې ماشوم درې کلنۍ ته ورسېږي نو په دې وخت کې يې له قرآن کريم سره آشنا کړه، قرآن کريم ورته ورکوه، هغه ورته يو اساسي او مهم کتاب معرفي کوه.

۵/ کله چې ماشوم لږ ستر شي نو يو يا درې سورته ورته يادوه، کله چې هغه ياد کړي نو هغه ته بيا يوه ډالۍ هم ورکوه تر څو د قرآن کريم سره يې محبت نور هم زيات شي.

۶/ هغه ته د قرآن کريم کيسې کوه، او له کيسې وروسته ورته بيا يو څو آیتونه وايه.

۷/ د ماشومانو لپاره يوه مسابقه جوړه کړه چې په کوچنيو سورتونو کې ورڅخه امتحان واخلې، دغه مسابقه که د خور او ورور په منځ کې وي ډېره ښه ده.

۷/ هر ځای کې ورسره قرآن کريم ګرځوه، د مثال په ډول آخرنۍ سپاره ورسره په بکسه کې ساته ځکه دا هغه ته راحت ورکوي او له دې سره به د قرآن کريم په آدابو پوه شي.

۸/ د قرآن کريم په هکله چې کوم وسايل کارول کيږي هغه ورته واخله، د مثال په ډول ټيپ، يا ام پي تري…

۹/ د قرآن کريم د زده کړې لپاره ورته سي ډي واخله، تر څو هغه ته ګوري او اوري يې.

۱۰/ د خپل ماشوم تلاوت په يو څه شي کې حفظ کړه بيا يې ورته واوروه، د دې لپاره چې کله هغه واوري بيا ترې هېر نشي.

۱۱/ چېرته چې د قرآن کريم په هکله کوم پروګرام وي نو هلته يې وړه او دې ته يې وهڅوه چې قرآن کريم تلاوت کړي. او مور او پلار ته پکار ده چې د خپل ماشوم لپاره يو څوک وټاکي يا يې د قرآنکریم یوې حلقې ته ولېږي چې د هغه تلاوت سم شي، او کومې غلطۍ چې لري هغه اصلاح شي.

۱۲/ کله چې ماشوم د قرآن کريم په هکله کومې پوښتنې کوي هغه ته مناسب ځوابونه ورکړل شي.

۱۳/ کله چې ماشوم دوه يا درې سپارې حفظ کړي نو مور او پلار ته يې پکار ده چې يو پروګرام ورته جوړ کړي تر څو په دې سره ماشوم نور هم تشويق شي.

۱۴/ له دې وروسته د دې حفظ ته زياته پاملرنه وکړي، او هر وخت ورڅخه پوښتنې وکړي تر څو په دې باوري شي چې ماشوم قرآن کريم زده کوي.

څرنګه کولای شو دغه پورتنۍ پلان عملي کړو:
۱/ مور يا پلار ته پکار دي چې دا ټولې طریقې له ځانه سره د کاغذ پر مخ وليکي. ۲/ د ماشوم د طبيعت سره مناسب یې عملي کړي. ۳/ او د هغه د يادونې او حفظ له قوې سره سم پورتنۍ لارښوونې عملي کړي.

عماد الدین سعید

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب