روژه کې د بدن اوبه پوره کولو اسانې لارې

روژه کې د بدن اوبه پوره کولو اسانې لارې

د ګرمۍ په موسم په ځانګړی ډول د روژې په میاشت کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کیږي کوم چې انسان په مختلفو او ځینو مهلکو ناروغیو اخته کولی شي.

د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کولو لپاره باید د روژه ماتی او پیشلمي پر مهال زیاته اندازه اوبه او اوبه لروونکي خواړه استعمال شي. د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی لپاره میوه، سابه، اوبه، شیدې او نور هغه خواړه چې خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه لري وکاروئ.

په روژه او ګرمۍ د انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ کیږي خو کولی شو په لاندې اوو طریقه سره خپل د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کړو او د مختلفو ناروغیو مخه ونیسو:

۱- په پیشلمي کې لږ تر لږه دوه ګیلاسه اوبه باید ضرور وڅښل شي. له جوس او یخو اوبو څخه ځان وساتی ځکه چې وزن زیاتولی شي.

۲- داسې خواړه استعمال کړئ چې خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه ولري. ځینې خواړه لکه هندواڼه او سلاد د بدن د اړتیا وړ اوبه په پوره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

your ads

۳- د روژه ماتی پر مهال په یو ځل اوه یا اته ګیلاسه اوبه څښل هیڅ کومه ګټه نه لري. کوښښ وکړئ په وقفې سره یا هر ساعت یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ.

۴- خپل روژه له خرما او دوه ګیلاسه اوبه سره ماته کړئ.

۵- کله چې د تراویح او یا نورو عبادتونو ته ځئ نو یو بوتل اوبه له ځان سره یوسئ.

۶- د شپې لخوا یو بوتل اوبه له ځان سره نږدې کیږدئ.

۷- کوښښ وکړئ ګرم او لمر لروونکي ځایونو ته خپل تګ راتګ ډیر کم او محدود کړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب