د اتل «عبد الله بن حذافة» له ویاړ ډکه کیسه

 

د اسلام دوهم خلیفه «عمر رضی الله عنه» یو لښکر رومیانو سره د جګړې له پاره ولېږه، د هغوی په مینځ کې یو نومیالی اتل “عبد الله بن حذافة بن قیس السهمي – رضی الله عنه هم و.

جګړې تر ډېرو ورځو دوام وکړ؛ د رومیانو واکمن «قیصر» د مسلمانانو جنګیالو ته ګوته په غاښ دی! د هغوی د مقاومت، جرئت او مېړانې تر څنګ په دې فکر کې دی؛ چې څنګه و مرګ ته په خندا ور غاړې وځي..

امر یې وکړ، چې د مسلمانانو یو اسیر (بندي) زما په وړاندې راولئ!

هغوی “عبد الله بن حذافة” را څکاوه په داسي حال کې، چې د لاسونو، پښو او زولنو شرنګهار یې وېده زړونه وېښول، د هغه په وړاندې یې ودراوه.

د رومیانو واکمن تر پوښتنو، ګروېږنو وروسته د هغه پوهي او ځيرکي ته حیران شو؛ ورته یې کړه: د نصرانیت دین ومنه چې له بند نه دي ازاد کړم، له خپل دین (اسلام) سره مخه ښه وکړه!

هغه – رضی الله عنه ورته کړه: نه!

یاد واکمن ورته کړه: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته و بښم!

هغه – رضی الله عنه ورته کړه: نشم کولی!

یاد واکمن ورته کړه: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته و بښم او له ما سره به په حکومتي چارو کې شریک یې!

هغه – رضی الله عنه ورته کړه: نه، په ستر څښتن مې دي قسم وي، چې ستا، ستا د پلار، عربو او عجمو پاچایۍ راته وبښې، د یوې ښېبې له پاره به هم له سپېڅلي دین نه بېل نشم!

هغه د سخت غضب او غصې پر مهال وویل:  نور مې حوصله ختم شوه؛ باید و دې وژنم!

هغه – رضی الله عنه – ور غبرګه کړه: ومې وژنه!

درباریانو ته یې امر وکړ: په یوه لرګي یې را وځړوئ، چار پېره پرې د غشو ګزارونه پیل کړئ.

یاد ظالم ورته د نصرانیت بلنه ورکوله؛ خو ده مبارک ترې انکار کاوه، د مرګ شېبې یې شمارلې.

هغه چې کله د یاد اتل قوی ایمان او خلیلي هوډ ولید، امر یې وکړ: زندان ته یې را کش کړئ؛ خواړه او د څېښلو اوبه پرې بندي کړئ تر څو له تندي او لوږي نه مړ شي!

هغوی یاد څېزونه پرې بند کړل تر دې چې هغه د مرګ سره لاس او ګرېوان شو؛ نو یې شراب او د خنزیر غوښه ورته وړاندې کړه.. یاد عبد الله – رضی الله عنه – چې هغه کله وليدل؛ ویې فرمایل: په الله قسم چې زما په ځلاند دین کې د ځان د ژوند، خوندي ساتلو په پار راته روا هم دي، چې ویې خورم؛ خو له دې امله چې کفار په خپل پلان کې بریالی نشي، نه یې خورم.

نوموړي قیصر ته یاد خبر ورسېد، هغه د سمو خوړو په ورکولو سفارښتنه وکړه.

(تکتیک یې بدل کړ) دا ځل یې درباریان په دې وګومارل، چې له حسن او ښایست نه بډایه ښځه له هغه سره خوشې کړئ، ویې پوهوئ، چې د زنا و لور ته یې وهڅوي.. هغوی همداسې وکړل، یوه «بربنډه»  فاحشه یې ور سره ننویسته.

خو دا تکتیک او پلان یې هم له خاورو سره خاوري شو؛ ځکه هغه مبارک د هغې پر لور مخ هم نه ور اړاوه. یاده فاحشه له زندانه په داسې حال کې را ووته، چې تندی یې ګونځي او له غضب نه سره-شنه کېدله؛ ویې ویل: داسي وګړي ته مو وسپارلم؛ نه پوهېدم، چې هغه انسان دی او که د صحرا کاڼی؛ هغه والله که په دې پوهېدی؛ چې زه نر یم ّکه ښځه.

کله چې قیصر نا امیده شو؛ نویې امر وکړ: یو د میسو دېګ له ګرمو تېلو ډک کړئ. هغوی همغسې وکړل، هغه مبارک یې د یاد دېګ په وړاندې ودراوه، یو په زولنو کې تړلی بندي یې دهغه تر مخ و جوش کړل شوو تېلو ته ور واچاوه؛ څه مهال وروسته یې سپین ورېت کړل شوي هډونه د تېلو پر سر را ښکاره شول؛ هغه مبارک یاد دردمن حالت څاري.

هغه لعین بیا د نصرانیت بلنه ورکړه داسې یې انګېرله، چې اوس به بې له ځنډه د نصرانیت دین ومني؛ خو هغه مبارک بیا د تېر په څېر انکار وکړ.

هغه سخته په غضب شو؛ ویې ویل: نور یې تېلو ته ور ټېل وهئ. هغوی چې کله د دېګ په لوري کش کړل او د اور تاو یې حس کړل؛ ویې ژړل! د ملغلرو په څېر رڼې اوښکې یې پر مخ را ورِغښتې.

یاد لعین خوشاله شو؛ چې نصرانیت ته یې ګواکې غاړه کېښوده، ورته یې کړه: نصراني شوې، داسې داسې به دي ونازوم!

هغه مبارک ور غبرګه کړه:نه!

– قیصر: نو بیا ولي ژاړې؟!

– عبد الله: په دې ژاړم، چې ستر څښتن یو روح را کړی؛ هغه دادی دهغه – جل جلاله – تر رضا او خوښۍ یې ځاروم، کشکې د وېښتانو په شمار اروحان (ارواګانې) مې لرلای او هر یو د هغه – جل جلاله – د رضا او خوښۍ په موخه رانه بېل شوی وای؟!

قیصر نور نا امیده شو، ورته یې وویل: راشه سر مې ښکل کړه، نور به دې ازاد کړم.

هغه مبارک ورغبرګه کړه: بیا به واړه بندیان ازادېږي!

– قیصر: هوکې!

هغه مبارک ور وخوځېد، د قیصر سر یې ښکل کړ، په دې توګه ټول مسلمان بندیان له بنده ازاد کړل شول.

کله چې د خپل خلیفه (عمر – رضی الله عنه) پر لور وخوځېدو، هغه ته خبر ورسېد، چې یاد عبد الله داسې کړنه تر سره کړې.

کله چې را ورسېد، “عمر – رضی الله عنه” و فرمایل: په هر مسلمان لازم ده، چې ور وخوځي او د “عبد الله بن حذافة” سر ښکل کړي، پیل به هم ځه وکړم. هغه مبارک ور وخوځېد دیا اتل سر یې ښکل کړ، نورو هم همداسي وکړل.

سرچینه: التاریخ الاسلامي

لیکوال: محمد منصور

ژباړه: م. حمد الله «دانشمند»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button