د اوږي له گټو به نه یئ خبر؟

واشنګټن کې د یوې څیړنې پر بنسټ اوږه د بدن نورو غړو ته ضرر رسولو پرته د اعصابو سرطان له منځه وړلو کې ډیره ګټوره ده.

کینسر جرنل (The Cancer Journal) کې خپره شوې نوې څیړنه کې سپړونکي وايي چې اوږه نه یوازې دا چې په اعصابو کې د سرطان له پیدا کیدو بلکې د دې سرطان خپریدو په مقابل کې هم دفاعي آکسیجن پیدا کوي.

اعصابو سرطان د علاج لپاره په عمومي ډول د کیموتهراپي (Chemotherapy) یا ریډييشن (Radiation) څخه کار اخیستل کیږي چې له بده مرغه د اعصابو خالي ځایونه هم له منځه وړي او دا علاج ۱۵ میاشتې دوام کوي.

پورتني علاج سربیره د اعصابو په سرطان اخته ۹۰٪ کسان ۱۰ څخه تر ۱۵ کاله وروسته مړ کیږي.

د نوې څیړنې مهمه برخه دا ده چې د اوږې په واسطه د اعصابو سرطان علاج کولو کې دماغي خالیګاوې له منځه نه ځي.

your ads

امریکا کې یوه بله څیړنه ښيي چې په اوږه کې موجود مواد له اینټي بایوټېک (Antibiotic) له دواګانو څخه ۱۰۰٪ غوره ده. طبې کارپوهانو په نظر اوږه د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوي چې د سرطان څخه ژغورلو کې ډیره مرسته کوي.

په اوږه کې موجود سلفر د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوي او انسان له ډیرو ناروغیو ژغوري. هیره دې نه وي چې په سبزیجاتو کې د ګټې پر بنسټ اوږې ته خاص ارزښت ورکول کیږي او په همدې اساس تیر ۲۰ کلونو کې اوږې باندې ۳۰۰۰ څیړنې شوي.

په غذايي توکو شوي څیړنې پر بنسټ د وینې لوړ فشار ناروغی لپاره د اوږې استعمال له هر ډول دوا څخه غوره ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب