د شرابو عذاب

په یوه متفق علیه حدیث شریف کی راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې شرابخوره جنت ته نه ځی.
په یوه بل حدیث شریف کی راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چې دبتانودعبادت څخه ترممانعت وروسته الله تعالی دهرڅه مخکی دشرابودڅښلواوپه خلکوکی دلعنت دویلوڅخه منع کړی یم.
په بل حدیث شریف کی راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چې هغه ډله چې په دنیاکی پریوه نشه کونکی شی راټول شی نوالله جل جلاله به هغوی دقیامت په ورځ راجمع کړی، هغوی به پخپلوکی یوبل سره ملامتوی اووایی به چې ای فلانکیه! الله دی تاته زماله لوری بده سزادرکړی داځکه چې هم تازه ودغه مقام ته ورسولم دوهم سړی به هم داسی ووایی.
 فخرالموجودات امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم وویل چاچې په دنیاکې شراب وڅیښل الله تعالی به دقیامت په ورځ په هغه دمارانوزهروڅیښی چې دهغه دڅښلوڅخه مخکی به دهغه دمخ غوښه توی شي اوکله چې ئې وڅیښئ نودبدن ټوله غوښه اوپوستکی به ئې ولویږی اوپه دې سره به شرابیانوته تکلیف رسیږی.
شراب څښونکی، شراب جوړونکی دشرابودیوه ځای دیوه ځای څخه بل ځای ته وړونکی دشرابو اخیستونکی اوخرڅونکی ټول په ګناه کی برابردی، الله تعالی ددوی لمونځونه، حجونه اوروژې نه قبلوی ترڅوچې توبه ونه باسی؛ که هغوی بې له توبې څخه مړه شول نوهغوی ته الله تعالی دشرابو دهرغوړپ په مقابل کی دجهنم سزاورکوی، هره نشه حرامه ده اوهرډول شراب حرام دی. ابن ابی الدنیارحمة الله علیه څخه نقل دی چې دیوه داسی سړي سره ملاقات وشوچې په نشه مست ؤ اوپرخپلولاسوئې بولې کولې اوداودس کونکی په شان ئې خپل لاسونه په متیازوپرېولل اوویل به ئې (الحمدلله الذی جعل الاسلام نوراً والمآء طهوراً)ثناء اوصفت وهغه ذات ته دی چې اسلام ئې رڼاوګرځوی اواوبه ئې پاکې.
 دجاهلیت په زمانه کې عباس بن مرداس ته وویل شول چې ته ولی شراب نه څیښئ؟ چې په دې سره به ستاعقل تیزشی؛ هغه ځواب ورکی زه پخپلولاسونوجهالت وخپلې ګیډې ته نشم اچولای اونه داخوښوم چې سهاردخپل قوم په مخ کی دسردارپه توګه واوسم اوماښام ته دکم عقل په توګه مشهوره شم. بیهقی دحضرت ابن عمرڅخه روایت کړیدی چې داسلام سترپېغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: دشرابوڅخه ځان وساتی ستاسوڅخه مخکی یوعابدشخص ‌ؤ چې دخلکوڅخه به جلااوسېدی، یوې ښځې وغوښتل چې هغه ګمراه کړی، خپل یوخادم ئې ورولیږئ اوهغه ئې وځانته راوغوښتئ هغه ته ئې وویل موږتادیوې شاهدۍ لپاره غواړو،عابددهغې کره ورغی دهرې دروازې څخه چې به دننه کیدی نوهغه دروازه به یوې ښځې بندوله تردې چې دښځې کوټې ته ورسېدی ددغی بدکارې ښځې سره یوهلک اویودشرابولوښی هم وو هغې ورته وویل چې ماته دکومی ګواهۍ لپاره نه بلکې ددې لپاره می راغوښتی ئې چې دغه هلک ووژنی اوزما سره جماع وکړي که دادواړه کارونه نشی کولای بیاشراب وڅیښه اوکه تاانکاروکی نوزه به چیغې اوشورجوړکړم اوتابه رسواکړم عابدمجبوره شووشرابوڅیښلوته ئې غاړه کښېښوده، عابدچې یوه پیاله وڅيښله اودبلې پیالې غوښته ئې هم وکړل چې په دې ترتیب سره ئې څوپیالې وڅښلې اوکله چې سخت نشه اومست شونو دهغې ښځې سره ئې زناهم وکړه اوهغه هلک ئې هم وواژه؛ ځکه نودشرابوڅخه ځان وساتی په خدای قسم چې ایمان اودائمي شراب څیښل په یوه سینه کې نشی یوځای کېدلای.
مکاشفة القلوب، ۹۱ باب، لیکوال: حجة الاسلام زین الدین امام غزالی رحمة الله علیه
عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب