دايم خپګان او ذهني فشار د شکر ناروغي لامل کېږي!

څېړنې ښيي، دايم سټريس يانې عصبي فشار په سړيو کې کېدای شي د دويم ډول شکر لامل شي. د سويډن د ګوټينرګ پوهنتون څېړونکو په ۶۸۲۸ کسانو یې څېړنې کړې دي، دې پايلې ته رسېدلي دي ، دا ازمويل شوي کسان هغه کسان و، چې له دې پخوا یې نه شکر، نه هم د زړه د سکتې نښې لرلې.

څېړونکو زياته کړه: ۸۹۹ کسان له دې ټولو کسانو څخه له څېړنې وروسته په دويم ډول شکر اخته شوي و، او همدې کسانو ته سټريس يا ذهني فشار له ،خپګان، ورځينو مشکلاتو، د هر ناسم کار په باره کې فکر کول(چې دا ولې داسې وشو او داسې کېږي؟) څخه پیدا شوی و د څېړنو پايلو وښودله هغو کسانو چې دايم خپګان او ذهني فشار یې درلود تر ۴۵ په سلو کې د شکر په ناروغي خطر ته ورنږدې وو.


د څېړونکو په وينا نن سبا سټريس د شکر ناروغي په زېږولو کې تر ډېره په رسميت پېژندل شوې ناروغي نه ده ، خو دا جوته ده،چې دايم سټريس يا ذهني فشار د شکر ناروغي په زېږولو کې ښکاره رول لري.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب