د اصلي حافظې ډولونه ROM

د کمپيوټر اصلي حافظه هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:

1:ROM(Read Only Memory)حافظه
2:RAM(Random Access Memory)حافظه

1:د روم ياRead Only Memory)ROM )حافظه

د کمپيوټر اصلي حافظه ده چې يواځې لوستل کېږي او په هغه کې ليکل نشي کېدای.د بريښنا له تلو سره يې منځپانګه له منځه ځي ،معمولاًد لخت افزار د ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
هغه دستورونه چې د کمپيوټر پيل کول يې دنده ده په کې په تلپاتي بڼه ساتل کېږي اودکمپيوټر د روښانه کېدو پر مهال د کمپيوټر  ټولې پرزې ازمويي او همدارنګه  عامل سيستم مومي او هغه د RAM اصلي ساتنځي ته ليږدوي.
د ROM اصلي دنده زموږ له دستورونو مخکې د کمپيوټر لارښوونه کول دي،يعنې مخکې له دې چې موږ کمپيوټر ته کوم دستور ورکړو (هغه لارښوونه کړو ) ROM هغه لارښوونه کوي نو که چېرې دا خبره سمه وي چې کمپيوټر عقل لري نو د کمپيوټر عقل به ROM وي.
دROM منځپانګه په فابريکه کې ثبتيږي او موږ او تاسو نشو کولای چې هغه ته بدلون ورکړو.
د يادولو وړ ده چې دROM ځيني ډولونه چې دPROM(Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کېدای شي يو ځلې پروګرام شي.د هغه نور ډولونه چې د EEPROM(Electronically Erasable Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کولای شو چې څو ځلې يې پروګرام کړو.
د ROM د کار چټکتيا د RAM له چټکتيا څخه لږده له همدې امله هغه اطلاعات چې په ROM کې ځای لري هغه مخکې له کارولو په RAM کې ځای نيسي.

ژباړن:ب.بهیر وردګ

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب