په سفر او جهاد کې دعوت | سیرت النبي

په سفر کې دعوت:

 مسلمان انسان د الله (ج) لوري ته دبلنې مسؤليت پخپل نفس او ضمير کې احساسوي ، او دبلنې په لاره کې يوه شيبه هم غفلت نکوي تل په پرله پسې ډول په هر فرصت کې خلک د الله (جل جلاله) ددين لوري ته رابولي حتى په ډېرو اضطراري حالتونو کې ، د الله (جل جلاله) نبي يوسف (عليه السلام) وينو کله چې ظلماً په اړتون (محبس) کې زنداني شو د الله (جل جلاله) دين ته د خلکو له بللو نه يو شيبه هم غافل نشو او نه هم د زندان ظلمونو هغه په ځان کې بوخت کړ بلکې په زندان کې يې د توحيد په لوري دعوت پيل او د شرک پرضد يې مبارزه پيل کړه او د الله (جل جلاله) هېڅ کوم مخلوق ته خاضع نشو په قرآن شريف کې د يوسف د سورې په نزول سره الله (جل جلاله ) محمد( صلى الله عليه وسلم ) ته پدې امر وکړ چې ددعوت په لاره کې د پخوانيو رسولانو په تګلارې باندې اقتداء وکړه ، لدې مخې دي چې رسول لله (صلى الله عليه وسلم ) د هجرت په سفر کې وينو سره لدې چې د مشرکينو لخوا نه په ويره کې دى او مشرکينو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دنيولوپر سر زيات مال انعام ايښى دى هر څوک که د هغه سر مړ يا ژوندى راوړي دوه سوه اوښان انعام لري . بياهم رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ددعوت مسؤليت هير نکړ دلارې په اوږدو کې له يوه نفر سره مخامخ شو چې بريده بن الحصيب الاسلمى( رضي الله عنه ) نوميده هغه يې د اسلام منلو په لوري راوبللو هغه هم د اسلام په دين باندې ايمان راوړ مسلمان شو([1]).

[irp][irp][irp]

د هجرت په سفر کې ددوو غلو اسلام منل

 مدينې منورې ته نژدې د لارې په سر کې د بني اسلم دوه غله وو چې ( المهانان ) يعنې ذليلان يې ورته ويل رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دواړه راوغوښتل او اسلام يې ورته وړاندې کړ ، دواړو اسلام راوړ ، وروسته رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ددوى د نومونو پوښتنه ورڅخه وکړه . دواړو ورته وويل نومونه مو ( مهانان ) يعنې ذليلان يو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته ويل نه بلکې تاسې ( مکرمان ) عزتمنده يئ وروسته دواړو ته يې هدايت ورکړ چې په مدينه منوره کې بيا زما حضور ته راشئ ([2])

         پدې خبر کې د رسول الله(صلى الله عليه وسلم) پاملرنه د الله (جل جلاله ) ددين لوري ته بلنه جوتوي چې په هېڅ راز شرايطو کې رسول الله(صلى الله عليه وسلم) ددعوت کار له پامه ندى غورځولى حتى د هجرت د سفر په لاره کې لږ وخت هم ددعوت لپاره غنيمت ګڼلى دى . او دوه غله يې د اسلام منلو لوري ته راوبلل او هغوى هم اسلام ومنلو .

[irp][irp][irp]

 د جهاد په وخت کې د الله جل جلاله لوري ته دعوت

 د رسول الله (ص)عادت د جهاد په وخت کې پر دې ؤ تر څو به يې چې کوم قوم ته د اسلام منل وړاندې نکړل جهاد يې ورسره نکړ. ابن عباس (رضي الله عنه) روايت کړى دى :

ما قاتل رسول الله (صلى الله عليه وسلم)قوماً حتى دعاهم ([3]).

(( رسول الله (صلى الله عليه وسلم)د هېڅ قوم سره مخکې له دعوت نه ندى جنګېدلى )) .

         ابن منده او ابن عساکر د عبدالرحمن بن عائذ (رض) نه روايت کړى دى چې وويل :رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به چې کله کوم لښکر استولو هغوى ته به يې ويل د خلکو په منځ کې مينه پيدا کړئ ، ترڅو مو چې هغوى اسلام ته نه وي بللي يرغل مه پرې کوئ ([4]).

         رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به چې کله کوم لښکر کومې سيمې ته استولو د لښکر مشر ته به يې ټينګه توصيه کوله چې تقوى غوره کړه او له خپلو ملګرو سره نرمښت وکړه او کله به چې پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په جهاد کې ګډون کړ په نظر وړ سيمه باندې به يې هېڅکله د شپې له مخې بريد نکولو . که چېرې بريد د سهار له مخې صورت نه موند بيابه يې وروسته له غرمې نه حمله کوله . او کله به يې چې کومه سيمه فتحه کړه د نظم او عدالت خوندي ساتلو لپاره به درې ورځې هلته پاتې کېده او کله به يې چې د فتحې خبر تر لاسه کولو د شکر سجده به يې ادا کوله او کله به چې د جګړې ډګر ته ورننوت دا دعا به يې لوستله :

 اللهم انت عضدى و نصيرى بک احول و بک اصول و بک اقاتل

((اې خدايه ! ته زما مرستندوى او مرسته کوونکى يې ستا په مرسته دفاع کوم . حمله کوم او جنګېږم ([5]) .

 


[1] _  ډاکټر عبدالرحمن البر ، الهجرے النبويے ، چاپځاى ( د مصر دارالکلمے المنصورے ) د چاپ کال ١٤١٨ هجري سپوږميز ( لومړى چاپ ) ٥٩ مخ ، حياة الصحابه ٦٠ مخ مسلم ٢٥١٦ مضمون د هجرت النبويے دى .

[2] _ ابو محمد بن عبدالملک بن هشام ( السيرة النبويے ) چاپځاى دارالفکر ٢٨٧ مخ .

[3] _ الامام احمد بن حنبل ( المسند ) چاپځاى المکتب الاسلامي ( بيروت لبنان ) ( بې نېټې ) لومړى ټوک (٢٣١) ګڼه حديث .

[4] _ حياة الصحابه ٦١ مخ ، ١٨٨ شمېره حديث .

[5] _ علامه شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي ( شمايل و اخلاق نبوي ) ژباړونکى ( فارسي ) عبدالمجيد مراد زهي چاپځاى ، دارالنشر افغانستان ( کابل افغانستان ) د چاپ کال ١٣٨٢ هجري لمريز (٣٠) مخ .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب