د اېکالوژي برخې څپرکي لنډيز

  • له د ژونديو موجوداتو او چاپېريال ترمنځ متقابل عمل د اېکالوژي په نامه يادېږي. اېکوسیستم په يو چاپېريال کې د ژونديو او غير ژونديو موجوداتو له مجموعې څخه عبارت دی.
  • د يو اېکوسیستم ژوندۍ اجزاوې له توليدوونکو، مصرف کوونکو او تجزيه کوونکو څخه عبارت دي.
  • د يو اېکوسیستم غيرژوندۍ اجزاوې له: خاورې، اوبو، تودوخې درجې او رڼا څخه عبارت دي.
  • په اېکوسیستم کې غير ژوندۍ اجزاوې د ژونديو اجزاوو د اوسېدلو د ځای تعينوونکي دي.
  • اېکوسیستم په دوه ډوله دی: د وچې اېکوسیستم او د اوبو اېکوسیستم.
  • د وچې په اېکوسیستم کې ځنګلونه، واښه لرونکي ځمکې، دښتې او نور شامل دي.
  • د يو خاص اقليم يوه مشخصه سيمه چې په هغې کې ژوندي موجودات ژوند کوي، د بايوم په نامه يادېږي.
  • په سمندر يا اېکوسیستم کې مختلف ژوندۍ اوغير ژوندۍ اجزاو ېوجود لري،مثًلا:غير ژوندۍ اجزاوې لکه اوبه، د اوبو د تودوخې درجه، د اوبو ژوروالی، اوبو ته د لمر د رڼا د تېرېدلو له کچې څخه عبارت دي. ژوندۍ اجزاوې لکه: نهنګان، پلانکټونونه، کبان، کشپان، ډولفين او د سمندري نباتاتو ډولونو څخه عبارت دي.
  • اېکولوژيستان د يو ژوندي موجود يوه مشخصه نوعه مطالعه کوي. په اېکوسیستم کې د زيات شمېر ژونديو موجوداتو پر متقابل عمل باندې ځان پوهوي او له نورو نوعو سره ددې نوع متقابل اړيکي مطالعه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب