لیکونکی که لیکوال؟

د پښتو نثر یوه ستونزه دا هم ده چې د کلیمو په استعمال کې دقیق نه یو. لیکونکی او لیکوال داوړه د لیکلو سره تړاو لري ولې ښکاره توپير يې هم شته. لیکوال له لیک او وال ورستاړي څخه جوړه شوې کلیمه ده. او لیکونکی د لیک او کوونکی څخه رغېدلی دی.

استاد اصف صمیم په دې نظر دی چې لیکوال د پکتیاوال او سیاستوال په څير جمع اومفرد نه لري، لکه څنګه چې پکتیاوالان ناسم دی همداسې لیکوالان هم معیاري او په ګرامر برابره پښتو نه ده. د لیکونکی او لیکوال تر منځ توپير په خاصه او عامه مانا کې دی.

هرهغه څوک چې لیکل کوي لیکونکی دی خو هر لیکوونکی لیکوال نه دی؛ یانې: لیکوال په خاصه مانا د یوې مشخصې ډلې لپاره استعمالوو چې د لیکونکي په نسبت په کې قوت او مسلکيتوب زیات دی. بل توپير یې دا دی چې  که د محکمې د محرر نه پوښتنه وشي چې ستا دنده څه ده نو ضرور به وايي چې زما وظیفه لیکل دي مګر که له یو کیسه لیکونکي وپوښتو نو بله دنده که و نه لري راته به ووايې چې لیکوالي کووم یا که تواضع کوي نو ممکن ووايي چې کتابونه لیکم. هیڅکله به وا نه ورئ چې د کلتور وزارت د هیواد تکړه لیکونکو ته جایزې ورکړې بلکې د کلتور وزارت د هیواد تکړه لیکوال په مډالونو ونازول. که دا جمله ولیکو چې  لیکوال د یوې ټولنې لپاره د څراغ حیثت لري نو دا لیکوالي ده. ولې که څوک د برښېنا ریاست ته دنوي میټر عریضه لیکي نو هغه لیکل دي. یو ځانګړی فرق دا هم کیدای شي چې د لیکوال کار ته لیکنه وایو ولې د لیکوونکي پنځونو ته بیا بیل نومونه لرو لکه عریضه، قرارداد، راپور. که یو شخص د یو ګوند یا بل سازمان په استازیتوب د یوې مشخصې پېښې په تړاو اعلامیه ولیکي، څوک نه وایي چې ښه لیکنه یې کړې بلکې وبه وايې چې فصیحه یا ښکلې اعلامیه یې لیکلې ده.

لیکوال په شوقي ډول لیکل کوي. د فرانسوي لیکوال اندرا مورا له قوله یو سړی هغه وخت لیکوال حسابېږي چې لیکوالي ورته له هر څه مهمه وي.  د ډوډی، عبادت او مینې کتاب، امریکايي  لیکواله ایلېزابت ګیلبرټ وايي چې ماته لیکوالي له خپل ځانه هم ډير ارزښت لري.

لیکوال په مستقیمه توګه د ټولنې په اوضاع نه غږېږي. د لیکوال پنځونې کیسې، یونلیکونه، ادبي ټوټې او نور تخيلي ژانرونه دي چې د د رښتیني او نارښتیني په تول نه تلل کیږي. برعکس څېړنې، راپور او وصیتنامې کې بیا دقت او رښتیاتوب ضروري شرط دی. لیکوال لیکل د هدف په توګه کوي مګر د څېړونکی او ژورنالیست هدف بیا د معلوماتو راسپړل او انتقال وي. په همدې اساس د څېړونکي اصلي دنده تحقیق دی نو باید د لیکوال پرځای ورته په څېړونکي خطاب وکړو.

د افغانستان د علومو اکاډمي هم د څېړنوال، څېړندوئ او سرڅېړونکي رتبې لري. لیکونکی موضوعګانې د علمي پرنسیپونو پر اساس څېړي او منظموي. د هرې څېړنې یا لیکنې څخه یې یوه خاصه او لنډمهالې موخه وي. د لیکونکي د کار ساحې جغرافیه، ساینس، تاریخ، ریاضیات او ټول علمي و څېړنیزې برخې دي.

بلخوا لیکوال بیا د کلیمو اهنګ، بلاغي صنعتونه او بدیعي تخنیکونو څخه استفاده کوي. لیکوال ژبې ته د یو نظام( سټرکچر لینګویسټک )  په سترګه ګوري. د شلمې پېړۍ افغان لیکوال قیام الدین خادم صیب لیکي چې پښتانه لیکوالي له شاعرۍ پيلوي. زمونږ زیاتره لیکوال شاعران وي او تر ډیره څېړونکو هم داستاني ادبیات لیکلي دی.

په دې صورت کې چې یو شخص لیکوونکی او لیکوال دواړه دی نو په ترجیحي ډول باید لیکوال ورته وکارو ځکه د لیکونکي په نسبت په لیکوال کې قوت او جذب ډير دی او لکه پورته چې یې یادونه وشوه، مسلکیتوب هم ښيي. په عربي ژبه کې د لیکوال لپاره مؤلف کارېږي او کاتب په رسمي او معملاتي برخه کې لیکل کیږي. خو زما د لیدنو له مخې عربي ژبه د څېړونو او پوهنتوني کتابونو لیکونکو ته هم مؤلف کاروي. په تېرو پېړیو کې د کاتب او مؤلف سربېره د مدون او مصنف  نومونه هم دود و.

فارسي ژبه که څه هم د نویسا، نګارنده  او نویسنده اصطلاحات لري مګر په غټه کې نویسنده د داستاني او تخیلي ادبیاتو لپاره استعمالوي. او د څېړونکو لپاره مؤلف یا هم نویسنده راوړي. په سويډني ژبه کې د داستاني ادبیاتو لیکوال ته (فورفتری) وایي ولې د غیرداستاني متونو لیکونکی بیا (سکریفت ـ ستلری یا سکريبنت ) بولي چې عمومآ د ژورنالیستانو او کالم لیکونکو په حق کې راوړل کیږي. انګریزي ژبه کې د لیکوال لپاره اوتور ويی کارېږي او د لیکوونکي معادل په کې رایټر دی.

رايټر د لیک له طرز او فورم څخه زیات د محتوا په منطقيوالي تمرکز کوي. رايټر نصیحت، لارښود او تشریح لیکي؛ خو لیکوال بیا د خپلو لیکنو بیل طرز لري، تخیل یې د لیکوالۍ اساسي توکی دی، د رایټر خلاف د لیکوال د لیکنو اساس پر شخصي تجربو ولاړ وي او تل انفسي(سبجیکټفي) لیکل کوي. د نړۍ زیاتره شهکارونه لیکوالو لیکلي دي.

محمد قسیم ځیر

خاطرې، ژوند، مینه، ملګرتیا، کورنۍ … د اوتور د لیکنې بنسټيز ټيمونه( سوژې) دي.  که څه هم چې فرانسوي مؤرخ او ټولنپوه میشل فوکو په ۱۹۶۹ کال په مؤلف څه دی کتاب لیکلي چې مؤلف یواځې هغه څوک نه دی چې کتاب لیکي بلکې کولای شو د نوو تیوریو او نظریو پينځونکي ته هم اوتور وکارو. ولې په نړیواله کچه اوتور د داستاني ادبیاتو او رايټر د ناکیسه یزو اثارو لیکونکو ته وايي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب