ډېر کمپيوټر کاروونکي دې خامخا ولولي

هغه خلک، چې ګرده ورځ کمپيوټر ته ناست وي، د ملا، څټ، او پلو په دردونو اخته کيږي.

د دې ناروغيو ستر لامل دا دی، چې کمپيوټر کاروونکی د کار پر مهال کمپيوټر ته په سمه طريقه نه کيني.

طبي کارپوهانو د کمپيوټر کاروونکو لپاره يو څو لارې چارې ښوولي، تر څو د کمپيوټر کاروونکو صحت ته زيان ونه رسيږي.

۱- د کمپيوټر کارولو پر مهال بايد خپله ملا څوکۍ ته سيده ولګول شي او ملا کږه نه وي.

۲- د ملا لاندې برخې سره بايد يو وړوکی بالښت کېښودل شي، تر څو د ملا توزان وساتل شي.

۳- د کمپيوټر کارولو پر مهال بايد لاسونه د چوکۍ پر غاړو کيږدي، تر څو اوږې ستړې نه وي.

۴- د څه وخت کمپيوټر کارولو څخه وروسته، هر څوک بايد يو څه وخت لپاره لږه شېیبه له خپل کمپيوټره پورته شي او په پښو وګرځي، خپل څټ او ملا يو خوا بل خوا واړوي، تر څو د کمپيوټر کاروونکي پلې او رګونه شخ نشي.

که په پورتنيو مشورو عمل وشي، نو کمپيوټر کاروونکی د ملا، پلو او رګونو له ناروغيو خلاصيدای شي او که څوک په دغو مرضونو لږ هم اخته وي، بايد د رګونو او پلو مختصص، «نيرو فزيشن» سره مشوره وکړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب