د آمیب د ناروغۍ په اړه معلومات

1. پرازیت څه شئ ده؟
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟
1. پرازیت څه شئ ده؟ هر هغه ژوندئ موجود چی په بل ژوندی موجود کی ژوند کوی، د هغه له بدن نه خواړه لاس ته راوړی مګر په مقابل کی هغه ته زیان رسوی او په ناروغئ يي اخته کوی د پرازیت په نوم یادېږی.
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟ آمیب یو پرازیت ده چی بدن یی له یوې حجرې څخه جوړ شوئ ده (هغه ژوندی موجودات چی بدن یی له یوی حجری څخه جوړ شوی وی په علمی ژبه ورته پروتوزوا Protozoaوایی) لدی کبله آمیب هم د پروتوزوا په کورنئ کې راځی.
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟ د یادونې ده چی آمیب ګڼ شمېر ډولونه لری چی اکثره يي یا هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی یا دومره کوچنئ ناروغئ منځ ته راوړی چی دلته یی ښایی یادؤلو ته اړتیا نه وی ولی هغه آمیب چی په انسان کی د پام وړ ناروغی منځ ته راوړی د اینتامیبا هیستولایتیکا Entamoeba Histolytica په نوم یادېږی او همدا زمونږ د دی لیکنې موضوع ده.
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟ آمیب په دوه شکلونو لیدل کېږی چی یوه ته یی فعال شکل یا تروفوزویت Trophozoite او بل ته یی غیرفعال شکل یا سیست Cyst وایی. د یادؤنې ده چی یواځې فعال شکل ېې په کولمو برید کوی، د کولمو د ننه ټپونه، د کولمو د دیوال پړسوب او سوروالئ یا التهاب Amoebic Colitis منځ ته راوړی او د کولمو د آمیبی پېچش Amoebic Dysentery لامل کېږی او په ټوله کی ورته په طبی ژبه د آمیب له کبله د کولمو ناروغی یا Intestinal Amoebiasis وایی. سربیره پردی که د کولمو د دیوال څخه د وینی جریان ته د ننه شی نو په نورو غړو کی ځنې ناروغئ منځ ته راوړی چی په ټولیز ډؤل یی د آمیب له کبله د کولمو څخه بهر آمیبی ناروِغئ یا Extra intestinal Amoebiasis بولی. پدې ډله ناروغیو کې په ینه کې آمیبی دانې Amoebic Liver Abscess، په سږو کی آمیبی دانې Amoebic Lung Abscess، په مغزو کی آمیبی دانې Amoebic Brain Abscess شامل دی.
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟ له هرڅه مخکی باید وویل شی چی دا پرازیت د ککړو خوړو او اوبو سره د انسان بدن ته ننوځی مګر د آمیب فعال یا تروفوزویت شکل که انسان وخوری د ناروغئ لامل نه کیږی دا ځکه چی له یوی خوا د آمیب دا شکل د بدن نه په بهر چاپېریال کې پخپله مړ کیږی او که په تصادفی ډول یی انسان وخوری هم د معدی تیزاب یی د مړینی لامل کیږی مګر کله چی د آمیب کافی اندازه غیرفعال (سیست) شکل د خوړو یا اوبو سره وخوړل شی نو ښایی د آمیب د ناروغئ لامل شی دا ځکه چی دا شکل د معدی د تیزابو تر اغېز لاندی له منځه نه ځی، پدې ډؤل روغ رمټ له معدې څخه کولمو ته تېرېږی، هلته له خپل کلک پوښ (سیست) څخه را بهر کېږی، تکثر کوی او د کولمو په دېوال برید کوی چی په پایله کی یی ناروغی منځ ته راځی. هر وخت چی ورته د ژوند چاپېریال ستونزمن شو بیرته پخپل سیست کی ننوځئ. دا پرازیت د ناروغ د غایطه موادو سره ډېر ځل د سیست په شکل او کله کله د تروفوزویت په شکل له بدن نه بهر وځی او خواړه او اوبه پرې ککړېږی.
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
تر ټولو ارزښتناک ټکئ دا ده چی آمیب په ټولو وګړو کی نه بلکه په سلو کی یواځې په لس وګړو کې ناروغی منځ ته راوړی، په سلو کې په ۹۰ پاتی وګړو کې هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی، دا ۹۰٪ وګړی پرته لدی چی کومه ناروغی یا تکلیف ولری د غایطه موادو سره د آمیب غیرفعال شکلونه (سیستونه) چاپیریال ته خارجوی پدی ډؤل دوی پخپله روغ رمټ وی مګر چاپیریال ککړوی او ښایی نور وګړی په ناروغئ اخته کړی، دې ډلې وګړو ته په طبی ژبه کې Asymptomatic Cyst Passers وایی. دا هم د یادوؤنې ده چې ددې ۹۰٪ وګړو له ډلي څخه په ۱۰٪ کی ښایی د یو یا څو کلونو په تیریدو نوموړئ غیرفعال شکل فعال شکل ته بدلون ومومی او هغوئ کی د ناروغئ نښې نښانې راڅرګندې شی (پدې ټکي ښایی ګڼ شمېر وګړی راسره یوه خوله نه وی لدی کبله اړینه ده چی پدې اړه پهHarrison’s Principles and Practice of Medicine – 17th Edition کي د Amoebiasis سرلیک د سرچینی یا مأخد په ډول یاد کړم).
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟
له بده مرغه چی نزدی د ټولو ناروغیو د تشخیص په څېر کله چی مونږ د غایطه موادو په معاینه کې د آمیب رپوټ وګورو نو پرته لدی چی د ناروغ د کلینیکی لوحې سره سر ورکړو سمدستی پرې د آمیب د ناروغئ تشخیص ږدو او د آمیب درملنه ورته پیل کوو خو دې ټکی ته هیڅ پام نه کوو چی دا پرازیت یواځې په ۱۰٪ وګړو کی د ناروغئ نښې نښانې منځ ته راوړی، ۹۰٪ دا وګړی چی هیڅ ناروغی پکی منځ ته نه راځی له پامه غورځؤو. همدا لامل دی چی زمونږ په ټولنه کې ښایی لس ګونه او سل ګونه زره وګړی آمیب تشخیص شوی وی، هر یو یی لس ګونه ډاکټرانو ته تللی او د آمیب د ناروغئ لس ګونه او سل ګونه نسخې ېې د ډاکټر له لارښودنې سره سمې خوړلی وی خو بیا هم نه وی روغ شوی. یوځل بیا له بده مرغه چی مونږ یی پړه بیرته د ناروغ په غاړه اچوو چی یا درمل سم نه استعمالوی، یا پرهیز نه کوی او یا نو دا چی آمیب مقاوم شوی او درملنې ته ځواب نه وایی مګر دا ټکئ له پامه غورځوو چی ښایی ناروغ ته بله ناروغی وی او کوم رپوټ چی لابراتواری معاینی راکړی ښایی دا یی اصلی لامل نه وی پدې بنسټ وییلئ شو چی د آمیب د ناروغئ په تشخیص کی مونږ ۹۰٪ غلطی کوو او ۱۰٪ صحیح یو. ددی ټکی ثبوت هم ښایی همدا وی چی زمونږ شاوخوا ۱۰٪ آمیب تشخیص شوی ناروغان له درملنی سره په بشپړ ډول رغېږی او پاتې ۹۰٪ یا هیڅ نه رغېږی یا نو د درملنې د پای ته رسیدو دری یا څلور ورځې وروسته هماغه ناروغی وی او هماغه ناروغ وی

ډاکتر محمدامين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب