دښځو د زده کړو په هکله

په دې هکله ډیرروایتونه نوشته شوي دي چې زه یی لنډیزتاسوته وړاندې کوم . که څه هم په اسالم کې ویل شوي دي چې: ))دعلم زده کړه پرنراو ښځه فرض ده((، خو د دې څخه مطلب دا دی چې ښځه یوازې باید اسالمي زده کړې هغه هم د خپلوهغو اقاربو څخه چې ورته محرم وي ، وکړي . که دا امکان نه وي، نوبیګانه سړی په هغه وخت کې ښځې ته اسالمي زده کړې ورکوالی شي چې یومحرم نارینه ورسره موجود وي . د ښځو ښوونځي چې نجونې په ډلوډلو ور روانې وي ، روا کار نه دی. که څه هم ښوونکي یې مسلمان وي او اسالمی ستر او حجاب مراعت هم شي .ځکه تجربې ثابته کړې ده چې داسې کړنې د ښځو پر اخالقو ناوړه اغیزه ښندي. حتی ښځې د لمانځه له پاره هم له کور نه بهرد وتلو اجازه نه لري . داسې هم ده چې د ښځوله پاره تعلیمات او کتابت حرام دی .

د ښځو نفقه او ټولې اړتیاوې د نارینوو مکلفیت دي . نو ځکه ښځه هیڅ اړتیا نه لري چې له کورنه بهر د کار له پاره ووزي . د ښځې دنده یوازې دا ده چې له میړه سره د کور په چارو کې مرسته  101 وکړي . )ل:دا مطلب د اتحاد اسالمي د ګوند مشرعبدالرب رسول سیاف هم په ورته ډول بیاناوه :» ښځه په کورکې دکورنیو چارو وزیره ده«( . د افتأ د ریاست مسلکي غړو د فتوا په پای کې اسالمي دولت ته داسې توصیه وکړه: له پورته بیاناتو څخه په ښکاره څرګندیږي چې د ښځو کار د نارینوو سره یوځای په دفترونو، ښارونو او د زدکړو په عصري ښوونځیوکې غیرمشروع ، د لویدیز پیروي او د بې دینه نظامو چاره ده چې په قطعي ډول حرام دي . افغانستان یومسلمان ملت دی چې د اسالمي نظام او الهی احکامو د تطبیق له پاره یې څوارلس )۱۴ )کاله وسلواله جهاد کړی دی او ډیرې قربانیانۍ یې منلي دي . اوس هم د پخوا په څیر د اسالمي حکومت په دفترونو، ښوونځیو، رادیو او تلویزون کې په کارونو لګیاه دي اوهم په بازارونو کې بیله حجابه تګ او راتګ کوي .

هیڅ توپیرد تیرو وختونو څخه نه لري . ولې هره ورځ د کابل راډیوڅخه ارویدل کیږی چې په افغانستان کې الهی احکام او په ځانګړي ډول ستراوحجاب عملي بڼه لري . د دولت د مسولینو او چارواکو څخه په جدي او تکرارډول غواړو چې د خدای ټوله اوامر په ځانګړي ډول ستراوحجاب ډیرژر عملي کړي . ښځې د دفترونو څخه وباسي او د ښځو ښوونځي چې په حقیقت کې د زنا او فحشأ مرکزونه دي ، وتړل شي . د رادیو او تلویزون څخه ښځې وباسئ چې د الهی احکامو د تطبیق له پاره شواهد موجود شي .

د سترې محکمې د داراالفتأ فتوا تصویب شول. )د افغانستان د اسالمي حکومت د سترې محکمې ریاست د داراالفتأ او څیړنود ریاست د مسلکي غړو السلیکونه(. نوټ: د دې فتوأمتن د یوې رسالې په واسطه چې السلییک اوټاپه شوی وه د ۱۹۹۳ز کال د اګست په ۲۷ مه نیټه په کابل کې په رسمي ډول چاپ شوه . وروسته د » آیینه افغانستان« په مجله کې د کالفورنیاپه جنوب په ۳۴ مه ګڼه کې د ۱۹۹۳ز کال داکتوبرـ نوامبرپه میاشت کې خپره شوه چې په ۷۴ـ ۷۸ مخونوکې داصل مطابق خپره شوې ده . د زیاتومعلوماتو له پاره کوالی شي مطالعه یي کړي . )۹ ، ص ۴۲۱ ـ ۴۲۷. ) که پورته فتوا په غور ولوستل شي د برهان رباني حکومت چې اوس هم د متمدنو او پراخ نظر درلوونکو ادعا لري، تر طالبانو هم د ښځو او ښځو زده کړو په تړاو تاریک نظریات درلودل. په ډیره سپین سترګي یې د ښځو ښوونځي د فحشا مرکزونه ګڼلي دي. جالبه دا ده چې د فتوا په هیڅ جمله کې د کابل پر عزتمندو ښځو باندې د جهادي وحشیانو کړنو ته اشاره شوي نه ده.

د کابل ښار د چور او چپاول او همدارنګه د خلکو د شخصي شتمنیو د غضب او وژنو په تړاو هم څه نه تر سترګو  102 کیږي. تاسو کوالی شي چې د برهان الدین رباني د داراالفتاء پریکړه د طالبانو په څپرکۍ کې د طالبانو د مقرراتو سره پرتله کړي بیا نو ښه قضاوت کوالی شي.

محمد ابراهيم نعيمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب