پښتورګي

پښتورګي

انسانان په نورما ډول له دوه پښتورګو سره دې نړۍ ته راځي. دا غړي لوبيا ته ورته شکل لري. هر پښتورګي له 4 تر 5 اينچو پورې اوږدوالی او 3 اينچه سور لري. پښتورګي د شا په لاندينۍ برخه کې دولسمې پښتې ته څيرمه د ملا د تير په دواړو خواو کې موقيعيت لري. ښی پښتورګی د ځيګر لاندې او کيڼ پښتورګی د حجاب حاجز لاندې توري ته نږدې موقيعيت لري. څرنګه چې ښی پښتورګی د ځيګر لاندې موقيعيت لري، له دې کبله له کيڼ پښتورګي څخه لږ لاندې پروت دی.

پر هر پښتورګي ادرينال غدې پرتې دي. هر يو پښتورګی د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوی دی چې له صدماتو څخه يې وژغوري. هر پښتورګی له مثانې سره د يو ټيوب په مرسته نښتلی دی چې حالب يې بولي. پښتورګي پورې اړوند هره چاره پښتورګيزه بلل کيږي. که يو سړی يوازې يو سالم پښتورګی هم ولري ژوند کولی شي.

پښتورګي په بدن کې ګڼې مهمې دندې ترسره کوي.

  1. د وينې فلترول: پښتورګي له وينې څخه فاضله مواد لرې کوي. وينه پښتورګي ته د پښتورګيزې مرغړۍ له لارې راځي. په هره دقيقه کې د ټول بدن د وينې څلورمه برخه له پښتورګو تيريږي. پښتورګي وينه کنټرولوي او په يوه ورځ کې يې 400 ځلې فلتر کوي. د هر يوه پښتورګي په منځ کې په ميليونونو کوچني فلترونه موجود دي چې نيفرون يې بولي، دا فلترونه له وينې څخه فاضله مواد اخلي او بيا یې له اوبو سره د يو ځای کولو له لارې اطراح کوي.

 

  1. پښتورګي متيازې جوړوي: په بدن کې فاضله او هغه مواد چې نوره اړتیا نه ورته ليدل کيږي سره راټوليږي، او بيا له اوبو سره يو ځای کيږي چې متيازې جوړې کړي. هر يو پښتورګی متیازې جوړوي او بيا يې د حالب له لارې مثانې ته ليږي. مثانه له عضلاتو جوړه شوې کڅوړه ده چې متيازې ذخیره کوي. کله چې مثانه نيمه ډکه شي، مرکزي عصبي سيسټم د خبرولو لپاره يو پیغام ليږي چې اړوند سړی تشناب ته د تللو اړتیا لري. بيا متیازې له مثانې څخه احليل ته ځي، دا هغه ټيوب دی چې متیازې له بدن څخه بهر انتقالوي.

 

  1. پښتورګي په بدن کې انډول ساتي: پښتورګي د بدن د مايعاتو او منرالونو د اندازې انډول ساتي. مایعات له بدن څخه په بيلابيلو لارو اطراح کيږي لکه خوله او متيازې. کله چې د بدن د مايعاتو اندازه ولويږي، پښتورګي تر هغه وخت پورې مايعات ساتي چې اړوند شخص اوبه او يا نور مایعات واخلي. د پښتورګو له خوا د بدن د مایعاتو او منرالونو د انډول ساتنه د هوميوستازز په نامه ياديږي.

 

  1. پښتورګي د وينې د فشار په تنظيم کې مرسته کوي: پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې د بدن شريانونه تنګولی شي، او دا د دې لامل ګرځي چې پښتورګي مالګه او اوبه بيا جذب کړي او د وينې فشار پورته کړي.

 

  1. د وينې د سرو کروياتو په جوړولو کې مرسته کوي: پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې بدن ته د اړتیا پر مهال د سرو کروياتو د جوړولو دستور ورکوي.

پښتورګو ته د پاملرنې په موخه بايد يو سړی په يوه ورځ کې له 6 تر 8  ګيلاسه اوبه او يا کوم بل صحي څښاک لکه تازه جوس او يا شيدې وڅښي. سړی باید صحي خوراک او تمرين وکړي.

د پښتورګي په اړه پوښتنې:

څو ځوابه پوښتنې:

هوميو ستازز څه ته وايي:

  1. د پښتورګي له خوا د فاضله موادو لرې کول
  2. د پښتورګي له خوا د بدن د مایعاتو او منرالونو انډول ساتل
  3. د پښتورګي له خوا د وينې د سرو کروياتو جوړيدل
  4. ټول صحيح دي

ميچل:

ـــــــــ 2. نيفرون                                        a. په پښتورګي کې يو کوچنی فلتر دی

ـــــــــ 3. مثانه                                           b. يو اوږد ټيوب چې پښتورګي له مثانې سره نښلوي

ـــــــــ 4. احليل                                          C. هغه ټيوب چې متيازې له بدن څخه بهر انتقالوي

ـــــــــ 5. حالب                                          d. د عضلاتو څخه جوړه شوې يوه کڅوړه چې متیازې ساتي

د پښتورګي درې دندې په لنډه توګه وليکئ:

  1. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  2. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  3. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

صحيح او غلط:

ـــــــــ 9. يو سړی نشي کولی چې د يوازې يوه سالم پښتورګي په مرسته ژوند وکړي.

ـــــــــ 10. ددې لپاره چې د پښتورګو روغتيا او ښه فعاليت ته مو پاملرنه کړي وي، يوه سړي ته پکار دي چې د ورځې 6-8 ګيلاسه اوبه او يا تازه جوس وڅښي.

ـــــــــ 11. په پښتورګو پورې هره يوه اړونده چاره د پښتورګيزې په نامه ياديږي.

ـــــــــ 12. انسانان له يوه پښتورګي سره نړۍ ته راځي.

ـــــــــ 13. پښتورګي د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوي دي چې ساتنه يې وکړي.

د پوښتنو ځوابونه:

څو ځوابه پوښتنې:

هوميو ستازز څه ته وايي:

  1. د پښتورګي له خوا د فاضله موادو لرې کول
  2. د پښتورګي له خوا د بدن د مایعاتو او منرالونو انډول ساتل
  3. د پښتورګي له خوا د وينې د سرو کروياتو جوړيدل
  4. ټول صحيح دي

ميچل:

ــــaـــ 2. نيفرون                                        a. په پښتورګي کې يو کوچنی فلتر دی

ـــــdــــ 3. مثانه                                         b. يو اوږد ټيوب چې پښتورګي له مثانې سره نښلوي

ـــــbـــ 4. احليل                                          C. هغه ټيوب چې متيازې له بدن څخه بهر انتقالوي

ــــcــــ 5. حالب                                         d. د عضلاتو څخه جوړه شوې يوه کڅوره چې متیازې ساتي

د پښتورګي درې دندې په لنډه توګه وليکئ:

د وينې فلترول

د متيازو جوړول

په بدن کې د توازن ساتل

د وينې د فشار تنظيمول

د وينې د حجراتو جوړول

صحيح او غلط:

ــ غلط ــ 9. يو سړی نشي کولی چې يوازې د يوه سالم پښتورګي په مرسته ژوند وکړي.

ـ صحيح ـ 10. ددې لپاره چې د پښتورګو روغتيا او ښه فعاليت ته مو پاملرنه کړي وي، يو سړي ته پکار دي چې د ورځې 6-8 ګيلاسه اوبه او يا تازه جوس وڅښي.

ـ صحيح ـ 11. په پښتورګو پورې هره يوه اړونده چاره د پښتورګيزې په نامه ياديږي.

ــ غلط ــ 12. انسانان له يوازې يوه پښتورګي سره نړۍ ته راځي.

ـ صحيح ـ 13. پښتورګي د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوي دي چې ساتنه يې وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب